تاند- د هیواد پنځو زونونو په کچه پنځو لوبډلو ترمنځ د شپږیزې سیالیو پایلوبه د مس عینک اتلانو وګټله.

مس عینک اتلانو خپل سیال ټیم د بند امیر ښارمانو ته څلورو ویکټو ماتې ورکړه او د اتلولۍ جام یې خپل کړ.

مس عینک اتلانو، چې پچه یې ګټلې وه، بیټنګ په خپله پیل کړ. دوی د ۶ لوبغاړو د سوځیدو په بدل کې د ۲۱۹ منډې جوړې کړې. د مس عینک اتلانو ته نورعلي ځدراڼ ۵۷ او ګلبدین نایب ۸۵ منډې جوړې کړې. د بند امیر ښامارانو توپ اچونکو لخوا رحمت شاه د سیالې لوبډلې ۳ لوبغاړي وسوځول.

۱ ۱د بندامیر ښامارانو ورکړل شوی هدف (۲۲۰) بشپړ نه کړای شو او د ټولو لوبغاړو د سوځېدو په بدل کې یې ټولټال ۲۰۵ منډې جوړې کړای شوې.

محمد نبي عیسی خیل ۸۸ او عمران جنت ۳۳ منډې جوړې کړې. د مس عینک اتلانو له لوري ګلبدین نایب د سیالې لوبډلې ۳ او مسلم موسی ۲ لوبغاړي وسوځول. د سیالۍ غوره لوبغاړی ګلبدین نایب ونومول شو او د کرکټ بورډ مرستیال اجراییوي رئیس دوست محمد نظري څخه یې خپله ډالۍ ترلاسه کړه.

د لوبې د پای په مراسمو کې د افغانستان اسلامي جمهوریت مالیې وزیر ډاکټر حضرت عمر زاخیلوال، د اقتصاد وزیر عبدالهادي ارغندیوال، په افغانستان کې د هند سفیر امر سینا، د کورنیو چارو وزارت تخنیکي معین مسعود عزیزي، د لوګر والي نیاز محمد امیري، د المپیک ملي کمیټې رئیس فهیم هاشمي، د ولسي جرګې غړو امیرخان یار او صفیه صدیقي، د افغانستان کرکټ بورډ اجراییوي رئیس ډاکټر نورمحمد مراد، د کرکټ بورډ ادارې، یک تلویزیون غړو او د کرکټ مینه والو ونډه درلودله.

1په قبایلي چارو کې د ولسمشر سلاکار وزیر او د افغانستان کرکټ بورډ عمومي رئیس شهزاده مسعود په خپله وینا کې دواړو لوبډلو ته مبارکي ووییله. نوموړي د شپږیزې سیالیو ارزښت او په دغو سیالیو کې د ګډونوالو لوبډلو او نندارچیانو پراخه ګډون ارزښتمن وباله. مسعود له دواړو نوماندانو وغوښتل چې له تفاهم څخه کار واخلي او ځوانانو له روان ناورین څخه وژغوري.

1 1د افغانستان مالیې وزیر ډاکټر حضرت عمر زاخیلوال په خپله وینا کې د کرکټ بورډ دغه ستر ګام وستایه او د لوبو له بریالي پرمختګ څخه یې ستاینه وکړه. نوموړي دواړو لوبډلو ته د مبارکۍ وییلو ترڅنګ د شپږیزې سیالۍ د افغانستان په کچه سترې سیالۍ وبللې او د کرکټ بورډ ادارې ته یې ددغې سترې لاسته راوړنې مبارکي ووییله.

د افغانستان اقتصاد وزیر عبدالهادي ارغندیوال په خپله لنډه وینا کې کرکټ د لاسته راوړنو لوبه وبلله او د کرکټ بورډ ادارې پلانونه یې د کرکټ پرمختیا او په ملي او نړیواله کچه یې د کرکټ لاسته راوړنې د ستاینې وړ وبللې.

د کورنیو چارو وزارت تخنیکي معین مسعود عزیزي د کرکټ بورډ فعالیتونه او په ملي کچه د کرکټ لاسته راوړنې د ستاینې وړ وبللې او دواړو لوبډلو ته یې مبارکي ووییله.

د افغانستان ملي المپیک کمیټې رئیس فهیم هاشمي په خپله وینا کې د کرکټ بورډ ستر ګامونه او په هیواد کې د کرکټ وده بې نظیره وبلله. نوموړي په دغه پرمختیایي بهیر کې د کرکټ بورډ ادارې مدیریت اغیزمن یاد کړ او دغه اداره یې بریالۍ اداره وبلله.

1 1د افغانستان کرکټ بورډ اجراییوي رئیس ډاکټر نورمحمد مراد په خپله وینا کې د شپږیزې سیالیو له بریالي پرمختګ څخه ستاینه وکړه. نوموړي له یک تلویزیون او د سیالیو له ټولو پانګوالو مننه وکړه چې دغه سیالۍ یې په خپل مالي ملاتړ ونازولې. ډاکټر مراد د سیالیو پرمختګ او د ټولو لوبغاړو اغیزمنه ونډه د ستاینې وړ وبلله.

د ولسي جرګې غړي امیر خان یار په خپله وینا کې د کرکټ بورډ اداره په هر لحاظ پیاوړې اداره وبلله او د ټولو لوبډلو لوبه یې وستایله.

د سیالیو غوره توپ اچونکی روښان بارکزی، د سیالیو غوره توپوهونکي نورعلي ځدراڼ، د سیالیو ځوان لوبغاړی حضرت الله او د سیالیو غوره لوبغاړی ګلبدین نایب ونومول شو او له میلمنو څخه یې خپلې ډالۍ ترلاسه کړې.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *