مشرانو جرګې فېروزالدین فېروز او وحید عمر لویې څارنوالۍ ته معرفي کړل

تاند، پنجشنبه، د ثور ۱۱مه: د مشرانو جرګې نن د عامې روغتیا وزیر او د کورونا پر ضد د اطلاعاتو د دولتي کمېټې پخوانی مشر وحید عمر د راڼه حساب نه ورکولو په تور څارنوالۍ ته معرفي کړل.

مشرانو جرګې ویلي، د عامې روغتیا وزیر فېروز الدین فېروز او د ولسمشر لوی سلاکار وحید عمر د کورونا پر ضد مبارزه کې د شویو مصرفونو په اړه د ځواب نه ورکولو له امله لویې څارنوالۍ ته معرفي شوي دي.

تاند ته د مشرانو جرګې د شکایتونو کمېسیون غړي ګل احمد عظیمي وویل، دوی څو ځلې د عامې روغتیا وزیر او وحید عمر وروغوښتل چې حساب ورکړي، خو دواړه حاضر نه شول: (( خلکو د کورونا پر ضد مبارزه کې د پیسو په لګښت نیوکې لرلې نن مو دوی بیا راوغوښتل خو رانغلل او قانون ته د سپکاوي په جرم مو څارنوالۍ ته معرفي کړل.))

 دا په داسې حال کې ده چې تر اوسه ۲۷ میلیونه افغانۍ یوازې د کورونا پر ضد تبلیغاتي مبارزه او شاوخوا ۲ میلیارده افغانۍ ولایتونو ته د کورونا پر ضد د طبي جګړې لپاره مصرف شوي دي په داسې حال کې چې د کورونا پېښې ورځ تر بلې په زیاتېدو دي.

که څه هم تر اوسه نړیوال بانک له افغانستان سره د کورونا پر ضد مبارزه کې ۱۰۴ میلیونه، اروپايي ټولنې ۱۲۸ میلیونه، د پیسو نړیوال صندوق ۲۲۰ میلیونه او امریکا ۱۸ میلیونه ډالر مرسته اعلان کړې ده او ولسشمر غني هم د عامې روغتیا وزارت صلاحیتونه د دغو پیسو په لګولو کې زیات کړي دي، خو لا ولس په دې اړه د شفافیت په برخه کې قانع شوی نه دی.

دمګړۍ په هرات کې د کورونا د سل بستریز روغتون نوې جوړه شوې وداني وسایل نه لري، ګڼ ولایتونه د کورونا د تشخیصیه کیټونو له نشتون څخه شکایت کوي، په هرات کې د لګول شویو پیسو حساب نه شته، ګڼو ولایتونو کې یو ترموز په ۵ زره او یو چپرکت په ۳۲ زره افغانۍ اخیستل شوی دی او په لویو ښارونو کې بې وزلانو ته هم ۴ نیم کیلو غنم ورکول شوي دي خو ددومره ډېرو پیسو د لګښت حساب چا ملت نه دی ورکړی.

One thought on “مشرانو جرګې فېروزالدین فېروز او وحید عمر لویې څارنوالۍ ته معرفي کړل”
  1. د افغانستان د مشرانو جرګه غواړی چه په دغه اساس وخت کی، د ښاغلی وزیر صاحب او وحید عمر صاحب وخت په هاغه دغه او ما ویلو او تا ویلو خبرو تیر او ضایع کړی.
    د مشرانو جرګه فنی او مسلکی خلک نلری، ځکه په دې اساس کرونایی او اوبایی عاجل وخت کی دوی دوه خاص او مهم خلک په دې خاطر غواړی چه مونږ ته هله ژر دکورونا مصارف راکړی.
    د افغانستان عزتمندو خلکو تاسی فکر وکړی آیا دا وخت د مصارفو دی ؟ او که دا وخت ځمونږ د خلکو لپاره د عاجلی روغتیا دی.
    وزیر او عمر ځما د مریظانو د روغتیا غم وخوری او که ستاسو د قیصو؟

    وزیر او عمر ځما د مریظانو د روغتیا لپاره دوایی او وسایل واخلی او که ستاسو د فرمایش؟

    آیا مشرانو جرګی دا فکر کړی چه وزیر او عمر ځما د مریظانو د روغتیا لپاره شپه او ورځ بوخت دی، نه سم خوب لری او نه سمه ډوډۍ؟
    په ټوله نړی کی د کورونا غم، او دپیسو عملی مصارف شروع دی، هلته به هم سهوی، او دپیسو داستعمال پوښتنه کیږی، خو هغه خلک پوهه دی، د اوبا په جریان کی دغه منفی خبری نکوی، خپل دکورونا مسولین نه خفه کوی، بلکه هغوی ته افرین وای، او هره شپه ۸ بجی د دوی د زړورتیا او مورال په خاطر ټول نفوس چک چکی او لاسونه پلقوی.

    مګر برخلاف ځمونږ مشران غواړی چه ځمونږ هغه خلک چه شپه او ورځ ځمونږ د مریظانو روغتیا پالنه وکړی، اوس یی هغوی لویې څارنوالۍ ته معرفي کړی دي.
    مونږ نه وایو چه حساب او کتا ب دې ونشی، خو اوس یی وخت نه وه او نه دی، دغه کار د اوبا دختمیدو څخه وروسته شوی وای. نه په اوسنی بهرانی حالت کی.
    د دې معنی داده چه د مشرانو جرګه غواړی په لوی لاس ځمونږ د مریظانو په روغتیا کی ځنډ، مړینه او لویه تباهی راولی.
    بل غټ تاوان دادی چه نړی وال هیوادونه د دغی پریکړی وروسته شاید چه د کورونا په باره کی خپلی مرستی بندی کړی او یا یی وځنډوی، ځکه نړی وال وای چه د مشرانو جرګی پریکړه دا معنی لری چه دلته د کورونا په باره کی شفافیت نلری.
    د دې ټولو ناخوالو مسولیت دهغه چا په غاړه دی چا چه په مشرانو جرګه کی دغه غږ پورته کړی وی او دی.
    د افغانستان خلک وای د مشرانو جرګه دی د کورونا دمصارفو موضوع وروسته کړی. په اوس وخت کی د برق په میلونو افغانی غلا شوی دی، مثلا ښاغلی دوستم، ظاهر قدیر، محقیق او ملا تره خیل سره دې د برق د مصارفو حساب وکړی.

    والسلام

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *