استاد شهسوار سنګروال
د روسې په ډله ييزورسنيواو خپرونو کې په ډاګه شوې چې مسکوغواړي د افغانستان د ملي پخلاينې کوربه وي او له دغه بهير سره مرسته وکړي … نو ځکه خو يې په رسنیو کې د دې خبرې پخلی وکړ اوراپور يې خپورکړ، چې مسکوبه په راتلونکې کې د يوه کنفرانس د جوړېدو تابيا وکړي او په دې تړاو يې يوولس هېوادونو ته د ګډون بلنه ورکړه.
د روسې د بهرنېيوچارو وزير سرګي لاوروف ويلي دي، چې د طالبانو د قطر دفترته يې هم بلنليک استولی دی او طالبانوهم موافقه کړېده، چې د مسکوپه کنفرانس کې د ګډون لپاره خپل استازی را ولېږي.
دمسکولومړی کنفرانس دافغانستان اوروسې په ګډو هڅواومشرئ جوړشوی وو…ولې اوس داسې برېښي،چې روسې پرته دافغانستان له سلااومشورې ،امريکا اوطالبانوته دګډون بلنه ورکړې ده …ښايي دافغانستان دخواشينئ يوبل موهم لامل داوي، چې دافغانستان د سولې په تړاوهره غونډه،چې جوړېږي د مديرېت چارې اوغوښنه برخه بايد دافغانستان دحکومت وي،داځکه،چې افغانستان حکومت ټولې نړئ په رسمېت پېژندلی اوپه نړېواله اداره يانې ملګروملتوکې رسمي استازی لري.
امريکا چې دافغانستان په څېردغه بلنه ونه منله په ځغرده يې ووېل،روسيه دافغانستان په جګړه کې دطالبانوملاتړکوي…دافغانستان دبهرنېيوچارووزارت هم ورته دريځ لري نوځکه خويې له ګډون نه ډډه وکړه اواعلان يې وکړ،چې نه به ورځي .
روسې چې دغه خبرواورېد،نوبيا يې خپله خواشيني وښوده…اوس روسې ته په کار دی ،چې دشوروي اتحاد له تېروتنونه زده کړه وکړي اوهغه څه تکرارنکړي کوم جنايتونه ،چې شوروي اتحاد وکړل…دساري په توګه دشوروي اتحاد وسله وال بريدته سرورښکاره کوو،چې موږيې پخپل تاريخ کې يوه توره خونړئ ورځ بولو :
ګروميکو، ښايي د نېشې په حالت کې له برژنف نه د «ودکا» د شرابو د څښلو په تړاو پوښتي وي چې ولې روسان د «ودکا» په څښلو روږدي، دي؟
هغه ورته هم په ډېر وياړ دغه ځواب ورکړ چې «روسان پرته له «ودکا» نه ژوند نشي کولی، نو ځکه خو دوی ودکا څښي… نو ده په ځانګړي ډول ټينګار وکړ چې ګني دی هم پرته له هغو نه ژوند نشي کولی.»[1]
هغه مهال چې د مسکو چارواکو وپتېله، چې سرې لښکرې پر افغانستان باندې د يرغل لپاره چمتو کړي، د يوې غونډې په ترڅ کې چې برژنف د تل په څېر داسې د ودکا په څښلو نېشه شوی و چې ځان يې نشو ټينګولای، خو همدا به يې له خولې وتل چې «کثيف انسان».
ده چې ځان يې نشو کابو کولای پداسې وخت کې دا خبره کوله چې د ګروميکو تر مشرۍ لاندې چې اوستينوف، اندروپوف او يو شمېر نور هم په غونډه کې حاضر وو، د خبرو په لړ کې چې برژنف قدم وهه او ګروميکو به هم کله کله له مټ نه ټينګ کړ چې و نه غورځېږي، نو په غوږ کې يې ور وڅڅوله:
«امين ډېر خطرناک انسان دی، «اوليانوفسکي» چې د نړيوالې ادارې مرستيال وه، ده هم په دغه غونډه کې شتون درلود، ده په دې اړه ويلي دي:
«برژنف نږدې وه چې څو وارې وولېږي خو ګروميکو به بېرته کېنوه، ولې په غوږ کې به يې ورته ويلي نوي اطلاعات مو ترلاسه کړي دي او داسې ښکاري چې امين څومره خطرناک انسان دی؟»[2]
کله چې دغه ډله چې په سر کې د شوروي اتحاد د کمونست ګوند عمومي منشي برژنف وه، دې پرېکړې ته ورسېدل چې په افغانستان به د امين پر وړاندې وسلوال بريد کوي.
هغه وو چې:
«د ډسامبر په ۲۴ نېټې د شوروي اتحاد د پوځونو لومړۍ ډله د هوا له لارې افغانستان ته ورسېده.»[3]
لکه څرنګه چې شوروي په پټو سترګو له خپلې سياسي وېرې دېته بډې را ووهلې چې په افغانستان پوځي يرغل ته لاره پرانېزي.
همدا رنګه امريکا هم له دې وېرې چې ايت الله خميني د ايران پادشاهي نظام (۱۹۷۹ کال) چې د امريکا متحد وه ړنګ کړ، خواشينې وه.
که د واشنګټن چارواکي په پهلوي شهزاده ګانو خپه وه، خو مسکو واکمن د ايران «تودي» ګوند ته خواشيني ول چې څرنګه کولی شي چې له يوې خوا د توده يانو سياسي هلې ځلې له ګواښ سره مخ نشي او له بلې خوا د «ثور انقلاب» وژغوري؟
دوی دې پرېکړې ته ورسېدل چې پخپل پوځي يرغل به هم د افغانستان نظام وساتي او هم به د ايران اخوندان په دې ووېروي چې د «تودي کمونست» ګوند له ځپلو لاس په سر شي.
دلته دی چې جنرال کريلوف ته دنده وسپارل شوه چې د افغانستان د کړکېچ په تړاو معلومات وړاندې کړي.
نوموړی چې له ۱۹۷۵ کال نه تر ۱۹۷۹ ز کال پورې په افغانستان کې پوځي سلاکار وه د افغانستان د پوځي او سياسي حالاتو په تړاو د شوروي د بهرنيو چارو وزير ګروميکو، د کي جي بي رييس اندروپوف، د دفاع وزير مارشال اوستينوف لوی درستيز جنرال اګارکوف، د بهرنيو چارو د وزارت مرستيال کرنينکوف او تورن جنرال اېوانوف ته په يوه غونډه کې بشپړ معلومات وړاندې کړل، موروزوف هم په شوروي سفارت کې (۱۹۷۵ – ۷۹) د کې جي بي د مدير د مرستيال په توګه کار کوه، د ډسمبر له لومړۍ نېټې نه تر ۲۴ نېټې پورې دا ډول پرلپسې غونډې روانې وې.
په پای کې مارشال استينوف د ډسمبر پر ۲۴ نېټې د ورځې په پيل کې د شوروي د دولتي او ګوندي چارواکو پرېکړه اعلان کړه چې په افغانستان به پوځي يرغل کوي.
همدا لامل وه چې د يوې پوخي ډلګۍ له لېږلو سره جوخت «اېن ۱۲، اېن ۲۲» الوتکو د کابل په هوايي ډګر کې الوتنې پيل کړې، د ګوند غړو اعلان وکړ چې د کابل ښاريان دې خپلو کړکيو ته پردې واچوي چې بېرون ته څه و نه ګوري دا څومره وړه او غولوونکې سياسي خبره وه چې شوروي سلاکارانو افغان چارواکو ته په غوږ کې اېښې وه او هغو هم په کڼو غوږو او پټو سترګو دا ناره راپورته کړه چې پردې واچوئ او د «الارم» له غږولو سره ځانونه عيار کړئ… يانې څه؟ يانې: داچې د شوروي اتحاد يو غولوونکی سياست!!
شوروي اتحاد، په همدې پلمه د کندهار او شينډنډ په هوايي ډګرونو کې جنګي الوتکې ځای پر ځای کړې او د پنځه زرو په شاوخوا کې وسلوال ځواکونه يې چې په سپکو او درنو وسلو سنبال وه د ډسمبر په ۲۷ نېټه په هوايي ډګرونو کې مېشت کړل.
په همدې ماښام د اوه (۷) بجو په شاوخوا لومړی پر راديو افغانستان بريد وشو او بيا د تاج بېک ماڼۍ تر اور لاندې راغله.
موږ د مخه وويل چې د امين په ګډون د ګوند او دولت چارواکي مسموم شوي ول.
ماته (ليکوال) د راديو تلوېزويون يو کمره مين چې صديق نومېده له «عمر» سره يو ځای د همدې ماښام د شپږو بجو په شاوخوا کې را ته وويل:
موږ چې د غونډې انځورونه او تصويرونه د غونډې پر ځای کې کره کول وموليدل چې د حفيظ الله امين په څېره کې داسې څه برېښېدل چې موږ ته يې داسې اندېښنه پيدا کړه چې دغه تصوير د خپرېدو وړ ندی.
ما د امين صاحب ياور ته وويل چې که امين صاحب ته ووايې چې د کمرې مخې ته راشي او د «خبر» لپاره يو ښه تصوير ترې واخلو.
هغه را ته په ترخه او تريب تندي وويل: که په نيمه پوهېږې کمره دې ټوله کړه او له دې ځايه دې پښې سپکې کړه.
ده داهم وويل:
زه لا د امين صاحب له ياور سره په خبرو کې وم چې د مرکزي کمېټې دوه غړي چې نوم يې ما (ترې وپوښته) خو ده وا نخست په زينه کې را «کولې» شول او ورغړېدل.
د شوروي اتحاد، د هوايي پل په تړاو چې نه يوازې خلکو اندېښنه لرله، چې ګني په دغو الوتکو کې ټانګونه لېږدول کېږي. بلکې حفيظ الله امين ته هم دا د اندېښنې وړ شوه چې بېلابېلو سرچينو هم ورته د يوه ګواښ په سترګه کتل، امين لکه د تره کي په څېر دا منلې وه چې يو شمېر روسي پوځونه به ستا امنيت ساتي. ولې وروسته يې چې وليدل، الوتکې بېړنۍ بڼه لري، نو خوشبيني يې په بدبينۍ بدله شوه.
له دې سربېره له يوې خوا امين ته دا هم ويل شوي ول چې ببرک کارمل به مني، کوم څه چې امين ته دغه خبره د منلو وړ نه وه. او له بلې خوا د ده ليدنې او کتنې چې له امريکايي دېپلوماتانو سره ډېرې شوې وې پخپله يې ورته پوښتنې پيدا کړې وې.
دا چې ده په دغې شپه (د جدې شپږمه نېټه) غوښتل يوه تلوېزيوني وينا وکړي، ښايي موخه به يې دا وه چې د شوروي د ډېرېدونکو ځواکونو په اړه خپله اندېښنه په ډاګه کړي. په دې خواشينی وه که ولس له دې خبر شي نو بيا به د ثور د انقلاب ارزښت را ټيټ شي.
ولې ده ته يې دغه وخت ورنکړ چې دی خپل غبرګون خلکو ته ورسوي، بېهوښه شو او په پای کې ووژل شو.
د ليونيد شبر شين Leonid shebar shin د کې جي بي د مرستيال له انده څرګندېږي چې امين د دوی ګټو ته يو ګواښ وه.» امين په دې اند وه چې پر موږ د مصر د جمهور رييس انور سادات کانه وکړي.»[4]
ځکه خو د ده په بېهوښۍ کې دوی ګڼلې وه چې له يوې خوا به پوځي پرمختګ ته لاره اواره کړي او له بلې خوا به په همدغه حالت کې په ده د شوروي ځواکونو د راغوښتلو سند لاسليک کړي.
د شوروي ځواکونو د رابللو او بريد په اړه ويل کېږي چې ګني، د افغانستان له لوري د تره کي او امين د ۱۹۷۸ کال د تړون پر بنسټ شوی دی چې د ډسمبر په پڼځمه نېټه لاسليک شو.
ولې ځنې کورنۍ او بهرنۍ ډاډمنې سرچينې دا نه مني. بلکې د فرهنګ په څېر تاريخپوهان په دې اند دي چې: «په افغانستان د شوروي ځواکونو د يرغل او بريد مسئوليت د کارمل پر غاړه دی چې د سرو لښکرو په سيوري کې کابل ته راغی.»[5]
د شوروي پوځ کوم ټولګی يانې د مسلمانانو کنډک او د زينت قطعه چې د امين د غولولو لپاره را دې مخه شوې وه هسې يوه پلمه وه. دا ځکه چې د ډسمبر په ۱۳ مې نېټې د روسي ترکستان د پوځي ځواک عمومي قومندان جنرال ماکسيموف خپل مرستيال تورن جنرال توخارينوف ته سپارښتنه وکړه چې پوځونه يرغل ته تيار کړي. که څه هم د جدې له شپږمې نېټې د مخه خالبايف (۲۲ ورځې) وړاندې د عملياتو د پلان لپاره استول شوی وه. ماکسيموف د هوا له لارې ځان ترمز ته ورسوه، ځکه چې هلته د څلوېښتمې فرقې پلاز وه او ټول ځواکونه د تيارسۍ په حال کې وو.
کوم پوځي تشکيل چې هلته جوړ شیوی وه، سيمې او نړۍ ته د هېښتيا او حيرانتيا وړ وه او ډېر نامتو پوځي چارواکي چې موږ توخارينوف، جنرال وتکاپوف، جنرال لويانوف، جنرال کرچاکين او نور يادولی شو، دوی په هغو پوځي ټولګيو کې په دندو بوخت وه. لکه را وخله د ديسانت لوا، د راکټ او دافع هوا لوا، د مخابرې، انجينرۍ، لوژستيک او تاميناتو جزوتامونه، هوايي ځواکونه، ترانسپورتي اسانتياوې، او نور جګړه ييز ځواکونه يادولی شو چې په سر کې مارشال سکولوف ټاکل شوی وه.
په پای کې دغو ټولو هوايي او ځمکني ځواکونو د ترمز له لارې چې لومړی شمېر اتيا زرو ته رسېده په افغانستان بريد وکړ.
د شوروي پوځونو د شمېر په تړاو داسې انګېرنې شتون لري چې ګني يوسلو شل زرو په شاوخوا کې ځواکونو (ځنې له دېنه ډېره او ځنې دغه شمېره لږ ښيي) په افغانستان يرغل وکړ.
الکساندر ليا خفسکي پدې اند دی چې کله دغه ټول شوروي ځواکونه دېته چمتو شول چې په افغانسان ورتويې شي نو بيا:
«هغه ځانګړي ځواکونه چې د تاج بېک د ماڼۍ په شاوخوا کې وو د ګوند او د دولت په مشر حفيظ الله امين يې بريد وکړ او وې واژه.
د ډسامبر په ۲۷ نېټې اندرو پوف د تيلفون په کرښه لومړی کارمل ته د ثور انقلاب د دويم پړاو د بري مبارکي ورکړه او بيا يې د شوروي پراشوټي قطعې ته امر وکړ چې ببرک کارمل ډېر زر کابل ته ورسوي.
… شوروي چارواکو لومړی غوښتل چې کارمل په الوتکه کې ولېږدوي، خو وروسته يې د څو روسي ټانګونو په بدرګه په محاربوي ماشين کې د «شيرګين» تر قوماندې لاندې چې د «الفا» په نوم د استخباراتو يوه قطعه هم ورسره وه کابل ته ورسوه.»[6]
بايد په دې پوه شو چې کارمل د يرغل په سبا له تاجکستان نه د بګرام هوايي ډګر ته په الوتکې کې او بيا يې کابل ته په ټانګ کې ورسوه.
اندروپوف دغه امر په داسې وخت وکړ چې ده ته د حفيظ الله امين د وژلو ډاډ ورکړ شو. (ان تر دې چې مړی د سروري او ګلابزوی لخوا کتل کېږي) او بيا د کې جي بي غړو ته سپارښتنه وشوه چې اوس امين په هغه کنده کې چې د ماڼۍ شا ته کيندل شوې وه ښخ کړي.
عبدالقدوس غوربندي د يوې قطعې د قومندان له خولې چې د پېښو عيني شاهد وه پخپل کتاب «نګاهې به تاريخ…» کې د دغې شپې پېښې داسې کښلې دي چې ګني امين سره بايد داسې شوي وی.:
«د شپې په وروستيو کې عبدالوکيل چې د شوروي پوځونو يونيفورم يې په غاړه وه (صاحب منصبان يې را ټول کړي ول) په سپکو سپورو يې امين د (C.I.A) جاسوس باله. موږ يې هره ګړۍ په مرګ تهديدولو… امين د C.I.A په دستور پاکستان سره سازش کاوه.»[7]
دا ډول ډېرې سپکې سپورې د نوموړي له خولې نه وتلې . په پای کې سرو لښکرو د کابل مهمې ستراتېژيکې سيمې ونيولې او پرچميان يې پر ټولو ملکي او پوځي سيمو واکمن کړل.
بوريس ګروموف د شوروي اتحاد د يرغل په تړاو کښلي دي چې: «د شوروي اتحاد پوځي بريد په سبا ببرک کارمل د شوروي تاجکستان له پلازمېڼې دوشنبې نه د بګرام هوايي ډګر ته په الوتکه کې ولېږدول شو.»[8]
الکساندر ليا خفسکي د کارمل په اړه کاږلي دي چې:
«ببرک کارمل د بګرام په هوايي ډګر کې د شوروي اتحاد د کمانډو په حفاظت کې وه.»[9] دی نه يوازې په بګرام کې د شوروي ځواکونو لخوا ساتل کېده بلکې د کابل په ارګ کې هم د شوروي پوځونو په مينځ کې وه، چې له اشپزانو نيولې تر ساتونکو ټول يې شوروي سرتېري ول.
ببرک کارمل د شورويانو په پېرزوينې او لورېينې ځان په داسې يوه چاپېريال کې وموند چې د خيالي سوسيالستي ټولنې په خوب کې هم تصور نه کېده. ولې دی په دې نه پوهېده چې د افغان ولس له غبرګون سره به مخ کېږي او ده ته شوروي اتحاد دومره ځواکمن برېښېده چې ګني ټوله نړۍ د شوروي په ولکه کې ده.
د شوروي اتحاد يرغل نه يوازې د افغان ولس له سخت غبرګون سره مخ شو، بلکې نړيوال غبرګون يې هم را وپاراوه. پدغه نړيوال غبرګون کې يو شمېر سوسيالستي هېوادونه هم ول چې د شوروي وسلوال بريد يې وغانده چې موږ په دغه لړ کې چين، يوګوسلاويا، رومانيا او آن کيوباد ساري په توګه یادولی شو.
په کابل کې د امريکا سفارت د شوروي يرغل په تړاو د امريکا متحده ايالاتو چارواکو ته خبر ورکړ. د جيمي کارتر د ملي امنيت سلاکار زبيګنيوبريژنسګي چې کله خبر شو نو په ځغرده يې وويل:
شوروي اتحاد، دا ځل خپلې پښې له شړۍ نه اوږدې کړې. دوی په دې پوهېږي چې د دغه يرغل موخه د شوروي پلوي حکومت ټينګښت دی، چې داسې يوه ستر، ولې له ستونزو ډک يرغل ته يې لاره هواره کړه.
د امريکا متحده ايالات چې د کې – جي – بي له استخباراتي هلو ځلو نه په وېره کې وه، پدې يې خپله خواشيني وښوده چې په افغانستان به د هنګري (۱۹۵۶ ز کال) په څېر ورځ راشي او يا به د چيکيانو په څېر (۱۹۶۸ کال) داسې وځپل شي چې نور به د سر جګېدو نه وي.
ځکه نو تاريخپوهان انګېري چې په افغانستان د شوروي پوځونو يرغل چکوسلواکيا ته ورته دی.
د چکوسلواکيا ولسمشر الکساندر دوپچک (۱۹۶۸) د پراګ د پسرلي په نوم د سياسي رغاونې غږ پورته کړ. ولې شورويانو دېته د ناسيوناليزم يو خوځښت ووايه نو بيا يې د پراګ پسرلی په خزان واړوه.
بريژنسکي له دې سربېره بيا دې ته خوشاله وه چې له شوروي اتحاد به اوس د ويتنام غچ او کسات اخلي کوم چې د امريکا پر ضد مسکو له ويتنام ولس سره مرسته کړې وه.
نوموړي په سر کې هماغه تېره تګلاره وڅارله چې په پټه به يې، په پاکستان کې له افغان کډوالو سره مرسته کوله. خو د کارتر پرېکړه هغه مهال برالا او بر ملا شوه چې په ۱۹۸۰ کال، په مسکو کې د المپيک لوبې تحريم کړې.
دا په اقتصادي او سياسي لحاظ يو لوی ګذار وه چې شوروي اتحاد يې ګوښه والي ته ټېل وهه.
د َ«هارسيون» په اند نور کارتر دغه اندېښنه نه لرله چې چې د افغانستان مجاهدينو سره دې په پټه د وسلو او پيسو مرسته وکړي، بلکې بې درېغه يې خپلو هر اړخيزه مرستو ته زور ورکړ.
«د امريکا او عربستان مرستې تر ۱۹۹۱ کال پورې له «۲.۸» ملياردو ډالرو نه زياتې وې.»[10]
د دغو مرستو په لړ کې، يوازې په لومړنيو (۱۹۸۰ – ۸۱) دوه کلونو کې د پاکستان حکومت له امريکې نه د پوځ لپاره (۱.۵) ميليارده ډالره وغوښتل.
امريکا او متحدينو يې د شوروي پر وړاندې هر اړخيزې هڅې پيل کړې. اسلامي هېوادونو په سر کې سعودي عربستان هم پټه خوله کېنناست، چينيانو هم خپل غبرګون په ډاګه کړ.
په ټوله کې، د شوروي اتحاد پر وړاندې د امريکا او د هغه د متحدينو دغه اندېښنه موجوده وه چې کمونيزم په نړۍ، په تېره وروسته پاتې ټولنو په ځانګړي ډول په اسيايي، افريقايي او ان په لاتيني امريکايي هېوادونو کې د پراختيا او پرمختيا پړاوونه وهي.
سټيو کول په خپل کتاب کې ليکلي دي چې: «واشنګټن په شوروي ضد تبه اخته شو چې په پای کې د امريکا او پاکستان تر مينځ د نږدې همکاريو يو نوی پړاو را مينځته شو.
چې دواړه به د خيبر غاښي پر هغه خوا شوروي ته چلېنچ ورکړي، لکه څنګه چې يوه پېړۍ د مخه برېتانويانو پر همدې ډګر باندې تزاري روسې ته چلېنج ورکړی وه.»[11]
د ايران د پاچا محمد رضا (چې پنځوس کاله په سيمه کې د امريکې د سياست ځړی وه) له ماتې وروسته، امريکا په دې(۱۹۷۹ کال) پوه شوه چې د اسيا په دغه سيمه کې د استخباراتو يو مهم مرکز له لاسه ورکړ، غوره يې وګڼله چې پاکستان د ايران ځای ناستی شي.
د ذولفقار علي بوټو له مرګ نه وروسته، د ضياوالحق د واک په مهال د C.I.A او آی – اس – آی ترمينځ اړيکې دومره پراخې شوې چې د تهران تشه يې ډکه کړه.
د امريکا متحده ايالاتو هغسې هم «۱۹» نولس هېوادونو ته يانې د اسيا جنوب لوېديځ او د امريکا ښاخ ته بېلابېل پلاوي ولېږل چې د شوروي د پرمختګ لاره ډب کړه.
خو د امريکا نيکمرغي هغه وه چې شوروي اتحاد په افغانستان وسلوال يرغل وکړ، او دغه يرغل د پاکستان او ايران لپاره هم يو ستر ګواښ وه.
ولې پاکستاني چارواکي په سر کې ضياوالحق په دې اند وه چې د شوروي د بريد ګواښ داسې انځور کړي چې ګنې د سرو لښکرو يرغل تر ډېره بريده د امريکا د متحده ايالاتو ګټې ګواښي، نو بايد له پاکستان سره مرسته وشي.
په پاکستان کې د امريکا د C.I.A استازي «جان جي ريګان» (۱۹۷۷ – ۱۹۸۱ کال) د اسلام آباد د غوښتنې په تړاو وايي:
«په دې هکله دا وړاندوينه کېده چې پاکستان د بريژنسکي د څلور سوه (۴۰۰) ميليونو ډالرو د مرستې وړانديز و نه مانه.»[12] دا ځکه چې ضياء ته څرګنده وه چې دغه جګړه امريکې ته ډېره مهمه ده.
همدا لامل وه چې د امريکا متحده ايالاتو چارواکو ته يې په ځغرده وويل:
دغه مرسته د پاکستان لپاره داسې ده لکه په سمندر کې يو څاڅکی. له دې نه وروسته، ۱ مليارده ډالر زمزمه کېدل خو «ضياالحق هغې مرستې ته ګوته ونيوه چې د امريکا کنګرې د مصر هېواد لپاره (۳) مليارده ډالره په پام کې نيولي ول، ده په ډاګه وويل: پاکستان ځان د دې مستحق ګڼي. که چېرې له کوم ګواښ سره مخ شي له دې زيات د مرستې تمه لري.»[13]
امريکا د شوروي پر وړاندې غبرګون کې يوازې نه وه بلکې د ده متحدين، د ساري په توګه د برتانيا هېواد د خپل بهرنيو چارو وزير په «۱۵» نېټه (۱۹۸۰ کال) ترکې، سعودي عربستان، اردن او پاکستان ته سفرونه وکړل.
له يوې خوا يې د ګډ دښمن (شوروي اتحاد) پر وړاندې د دوی په سياسي او اقتصادي مرستو غږ وکړ او له بلې خوا يې د هغو افغان کډوالو کمپونه (پنډغالي) هم وليدل چې د شوروي پوځونو د بريد له امله پاکستان ته کډه شوي ول.
له دې نه يوه اونۍ وروسته د جنورۍ په (۲۱) نېټې اسلامي هېوادونو يوه بېړنۍ غونډه را وبلله او په پای کې د کارمل او شوروي پر ضد د جهاد اعلان وکړ.
شوروي اتحاد چې د يو سلو شل زرو (۱۲۰۰۰۰) په شاو خوا کې، خپل ځواکونه په افغانستان کې ځای پر ځای کړل، که څه هم سلاکارانو يې په ملکي او پوځي چارو بشپړ واک درلود ولې بيا هم د افغان ولس له سخت غبرګون سره مخ شول.
که د تره کي او حفيظ الله امين د واک په مهال د کورو کلي يو خان او ديني عالم د شپې په تياره کې له مينځه وړل کېده خو د کارمل او د شورويانو د قدرت په وخت کې ټول هغه کلي د روسانو د بمبارۍ له کبله له مينځه لاړل ان د کلو جغرافيه يې هم په بل مخ واړوله.
د کارمل د حکومت چارواکي د شوروي اتحاد په سياسي غلامۍ کې شکېل ول. يو شمېر چارواکي دومره د سويتيزم په پلوی روږدي شول چې د افغانستان د ملي هويت پر ځای يې انترناسوليزم غوره ګاڼه.
هغه د ببرک کارمل مشهوره خبره ده چې په خپله ژبه به يې په ډېر وياړ دغه خبره کوله چې:
«معيارې وطنپرستي در سويتيزم است.»
مانا دا چې هغه افغان رښتينی «وطنپرست» دی چې شوروي پرسته وي.
د شوروي اتحاد د ځمکنيو او هوايي بريدونو پر وړاندې د افغانستان د خلکو ملي پاڅونونه او نړيوال غبرګونونه تر دې بريده ورسېدل چې په پای کې د جنوري په (۷) نېټې د ملګرو ملتو د امنيت شورا ديارلسو (۱۳) غړو غونډه وکړه، له شوروي اتحاد او ختيځ المان نه پرته د نورو هېوادونو استازو په ټينګه له شوروي نه وغوښتل چې خپل پوځونه له افغانستان نه وباسي.
د جنورۍ په ۱۴ څوارلسمې نيېټې د ملګرو ملتو عمومي غونډې د ۱۸۰ څخه ۱۰۴ تنو د رايو په اکثريت پرېکړه وکړه چې شوروي اتحاد بايد ډېر ژر خپل ځواکونه له افغانستان نه بېرون کړي.
افغان ولس له يوې خوا د شوروي اتحاد د بريدونو او له بلې خوا نړيوالو غبرګونونو دېته اړ کړ چې له هېواد نه کډه شي. هغه وه چې يوازې په پاکستان او ايران کې د پنځه مليونو په شاوخوا کې افغان کډوال دېره شول، د وسلو او پيسو له لارې د نړۍ ډېرو هېوادونو د مرستې ټټر وواهه چې موږ امريکا، د لوېديځې اروپا هېوادونه، چين او جاپان، عربستان، مصر، ترکې، د خليج يو شمېر هېوادونه د بېلګې په توګه يادولی شو.
له يوې خوا، يادې نړيوالې مرستې وې او له بلې خوا د افغان چارواکو تېروتنې، چې په پای کې د ببرک
[1] – The Observer, London, April 2, 1989. p.1.
[2] – Yuri Gankovsky, Director of the Afghanistan project of oriental studies.
[3] – interview, Moscow, March 3, 1993.
[4] – بوليټن، ودرولسن، نړيوال مرکز ژمی ۱۹۹۶ – ۱۹۹۷، ۱۳۰ مخ.
[5] – فرهنګ مير محمد صديق دويم ټوک ۱۶۰ مخ.
[6] – الکساندرلياخفسکي توفان د افغانستان ۱۹۳ مخ.
[7] – غوربندي عبدالقدوس نګاهې به تاريخ حزب ۹۴ – ۹۵ مخونه.
[8] – بوريس ګروموف ارتش سرخ در افغانستان ۲۴ مخ.
[9] – ليا خفسکي طوفان در افغانستان ۱۹۳ مخ.
[10] – هارسيون ۶۱ مخ.
[11] – سټيو کول ۶۹ مخ.
[12]- Interview, Washington, D.C. April 5, 1991.
[13]- Interview, Islamabad, February 19, 1981
استاد سلام
دسپلین ، شخصیت، سیاسی اخلاق لہ کور نہ پیل کیزی ۔ د روسانو سرہ د تیر ی ،جنگ او جگری محاسبہ ونہ شوہ او نہ پہ سیاسی لحاظ د نری پہ کچہ محکوم شول دھل اوعقد مشر د خپلو گتو لپارہ بی لہ مشوری ماسکو تہ مندی کری راغی د ختو زمرے پہ مرستہ یی پہ زرگونو کا بلیان ووژل او شار یی پہ کندوالہ بدل کر
دلتہ خو لا دروتی کپرا اومکان دار او دستہ ھم ول ھغو ھم پت او شکارہ د ھمدی بی کفایتہ حکومت ش گانہ او چھارخانہ و کاذبانہ چی ور نہ جور د گلم جمو شوروای نظار شوہ روسان پاتی شول خو روسان د خپل انتقام پہ لتہ کی دی او طبیعی دا خل بل دول لوبہ رامخ تہ کوی