تاند- د افغانستان مشرانو جرګې له دولت سره د حکمتیار د اسلامي حزب د سولې د موافقې ملاتړ وکړ او د دې موافقې د ژر تر ژره لاسلیکېدو غوښتنه یې وکړه.

د مشرانو جرګې غړیو په خپله نننۍ /یکشنبه/ غونډه کې د هغو کسانو د نومونو د افشا کېدو غوښتنه وکړه چې د سولې د خبرو په لار کې خنډونه پېښوي.

فضل هادي مسلمیار
فضل هادي مسلمیار

تېره اوونۍ ولسمشر غني خبرداری ورکړ، ویې ویل د هغو کسانو نومونه به له ملت سره شریک کړي چې له اسلامي حزب سره د افغانستان د حکومت د سولې مخالفت کوي. د ولسمشر غني په خبرداري پسې جمعیت ګوند وویل، د حزب او حکومت د سولې په موافقه کې د جمعیت د ملاحظو له منل کېدو وروسته له سولې سره مخالفت نه کوي خو له دې سره سره په ځینو راپورونو کې وویل شول چې اجرايي رييس د سولې د لارې خنډ دی.

د مشرانو جرګې رييس فضل هادي مسلمیار د جرګې نننۍ غونډې ته وویل«د سولې عالي شورا باید د سولې د موافقې په نهايي کېدو کې د ځنډ علت له ملت سره شریک کړي. موږ د سولې د بهیر ملاتړ کوو. له حکومته غواړو څو هغه کسان چې په دې برخه کې غفلت کوي او د خنډ جوړولو هڅې کوي، افشا کړي.»

د مشرانو جرګې یوه غړي سناتور حسن هوتک وویل«که هغوی چې د سولې د موافقې په لار کې خنډونه پېښوي، په خپلو پلانونو کې بریالي شول، د دولت نورې مخالفې وسله والې ډلې به څرنګه سولې ته حاضرې شي؟»

ګڼو نورو سناتورانو هم له حزب اسلامي سره د افغانستان د حکومت د سولې د موافقې ملاتړ وکړ.

فاروق وردک: له حکمتیار سره سوله د فدرالیزم پلویان کمزوره کوي

د افغانستان د پوهنې پخواني وزیر فاروق وردک نن په میدان وردک کې وویل چې د حکمتیار له اسلامي حزب سره سوله به د افغانستان تضعیفوونکي او د فدرالي کېدو ملاتړي کمزوري کړي.

ډاکتر فاروق وردک
ډاکتر فاروق وردک

ډاکتر وردک وویل، له دولت سره د حکمتیار یوځای کېدا به د افغانستان او د افغانستان د مرکزي دولت د غښتلتیا سبب شي.

فاروق وردک ونه ویل چې څوک د افغانستان د فدرالي کېدو غوښتنه کوي خو له حکومت سره د حکمتیار او طالبانو د مخالفت له کبله د افغانستان د موجودیت، یووالي او هویت مخالفان زړه ور شوي؛ تر دې چې په ښکاره په خپلو رسنیو کې د قومونو ترمنځ کرکه خپروي او د افغان او افغانستان د نومونو د متنازع کولو هلې ځلې کوي.

جاوید فیصل: د سولې موافقه نهايي شوې ده

د اجرايي ريیس یوه ویندوی جاوید فیصل نن وویل چې د سولې موافقه نهايي شوې ده او ژر به د دواړو خواوو له لوري لاسلیک شي.

جاوید فیصل
جاوید فیصل

ښاغلي فیصل په خپله فېسبوکپاڼه کې لیکلي چې د سولې عالي شورا به له حکمتیار سره د دولت د سولې د موافقې جزییات ژر اعلان کړي.

پرون د سولې د عالي شورا سرچینو تاند ته ویلي و چې د سولې موافقه نهايي شوې او د یکشنبې په ورځ /نن/ به لاسلیک شي. خو اوس دا سرچینې وايي چې د سولې موافقه به غالباً روانه اوونۍ لاسلیک شي.

One thought on “مشرانو جرګه: باید د سولې په لاره کې خنډ اچوونکي افشا شي”
  1. مونږ ښه پوهیږوچې څوک سوله نه غواړي۰هغه نامسلمانه ابلیسان، پردي پاله ، د ایران او تاجیکیستان غلامان۰ هغوې دې له افغانستانه نوروځي د دوی ځاې دلته نه، په جهنم کې دې۰

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *