ویښتان مې لږ اوږده شوي وو. خو چې ښونځي ته به تلم نو خولۍ کې مې پټول. یوه ورځ چې ټولګي ته ننوتلم، د یوه دیني مضمون استاد را پام شو. وه یې درولم. خولۍ یې رانه پورته کړه او چې د ویښتانو څوکې مې پر ټنډه راغلې نو په غضب یې وویل: ای بدبخته! ښځو سره مشابهت مکوه. ډیره ګناه ده او بیا یې شنه سهار کې څو لښتې ووهلم .
اوس مې هم هغه استاد او د هغه له غضبه ډکې خبرې کله کله یادیږي. نن بیا را یادې شوي او داسې مهال را یادې شوې چې کله مې د ښځو په مکمل لباس او چادریوو کې د دوه غازیانو عکسونه ولیدل. کاش! هغه استاد سره مخ شم او ترې وپوښتم، زموږ له ځوانانو خو لاره ورکه ده. محمد نعمان دوست