تاند- د پاکستان د مشرانو جرګې د دفاعي کمېټې ريیس مشاهد حسین خبرداری ورکړ چې له ۲۰۱۴ وروسته په افغانستان کې نیابتي (Proxy War) جنګ د پاکستان او هند اړیکې خرابولی شي.
مشاهدحسین، چې د هند او پاکستان د پارلماني دیالوګ په پنځمه غونډه کې خبرې کولې، د دوو هیوادونو ترمنځ د همکاریو غوښتنه وکړه.
نوموړی تېره اوونۍ د پاکستان د مشرانو جرګې د دفاعي کمېټې د پلاوي په مشرۍ د افغانستان د مشرانو جرګې د دفاعي کمیسون له غړیو سره د خبرو لپاره کابل ته تللی و. او له دې سفره وروسته یې خپلې خبرې ډېرې ګټورې بللې وې.
مشاهد حسین وویل:«یوه لویه جنوبي اسیا د یوې نوي جغرافیايي – اقتصادي سیمې په توګه د ظهور په حال کې ده. دا به په سارک هیوادونو پوري محدوده نه وي بلکې چین، برما، ایران او افغانستان به هم پکې شامل وي.دا سیمه باید د انرژۍ، اورګاډو، سړکونو او پایپ لاینونو او همداراز اقتصادي همکاریو په وسیله له یو بل سره وپېل شي.»
د پاکستان د مشرانو جرګې د دفاعي کمېټې ريیس یادونه وکړه چې د دې سیمې ترټولو لوی چلینج په ۲۰۱۴ کال له افغانستانه د امریکا په مشرۍ د نړیوالو ځواکونو وتل دي او دا به پر سیمه بې له شکه اغېز ولري.
مشاهد حسین وویل، دا خورا مهمه ده چې هند او پاکستان د زړه ورو پرېکړو لپاره په خپل منځ کې همکاري وکړي، داسي پرېکړې چې ممکن د خلکو په مزاج لا برابرې نه وي خو ضروري دي.
مشاهد حسین دغه راز وویل:موږ باید په راتلونکې کې په افغانستان کې د نیابتي جګړې د پیلولو تېره تېروتنه تکرار نه کړو او نه د سړې جګړې طرز فکر له سره ژوندی کړو ځکه چې دا مسله د سیمې د ټولو لوبغاړو په تاوان ده.
تر دې مخکې د پاکستان د ملي امنیت سلاکار سرتاج عزیز د دغه هیواد یوه خصوصي تلویزیون ته په مرکه کې ویلي و چې که هند له ۲۰۱۴ وروسته په افغانستان کې د ناټو ځواکونو د تشې د ډکولو هڅه ونه کړه، پاکستان به هم ورته کار وکړي.
سرتاج عزیز وویل، هیواد به یې تر ٢٠١٤ م کال وروسته په افغانستان کې په دې شرط لاسوهنه ونه کړي، چې هندوستان هم په دغه هېواد کې د کومې ډلې ملاتړ او د ځواک د خلا ډکولو هڅه ونه کړي.