تاند- د مشرانو جرګې غړیو نن په خپله غونډه کې د پخواني ولسمشر حامد کرزي په وروستیو څرګندونو انتقاد وکړ، ویې ویل چې کرزي د طالبانو ملاتړ کړی دی.
حامد کرزي په یوه مرکه کې ویلي چې طالبان خپل خلک دي، د خپلې خاورې د نیولو لپاره له بهرنیو پوځیانو سره جنګېږي نو حق لري چې د افغانستان د خاورې یوه برخه یې په کنټرول کې وي.
د مشرانو جرګې یو شمېر غړیو د حامد کرزي دا څرګندونې غیرمنطقي او غیرعقلاني وبللې او د ده دا استدلال یې چې طالبان افغانان دي – حق لري چې په افغانستان کې له مېشتو نړیوالو ځواکونو سره وجنګېږي، رد کړ.
د مشرانو جرګې یوه غړي فرهاد سخي وویل، د خلکو استازو له پخواني ولسمشره د داسي خبرو تمه نه لرله.
د مشرانو جرګې غړي نظر محمد فقیري د حامد کرزي دا څرګندونې د نوموړي لویه تېروتنه وبلله او هغه یې غیرمسوولانه وبللې.
یوه بل سناتور ښاغلي صدیقي وویل، د حامد کرزي له دې خبرو داسي ښکاري چې ده د خپل حکومت په ۱۴ کلونو کې له طالبانو سره ارتباط درلود او د طالبانو ملاتړ یې کاوه.
سناتور فیصل سمیع وویل د پخواني ولسمشر یعني هغه څوک چې ۱۴ کاله یې د افغانستان مشري کړې، د افسوس وړ دي.
ده د کرزي څرګندونې د هغو سرتېرو د اولادونو په حق کې جفا وبللې چې له طالبانو سره په جګړه کې وژل کېږي.
د مشرانو جرګې ښاغلو سناتورانو ښاغلو فرهاد سخی، نظرمحمد فقیری، صدیقی اوفیصل سمیع ته وایم، ځمونږ یومتل دی وایی، شیخ فریده پټه خوله دیی بهتری ده. نو ورونوغلی په خپلو کورونو کی دبچیانو سره کښینی، ځمونږ او ستاسو سنا توری یوڅه وخت وروسته په خلاصیدو ده، نه به را سره بیا ساتونکی یا باډیګارد وی، اونه به مو څوک دفاع اوساتنه کوی.
ښاغلو سناتورانو دغه خبری می ځکه در ولیکلی چه نن سبا سیاست په بدلیدو دی، ښاغلی کرزی په هر څه ښه پوهیږی، دامریکا اوکرزی مشوره اوخبره یوه ده، نو تاسی مینځته مه رادانګۍ، داسی نه چه تاسو یا بچیان موسبا دمشکل سره مخامخ شی.
بیا هم وایم سیاست نور بدل شویدی، حزب اسلامی مخکی اوطالیبان ورپسی دی، په یاد ولری چه طالیبان ډیر ژر راتلونکی دی، اودطالیبانو په راتلو کی دامریکا اوځینو افغانانو مشوری سرته رسیدلی دی.
دآمریکا پروژه نوره په افغانستان کی پای ته رسیږی، ځکه امریکایان دمختلیفو وجوهاتو له کبله نور په افغانستان کی علاقه اودلچسپی نلری، بله داچه دامریکا خلکو خپل حکومت مجبوره کړیدی چه افغانستان ته نور دپای ټکی کیږدی.
هغه څه چې کرزي نن ویلي، همدا نني خون جوشه به یې هم کال دوه وروسته ووایې
د روسانو په هکله د ډاکټر نجیب وروستۍ خبري هم کارمکلیانو کفر بللي، خو اوس زیاتره چپیان ناري وهي چې نجیب هوشیار سړی و