مشرانو جرګې د یکشنبې ورځې په ناسته کې له افغان ولسمشر وغوښتل، چې د ټاکنو کمېسونونو کې د سمون راوستلو لپاره د غوراوي جرګه ګۍ لغوه کړي.

د مشرانو جرکې غړي وايي، چې د ملي شورا دواړو جرګو د دې کمېټې د کار او صلاحیت په هکله د ولسمشر تقنیني فرمان په پرېکند اکثریت سره رد کړی، ځکه له دې وروسته د دې کمېټې کار قانوني نه دی.

د غوراوي جرګه ګۍ ایجاد او فعالیت هم د ملي شورا له لوري غیر قانوني بلل شوی او په دې تړاو یې د ولسمشر دویم فرمان هم ردکړی دی.

د مشرانو جرګې غړی حسیب الله کلیمزی وايي،  د غوراوي جرګه ګۍ او د هغې د کار دوام د افغانستان د اساسي قانون خلاف ده.

د هغه په خبره، که افغان ولسمشر د ټاکنو کمېسونونو کې د سمون راوستلو لپاره د غوراوي کمېټه نه لغوه کوي، نو په دې معنا ده، چې د افغان ملت استازو او قانون جوړوونکو ته درناوی نه لري.

که څه هم دې جرګه ګۍ د ټاکنو کمېسونونو په هکله څو میاشتې کار وکړ، خو ملي شورا یې ناقانونه بولي او ولسمشر ته استولي وړاندیزونه یې هم بې باوره بولي.

له تېرو ولسمشري ټاکنو وروسته د ولسمشر غني او اجراییه رییس عبدالله عبدالله ترمنځ د ملي وحدت حکومت د جوړېدلو په بهیر کې د ټاکنو خپلواک کمېسون او ټاکنیزو شکایتونو کمېسون کې د سمون راوستلو لپاره د غوراوي کمېټه هم جوړه شوه.

د غوراوي کمېټې غړو هم د تېرې شبنې په ورځ افغان رسنیو ته وویل، چې د ملي شورا له دغه اقدام وروسته یې خپلې چارې درولې او د خپل کار د دوام لپاره د ولسمشر نوي دریځ ته سترګې په لار دي.

د ملي شورا له لوري د ولسمشر د فرمانونو ردېدلو د ټاکنو کمېسیونونو له تادوه هرکلي سره مخ شوي او ویلي یې دي چې، ډير ژر به د راتلونکو پارلماني ټاکنو کره نېټه اعلان کړي.

One thought on “مشرانو جرګه د ټاکنو غوراوي جرګه ګۍ د اساسي قانون خلاف بولي”
  1. فکر کوم چی افغانستان ورو ورو د قانونیت خواته د پرمختګ ګامونه اخلی او له جنګسالارانو ، ټوپکسالارانو ، زورواکانو او سرتمبه ګانو سره د خدای پامانی وخت رارسیدلی دی.
    د یوی پرمختللی افغانی ټولنی په لور چی هلته قانون په ټولو باندی یو ډول او مساوی تطبیق شی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *