ودان روښان  

په داسې حال کې چې په ټوله نړۍ کې میلیونونه پښتانه د پښتون تحفظ یا پښتون ساتنې غورځنګ ملاتړ کوي، ټوله نړۍ خبره شوې، د زمانې له غوښتنې سره سم لوی شور او ژوږ جوړ دی خو د عوامي نیشنل گوند مشران په ولي باغ کې راټول او سلامشوره کوي چې د پښتون تحریک ملاتړ وکړي او کنه؟

داسې ښکاري چې یا خو دروند مشر اسفندیار ولي خان لاهم د فیل په غوږ کې بیده دی او پر دې نه پوهېږي چې قوم څه غواړي؟ او یا خو لاهم له ای اس ای او پر هغې پورې تړلیو اداره دومره ویرولی چې نه شي کولی د خپل قوم ترڅنګ و درېږي.    

داسمه ده چې په ښکاره خو د پښتون ساتنې غورځنګ له پښتنو سره روان ظلم او زور زیاتي، په وزیرستان کی د پاکستاني پوځیانو په لاس  ۶۰،۰۰۰ کسانو وژنې، ۳۲،۰۰۰ نورو تري تم کېدنې چی ۱،۴۰۰ ښځې هم په کې دي، د پښتنو ۱۷۰،۰۰۰ کورونو ورانولو، د قبایلي سیمو په هره کوڅه کې د چیک پوسټونو جوړولو چې ځایي خلک سپکوي، د نړیوالو ترهګرو پر ځالو د پښتنو سیمو بدلولو او له دغه قوم سره ډول ډول زور زیاتي او ظلم په غبرګون کې راپورته شوی خو دا هم باید له یاده ونه باسو چې دغه ټول علت نه بلکې انګېزې دي.

په حقیقت کې دا د ډېورنډ کرښې داوړو غاړو ته د ویشل شوي پښتون ولس غږ، غوښتنه او هڅه ده چې په بېلابېلو بڼو او جبر له امله خفکۍ شوی و. دا د شلمې پېړۍ په پای او ۲۱ پېړۍ لومړیو کې د ازادي، انسانیت او هویت له پاره د ملتونو ویښتیا هغه یون یوه برخه ده چې له مخې یې د خیځې اروپا او نورې نړۍ ملتونو پیل کړی و چې ډېرو یې د کمونیزم په نوم استعماري ځغ له اوږو وغورځاوه، په زور او جبر ویشل شوي ملتونه بېرته سره یوځای او د خپلې خوښې انساني ژوند یې پیل کړ.  

د بېلګې په توګه د شلمې پېړۍ اتیایمې لسیزې په پای کې د ختیځې اروپا د کمونیست ګوندونو دیکتاتوري چې د شوروي سیوري لاندې وو او هم د برلین دیوال چې د سړې جګړې له امله رامنځته او جرمني یې پر دوو برخو ویشلی و ړنګ کړای شول. دغه راز، پر شوروي د کمونیست ګوند واکمني چې فردي او تولنیزې ازادۍ یې له منځه وړې وې د خلکو اعتراض له امله ړنګه او هم هغه ځینې نور غیر روسي ملتونه چې د شوروي اتحاد په نوم د روسيې تر ښکېلاک لاندې راووستل شوي وو ازاد شول. هغه وخت هم د پخواني شوروي اتحاد چارواکو هڅه وکړه چې ددغه بهیر مخه ونیسي ان د وخت ولسمشر میخایل ګورباچف پر ضد د ناکامې کودتا هڅه هم وشوه خو په دغه عمل سره نه یوازې د ازادي غوښتنې بهیر مخه ډب نه شوه بلکې دغه بهیر یې ګړندی هم کړ او لامل یې داو چې دوی د وخت غوښتنې سمې نه وې درک کړې نو ځکه خو یې د پېښو قیضه له لاسه ووته. په کار خوا دا وه چې د ډېورنډ کرښې دواړو غاړو پښتانه هم هماغه وخت راپورته، له دغه کاروان سره یوځای او د استعمار کرښه یې له منځه وړې وای خو د پنجابي استعمار رنګارنګ نیرنګونو ددغه بهیر مخه ډب کړې وه او له بله پلوه پر افغانستان د شوروي سرو لښکرو تېري او د پنجابي استعمار په دسیسه کې د ډېورنډ کرښې دا غاړه ولس دومره ځپل شوی و چې له یوې خوا یې ددغه ډول غږ پورته کولو توان نه درلود او له بله پلوه په تنظیمي انډوخر کې داسې راګېر و چې ځان ترې هېر شوی و.

له هغه راوروسته هم پنجابي استعمار د پښتون قوم یووالي او انساني ژوند ته د رسېدو مخنیوي په موخه له ټولې نړۍ بې وطنه ترهګر د پښتنو سیمو ته راټول او د ډېورنډ کرښې دواړو غاړو ته یې د جګړې داسې اور بل کړ چې له یوې خوا یې نړۍ ته د ترهګر په توګعه د دغه قوم ور پېژندلو هڅه کوله او له بله پلوه یې د ترهګرۍ پرضد مبارزې په نوم د هغمدغه قوم ځپلو او له هغه د خپل هویت هېرولو په پار له امریکا څه باندې ۳۳ میلیارده ډالر هم واخیستل خو نه یوازې د ترهګرۍ پر ضد یې هیڅ ډول اقدام ونه کړ بلکې ترهګري یې نوره هم پیاوړې کړه.  اوس چې دغه نور دغه چلول کار نه کوي ځکه اوس دډېورنډ کرښې دواړو غاړو ته پروت ولس راویښ شوی او نور د پردیو په جنګ د خپلو بچیانو وریتېدو، د بل په خوښه او ګټه د خپل کور کلي ورانولو اجازه نه ورکوي او په ټوله کې د ډېورنډ کرښې دواړو غاړو ته د پراته ولس برخلیک په اړه بې توپیره نه شي پاتې کېدی ځکه چې دا د وخت او زمانې غوښتنه ده، اوس مشرانو ته به کار ده چې له دغه بهیر سره همغږي او له ځان غوښتنې او شخصي ګټو تېر شي له دې پرته به د زمانې له کاروانه دومره بېرته پاتې شي چې بیا به یې څوک نوم هم نه اخلي. بله دا چې دوی دې دغني خان بابا هغه شعر هم په یاد ولري چې وایي:

ارمان ده غیرتي چې عجیبه دې سودا وکړه

د خپلې حیا غل شوې له خپل کوره دې غلا وکړه

چې شپه شوه د معراج تا دې ټیزونو دوعا وکړه

چې وخت دې خندا راغی تا شروع په ژړا وکړه

اوس نو چې شپه د معراج راغلې، اوس چې لمر په راختو دی، اوس چې د باچا خان او د ازادۍ د لارې نورو سرښندونکو خوبونه په رښتیا کېدو دي، زه باوري یم چې که نن باچا خان ژوندی وای د پښتون ویښتیا له دغه خوځښت سره به مل شوی وی ځکه د هغه یوازینۍ هیله دپښتون ولس ویښتیا او خپل برخلیک په خپله ټاکل وه نو ځکه خو د باچا خان لمسي او نورو پښتنو مشرانو ته بویه چې د ډېورنډ کرښې دواړو غاړو ولسونو برخلیک په اړه بې توپیره پاتې نه شي او د زمانې غوښتنه په سمه توګه او نه هم د عوامي نشنل ګوند پر غړو مارشلا ولګوي دا ځکه چې په دې سره خپله زیان کوي او د پښتون ولس پر روان یون هیڅ راز منفي اغیز نه شي کولی.    

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *