د افغانستان د مشرانو جرګې له لوري نن د افغانستان کرکټ اداري مشرانو ته د ښو کړنو له امله او د ۱۹ کلنو لوبډلې لوبغاړو ته د برياو له امله مډالونه ورکړل.
دغه پروګرام د ليندۍ په ٤مه، د مشرانو جرګې په عمومي تالار کې ترسره شو، چی د مشرانو جرګې رييس فضل هادي مسلميار د افغانستان کرکټ بورډ کړنې بې سارې وبللې او د افغانستان ۱۹ کلنو لوبډلې ته يي په اسيايي لوبو کې د اتلولۍ او نړيوال جام ته د لارموندنې مبارکي ورکړه او دایی د هیوادوالو لپاره ستروياړ وباله .
هغه زياته کړه چې د هېواد الف لوبډلې ترڅنګ ۱۹ کلنو لوبډلې هم پاکستان څخه د لوبو لړۍ وګټله او په اسيايي لوبو کې يوازې يوې لوبډلې چانس درلود چی نړيوال جام ته ولاړه شي چی هغه هم د هېواد لوبډلې دا وياړ خپل کړ .
د مشرانو جرګې رييس په راتلونکي کې هم د افغانستان کرکټ بورډ ادارې او لوبډلو ته د لازياتو برياوو هيله څرګنده کړه.
د افغانستان کرکټ بورډ عمومي رييس شهزاده مسعود د مشرانو جرګې څخه مننه وکړه چی تل يې د افغانستان په لاسته راوړنو دوى يې هڅولي دي.
هغه په دې وروستيو کې د افغانستان کرکټ د ټولو لاسته راوړنو مبارکي د مشرانو جرګې مشر فضل هادی مسلميار او نورو استازو ته وويله.
نوموړي زياته کړه چی د مشرانو جرګې پدې تشویقي پروګرام به زمونږ د اداره به خپل مسؤلیتونه لا ډیر کړي او د هیواد لپاره تر دې ډیرې د پام وړ هلې ځلې وکړي.