د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکه ادارې  تاند ته په استول شوې خبرپا ڼه کې وویل د افغانستان اسلامي جمهوري دولت مشرانو جرګې د یوې لېدنې په ترڅ کې، د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې مسوولین، په سیمه ییزه حکومتوالۍ کې د شفافیت، خدمت ګذارۍ او ټول شمولوالي ارزښتونو د پلي کولو په برخه کې د کړیو هڅو او فعالیتونو له امله وستایل.

 د مشرانو جرګې رییس فضل هادي مسلم یار، په محلي کچه  د دولت د ټولو چارو او برنامو د هماهنګۍ او مشرۍ له امله د سیمه ییزو ارګانونوله خپلواکې ادارې مننه وکړه او وېې ویل ، چې دا مهال په سیمه ییزه کچه د دحکومتوالۍ بهیر ښه شوی او د دې ادارې په توجه به لا بهتر شي. نوموړي د یادې ادارې د مشرانو ستاینه وکړه، چې ځوان او کار پوه کادرونه یې د ادارې پر مهمو بستونو ګومارلي دي.

د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې د پالیسۍ او تخنیکي چارو معین دکتور فرید ماموندزي، د خلکو او حکومت نژدې کول، په محلي کچه د دولت د ټولو فعالیتونو همغږي کول او د رڼې، حساب ورکونکې او پراخ بنسټې حکومتوالۍ رامنځته کول، د خپلې ادارې د لرلید اساسي اصول وبلل. نوموړي زیاته کړه، چې د مشرانو جرګې دا تشویق به یې د همکارانو روحیه لا پیاوړې کړې.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *