تاند، یکشنبه، د قوس ۱۷مه: د مشرانو جرګې مشر فضلهادي مسلمیار په قطر کې د سولې د مذاکراتو د بیا پیل په اړه ویلي، تر هغو چې افغان حکومت په کې شریک نه شي، د سولې له پروسې ملاتړ نه کوي.
فضل هادي مسلمیار دا خبره نن د مشرانو جرګې په عمومي غونډه کې کړې او زیاته کړې یې ده تر هغو چې رسمي بین الافغاني مذاکرات پیل نه شي، د امریکا او طالبانو د مذاکراتو ملاتړ نه کوي.
مسلمیار همداراز ټینګار کړی د سولې په هغه پروسه کې چې افغان حکومت او خلک ناخبره وي نه شي کولی چې په هېواد کې امنیت او ثبات راولي: (( د جګړې اصلي طرفونه حکومت او طالبان دي، باید د دوی تر منځ خبرو ته لار جوړه شي، له دې پرته به د قطر ناستې د ۲۰۰۱ کال د بن د غونډې په څېر وي، چې مشکلات به حل نه کړي.))
د مشرانو جرګې مرستیال محمد علم ایزدیار هم وايي چې د قطر د سولې په مذاکراتو کې دوه ستونزې دي: (( لومړۍ یې دا چې امریکا په دې مذاکراتو طالبانو ته سیاسي مشروعیت ورکوي، بله دا چې ټاکل شوې د طالبانو او امریکا اوربند وشي، خو د دې اوربند په نتیجه کې به زموږ د ملکیانو مرګ ژوبله زیاته شي.))
ایزدیار زیاته کړه د سولې په مذاکراتو کې هر ډول رامنځته کېدونکی اوربند باید عمومي وي، که داسې ونه شي، په وینا یې چې افغانانو ته به داسې سوله زیان جوړ کړي.
دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو ویاند سهیل شاهین وايي، تېره ورځ یې له امریکايي لوري سره په دوحه کې مذاکرات رسما پیل شوي دي او نن هم دا مذاکرات روان وو.