تاند- پاکستاني رسنۍ وايي چې وسله والو طالبانو ویلي چې د دوی یو پلاوی به سبا (سې شنبه) په مسکو کې له یو شمېر افغان سیاستوالو سره په غونډه کې ګډون وکړي.
د روسیې د بهرنیو چارو وزارت پخوا ویلي و چې د مې په ۲۸ نېټه به د افغانستان او روسیې ترمنځ د دیپلوماتیکو اړیکو د پیلېدو د سلمې کالیزې په مناسبت د بېلابېلو خواوو غونډه جوړه کړي.
د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویندوی ویلي چې په دې غونډه کې به په مسکو کې د افغانستان د سفارت دیپلوماتان، یو شمېر افغان سیاستوال او طالبان ګډون وکړي.
د طالبانو د قطر د دفتر ویندوی سُهیل شاهین پاکستاني رسنیو ته ویلي چې د دوی استازي به د مسکو په غونډه کې برخه واخلي.
د افغانستان د سولې عالي شورا واغيي چې د دې شورا ريیس عبدالکریم خلیلي به هم د مسکو په دوه ورځینۍ غونډه کې ګډون وکړي.
همداراز ویل شوي چې د افغانستان پخوانی ولسمشر حامد کرزی او یو شمېر نور سیاستوال له کابل څخه د مسکو غونډې ته روانېږي.
په کابل کې مېشت طالب پلوه فعال نظر محمد مطمین د پاکستان ډیلي ټایمز ورځپاڼې ته ویلي چې له کابل څخه به شل کسیز پلاوی مسکو ته لاړ شي.
تر دې وړاندې د سږ کال په فبرورۍ کې مسکو د یوه افغان په نوم د طالبانو، او د حکومت د یو شمېر سیاسي مخالفانو غونډه وربللې وه.