فضل هادي مسلمیار - د مشرانو جرګې رييس

تاند، یکشنبه، د حمل ۱۰مه: د کورونا له امله په کابل کې د قرنطین حالت له اعلان وروسته مشرانو جرګې هم خپلې غونډې ځنډولې دي.

مشرانو جرګې اعلان وکړ چې د اضطراري کمیټې لخوا د کورونا ویروس د خپریدو د مخنیوي او په کابل کې د ترافیکي محدودیتونو د لګولو د پلان په تعقیب دوی هم خپلې غونډې ځنډولې دي.

مشرانو جرګې د دې پلان په ملاتړ ویلي، کابل کې په تګ راتګ د بندیز له حکومتي پریکړې سره سم جرګه هم خپلې غونډې ځنډوي او د اړتیا په صورت کې به غیر معمولي ناستې ترسره کړي.

مشرانو جرګې همدارنګه له دولت او طالبانو څخه وغوښتل چې په دغه بحراني بیړني حالت کې اوربند ټینګ کړي او د جګړې پرځای دې مهم تاریخي پړاو کې د خپلو هیوادوالو د ژغورنې لپاره ګړندي ګامونو اخیستلو ته راوړاندې شي.

جرګې همداراز له طالبانو غوښتي چې تر خپل نفوذ لاندې سیمو کې دې د روغتیایي ادارو کارمندانو د فعالیت اجازه ورکړي.

دا مهال په افغانستان کې د کورونا ۱۱۷ مثبتې پېښې ثبت شوي چې ۴ کسه ترې مړه شوي او ۵ نور روغ شوي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *