مشاهد حسین

تاند- د پاکستان د مشرانو جرګې د دفاعي کمېټې مشر او د صدراعظم نوازشریف سلاکار مشاهد حسین ادعا کړې چې هیواد یې د ۲۰۰۹ کال په انتخاباتو کې د کرزي په ګټه درغلي وکړه.

د پاکستاني ورځپاڼې (دي نیوز) د رابور له مخې، مشاهد حسین ویلي چې پاکستان په دې خاطر په ۲۰۰۹ م کال په خپله خاوره کې د ۳ ملیون افغان مهاجرو رایې د کرزي په ګټه وکارولې چې کرزي ویلي و چې که د امریکا او پاکستان جنګ ونښلي، افغانستان به د پاکستان ملاتړ وکړي.

دا په داسي حال کې ده چې د ۲۰۰۹ م کال په انتخاباتو کې پاکستان مېشتې او ایران مېشتي افغان کډوال له رای ورکولو محروم شول.

د افغانستان د انتخاباتو د کمیسیون د (۱۳۸۷ د دلوې ۱۸) په لیک کې ویل شوي «مختلفې ستونزې؛ لکه د کافي وخت نشتوالی، امنیتي- لوژیستیکي ستونزې، د رای ورکولو د مرکزونو د تعیینولو په برخه کې مشکلات او د بودجې نشتوالی سبب کېږي له هیواده دباندې انتخابات ترسره نه شي. د انتخاباتو خپلواک کمیسیون دغو ستونزو ته په پام پرېکړه وکړه چې له هیواده دباندې انتخابات ممکن نه دي.»

د ۲۰۰۴ م کال په انتخاباتو کې په ایران او پاکستان کې مېشتو افغان کډوالو ته د رای ورکولو حق ورکړای شو.

له بلې خوا کرزي د امریکا او پاکستان د جنګ په صورت کې د پاکستان د ملاتړ خبره د ۲۰۰۹ کال تر انتخاباتو ۲ کاله وروسته کړې وه.

کرزي د ۲۰۱۱ م کال داکتوبر د مېاشتی په 23 مه د پاکستان جیو تلویزیون ته په مرکه کې وویل« خدای مه کړه که چېرې د پاکستان او امرېکا ترمنځ جګړه وشي افغانستان به له پاکستان سره ودرېږي. که چېرې پر پاکستان حمله وشي او د پاکستان خلک د افغانستان مرستې ته ضرورت ولري نو افغانستان به هلته له دوی سره وي.»

مشاهد حسین ویلي، حامد کرزی پوهېده چې د امریکایانو نه خوښېږي، له همدې کبله یې پاکستان ته مخ واړاوه او ښه نتیجه یې هم ترلاسه کړه.

مشاهد حسین همداراز ویلي چې دوی امریکايي چارواکو ته سپارښتنه وکړه چې کرزی هوښیار دی او بې له دې چې خلک په ځان پوی شي، په اسانه یې تېرایستلی شي.

مشاهد حسین په افغانستان کې د امریکا پالیسي ناکامه بللې او ویلي یې دي چې امریکا نه پوهېږي چې په افغانستان کې څه غواړي، یو وار د طالبانو د له منځه وړلو خبره کوي، بیا وايي چې پاکستان دې طالبان خبرو ته حاضر کړي او په عین وخت کې د طالبانو خلاف د جنګ اعلان کوي او ځیني وخت بیا وايي چې له افغانستانه وځي.

5 thoughts on “مشاهد حسین وايي، پاکستان د ۲۰۰۹ کال په انتخاباتو کې د کرزي لپاره درغلي وکړه”
  1. مسخره نه ده، نو څه ده
    درې ملیونه افغانان په پاکستان کې رای ورکوي، نه افغانستان او نه امریکا ورڅخه خبریږي، تاسي فکر کوئ چې سي ای اې په پاکستان کې کینو خوړي او یایې د عم جوس څښل
    اوس چې پاکستان پردې وپوهیدی چې کرزی یې د ستر ګو اغزی دی او یوازنی کس دی چې په افغان کشاله یې سر حلاصیږي، نو یې دا بابو لالي پیل کړي.

  2. دا خو ډېر کنجر خلک دي. دا مشاهدحسین دله او ښځه یې څو ورځې مخکې امریکا ته راغلل او له یو شمېر امریکایي چارواکو سره یې ولیدل چې د پاکستان تت او بدرنګ تصویر ورته روښانه وښیي، هغه تصویر چې په وروستیو میاشتو کې له ترهګرۍ څخه د پاکستان د ملاتړ له امله په نړیواله سطحه جوړ شوی دی او پاکستان پرې منزوي شوی دی خو داسې ښکاري چې څه په لاس نه دي ورغلي ځکه اوس له یوې خوا کرزي پسې د دروغو خبرې کوي او بلې خوا ته امریکایانو ته خوله وراچوي. تر ټولو مهمه دا چې ده خو له افغانانو سره هم خیانت کړی دی ځکه چې د کرزي واک اوږدونه د افغانتسان په ګټه نه بلکه په تاوان وه. که چېرې اشرف غني پخوا واک ترلاسه کړی وای شاید اوس په افغانستان کې کافي اندازه پرمختګ شوی وای. لعنت په آی ایس آی او د پاکستان په پوځ چې ترهګرو ته مالي او تسلیحاتي ملاتړ برابروي او افغانستان پرې ورانوي.

  3. دافغانستان دانتخاباتو دمستقل کميسيون اوخپله زموږ دمعلوماتو پرآساس په 2009 ميلادى کال کى دشته مشکلا تو له کبله په پاکستان اوايران کىافغان مهاحرينو ونه شو کولاى انتخاباتو کى برخه واخلى اودپا کستان په داسى رڼاورځ دپاکستان يو غټ چارواکۍ دومره غټ دروغ وليي نو:دنياوال دووايي چه دپاکستان په کومه خبره څوک باوروکړى؟

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *