د مس عينک زون کرکټ لوبډلې د الکوزي احمدشاه ابدالي کرکټ څلور ورځنيو سياليو په پاى لوبه کې د سپين غر زون لوبـډلې ته په ماتې ورکولو سره ددې سياليو اتلولي خپله کړه.
د پنځو زونونو د لوبډلو په ګډون دا سيالۍ يوه مياشت مخکې د خوست او ننګرهار په کرکټ لوبغالو کې پيل شوې وې او پاى لوبه يې د مس عينک او سپين غر زونونو لوبـډلو ترمنځ د کابل د کرکټ په نړيوال لوبغالي کې ترسره شوه.
د پاى لوبې پچه د مس عينک زون لوبـډلې ګټلې وه او لومړى يې د توپ اچونې يا بالينګ کولو پرېکړه وکړه. د سپين غر لوبډله په خپلې لومړۍ پاڼۍ (اننګز) کې د لسو لوبغاړو په سوځېدو ١٧٥ منډې جوړې کړې، ددوى له لوري همايون عمر ٤١ او نجيب تره کي ٣٤ د پام وړ منډې جوړې کړې، د مس عينک له لوري نواز خان څلور، ګلبدين، عبيد کونړى او روښان دوه دوه لوبغاړي وسوځول.
د مس عينک لوبـډلې پخپلې لومړۍ پاڼۍ کې د لسو لوبغاړو په سوځېدو ٢٦٥ منډې جوړې کړې او پر سپين غر يې ٩٠ منډې زياتې کړې . د مس عينک له لوري ګلبدين نايب ٥٧ ، نور علي ځدران ٤٢ او نواز خان ٤٠ منډې جوړې کړې، د سپين غر له لوري فريد ملک او باطن شاه درې درې لوبغاړي وسوځول. د سپين غر لوبډله پخپلې دويمې پاڼۍ کې بيا ښه لوبه ونه کړه او ټوله لوبډله يې په ١٥٧ منډو وسوځېدله او د لومړۍ پاڼۍ تر ٩٠ منډو تاوان وروسته يې د مس عينک لوبډلې ته د ٦٨ منډو هدف ورکړ. د مس عينک لخوا عبيد کونړي پنځه لوبغاړي وسوځول. د مس عينک لوبډلې ياد هدف په ډېرې اسانۍ سره د درېيو لوبغاړو په سوځېدو سره ترلاسه او لوبه يې وګټله. عبيد کونړى د پاى لوبې غوره لوبغاړى اعلان شو او پنځه زره افغانۍ انعام ورکړل شو، دغه راز شبير د سياليو غوره توپ وهونکى اعلان شو او ٢٠ زره افغانۍ انعام ورکړل شو، نسيم بړېڅ د سياليو غوره توپ اچوونکى اعلان شو او ٢٠ زره افغانۍ انعام ورکړل شو.
ددې سياليو د پاى په مراسمو کې دافغانستان کرکټ بورډ مشرتابه د ملي شورا غړو، د الکوزي شرکت استازو، لوړ پوړو دولتي چارواکو، د ملي او زونونو لوبډلو لوبغاړو او د کرکټ بورډ نورو مسوولينو برخه اخيستې وه. د افغانستان کرکټ بورډ عمومي مشر نسيم الله دانش په برياليتوب سره ددې سياليو ترسره کول يوه ښه لاسته راوړنه وباله او ويې ويل چې ورځ تر بلې په هېواد کې د کرکټ لوبه د ودې او پرمختګ په حال کې ده.
د کرکټ بورډ اجراييه رييس شفيق الله ستانکزي وويل چې له دې سياليو څخه يې موخه ټسټ کرکټ سياليو لپاره د لوبغاړو وړتيا زياتول وو. هغه زياته کړه، چې په دې سياليو کې يو شمېر لوبغاړو له ځانه ښه وړتيا وښوده، او ځوانو لوبغاړو د ملي لوبـډلې له مشرانو لوبغاړو څخه ډېر څه زده کړل. ستانکزي وويل چې له دې سياليو څخه دوى د زمبابوى او د انټرکانټنينټال سياليو لپاره غوره لوبغاړي ترلاسه کړل.
په پاى کې د کرکټ بورډ رييس نسيم الله دانش او د ولسي جرګې وکيل عبدالقادر ځاځي د ګټونکې لوبډلې مشر نوروز منګل ته د اتلولۍ جام له ١٥٠ زره افغانيو او د کرکټ بورډ اجراييوي رييس شفيق الله ستانکزي او د الکوزي استازي دويم مقام د سپين غر زون کپتان شبير نوري ته کپ او ٨٠ زره افغانۍ ورکړل شوې.