تاند، یکشنبه، د سنبلې ۱۰مه: کابل کې د روسیې سفیر وايي، هېواد یې غواړي له افغان حکومت سره په ګډه کابل کې یو لوی پوهنتون جوړ کړي.

الکساندر مانتیتسکي نن په دې تړاو د افغانستان د لوړو زده کړو له سرپرست وزیر عبدالتواب بالاکرزي سره لیدنه هم کړې او ورته یې ویلي، مسکو غواړي له کابل سره د علمي اړیکو د پراختیا لپاره د افغانستان له څو لویو پوهنتونو سره د همکارۍ سندونه لاسلیک کړي.

د لوړ زده کړو وزارت لخوا تاند ته په استولې خبرپاڼه کې د دې لیدنې په تړاو د الکساندرمانتیتسکي له قوله راغلي چې روسيې دغه راز لیوالتیا ښودلې تر څو د افغانستان ګڼو پوهنتونو کې د روسي ژبې څانګې هم پرانیزي.

خبرپاڼه وايي، چې د لوړو زده کړو سرپرست وزیر تواب بالاکرزي د مسکو د دې خبرې هرکلی کړی چې غواړي کابل کې افغان – روسي پوهنتون جوړ کړي.

ښاغلي بالاکرزي ویلي، دوی به له مسکو سره په ګډه افغان پوهنتونو کې د روسي ژبې د زده کړې د لنډمهاله او اوږدمهاله کورسونو د جوړولو طرحه هم و ارزوي او په تدریجي ډول به لویو پوهنتونو کې د روسي ژبې د زده کړې ډیپارټمنټونه پرانیستل شي.

دا په داسې حال کې ده چې دا مهال په کابل کې امریکا هم د افغان – امریکايي په نوم یو پوهنتون لري چې د لیسانس تر څنګ د ماسترۍ او دوکتورا زده کړې هم په کې کېږي.
روسیه په دې وختونو کې کابل ته هر کال ۲۶۰ بورسونه هم ورکوي.

4 thoughts on “مسکو، کابل کې افغان- روسي پوهنتون جوړول غواړي”
  1. خبر ښه دی خو ماتیتسکي نه مانتیڅکي لیکل کیږي. د روسي څ په انګرېزي کې په ټي اېس اړوي خو په پښتو کې باید د روسي په پله څ ولیکل شي.

  2. سلام
    دحضرت علی کرم الله وجهه خبره ده چې وایی :په دنیا کې هردولت په مصرف کمیږی مګرد علم دولت چې څومره مصرف شی زیاتیږی
    په رښتیا کې مونږ سیاست مړه کړو ، ووژلو ، تباه یې کړو ،او نور څه نه دی پاتی چې متثبت اړخ یې یو فیصد صفت هم ولری . موږ باید به سیاست پوهه خبل هېواد یو ځای ته را رسولی وای خو له بده مرغه ونه شو
    داښه کار دی چې به موثره توګه له دې بروتوکول نه د ماستری او ډاکتری به کچه ګته بورته شی هدف مې له کچې معیاراو هراړخیزه د ستندرد برخې دی دا ځکه چی یوازې کاغذ یاسند خبرې نه کوی
    موږ د تعلیم او تربیی کیفیت او کمیت باید د لیسانس به کچه دیر جدی ونیسو مخکې له دې چې ماستر او داکتر ته راشو

  3. په کابل یا کوم بل هر ولایت کی د روسی علمی مرکزونو او پوهنتون فعالیده یو انکار نه منونکی ژوره او پراخه اړتیا ده چی د علمی توازن تر څنګ یو ډول سیاسی رقابتی توازن هم را منځته کولای سی
    موږ نور د روسیانو څخه باید بیره ونلرو ځکه د روسیانو همهغه سوویتی مارکسیسټی زهرجن غاښونه مات سوی او زهر نه شی تزریق کولای

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *