کندهار، ښکلی ښار د پنجشنبې په ورځ د پاکستان له چمن ښار څخه د ملاآغا په قومانده په وینو کې ولمبید.
مخابروی زیګنالونو د ازبات کړه چې د دې برید قومانده په داسې حال کې هغو اورپکو ته ورکول کیږی چې د چاودیدونکو توکو نه ډک موټر یې د کندهار د پولیس قومندانۍ په دروازې کې چاودنې ته چمتو کړی ووـ مخابروی زیګنال لومړی د پیښې شپول ته رسي او بیا له همدې شپول نه قومانده ورکول کیږی چې ( اور!).
په پایله کې زموږ۱۶تنه هیوادوال شهیدان او۹۵ تنه هم ټپیانیږي.
داپه داسې حال کې ده چې دامریکایی ټولواک استازی خلیلزاد اودطالبانو دمشرانو تر منځ ګواکې دسولې په هکله خبرې جریان لری . ددې خبرو نه افغان ملت په څرګنده ډول خبرنه دی ، دا ګنګ حالت دامانا ورکوی چې دواړه لوری دخپلو ګټو په قصه کې دی ، نه دافغان ولس دبرخلیک په قصه کې .
افغان ولس په ککریو کې اوس دا پوښتنې را پیدا شوی دي ؟
لومړۍ؟ آیادطالبانوددوحې مشران، د خپلوهغو ځانمرګیو اووحشی ډلونه خبر دی چې پاکستان ورته د بریدونو لارښوونه کوي، او دوی بیا له ډاره د پاکستان تر شا پټیږي.
دوهم : دا پوښتنه هم راولاړیږی چې طالبان په څو ډلو ویشل شوي، ځکه هغه د پخوا په شان تریوې قوماندې لاندې نه دی، ځکه ددوی مشرانوپه وروستی ناسته کې ویلی وو چې موږبه وروسته له دې ملکی کسان نه وژنو(هغې احصاییه چې د بشری حقونو بنسټونو سره شته وایی چې طالبانو له ۲۰۰۴کال راپه دې خوا د ۴ لکه افغانانوته مرګ ژوبله اړولې ، اوپه همدې موده کې یې ۲۲۰۰امریکایانوته هم مرګ ژوبله اړولې )، اوس پورته احصایې ته په کتو سلیم عقل داسې پوښتنه کوی چې آیا د طالبانو دښمن افغان ولس دی که امریکه ؟او دا یې هم لابله چې حاضر نه دی افغان ولس سره خبرو ته کینی خو امریکې سره چې ډالر ورکوي مخامخ خبرې کوی.
داسې غښتلې انګیرنې راپیداشوی چې د طالبانو په یوه لاس کې د افغان وژنې ساتور او په بل لاس کې یې د سولې سپین بیرغ دی یا دا چې په یو لاس کې یې دسولې په نوم د هغې کفترې ګوډاګی دی چې پوست یې دکفترې خو دننه یې د جګړې بوم ( کونګ) پکې پټ شوی ؟
فاصلحوبین اخویکم – دخدای امر دی ، راځې چې سوله وکړو!
عبدالرووف لیوال
lival sahib salamoalikum;this AL LAH SAID (( LETS DO PEACE BETWEEN SALEHEEN.))
but ISI DON,T SAY THAT/talibs listen to ISI .THAT MEAN NOT LISTEN TO AL LAH(j)
THANK YOU