د مشرانو احترام او په کشرانو شفقت یو د بل لپاره لازم او ملزوم دي. که کشرانو د مشرانو احترام وکړ، نو خامخا به مشران په کشرانو شفقت کوي.

د کشرانوبرکت دی، چې په ټولنې کې مشران لرو او همدا مشران دي چې کشران ترې پيدا دي.

که په یوې کورنۍ کې مشران (نیکه، نیا، پلار او مور) په درانده نامه یادوو او د دوی احترام کوو. دلیل یې ښکاره دی، چې لمسیان او اولادونه یې زیږولي او د دوی د مشرتوب یو اصلي لامل د همدوی پیدا کول دي، که دوی ( اولادونه) نه وي، دوی(د کورنیو مشرانو) ته هېڅوک پلار او نیکه نه وایي او مشري یې خپل ارزښت له لاسه ورکوي او دوی ته بیا مشر نه شو ویلای.

د کورنیو کشران دی، چې مشران لرو، نو مشران باید خپل حق ادا او په کشرانو شفقت وکړي او دوی ته دې په احترام قایل وي.

د کشرانو خبرو ته باید غوږ کیږدي او دغه کشران د اینده ورځې مشران دي، په دې کشرانو کې د عقل او پوهې په لحاظ مشران هم لرو، چې دخپلو کورنیو د ځینو مشرانو نه د پوهې په لحاظ کشران نه بلکې مشران ورته ویلای شو، نو د کورنیو کشرانو ته باید د خبرو کولو حق ورکړو او نظرونه یې باید واورو.

د عوامو برکت دی، چې په ملک کې ریس جمهور لرو او ټولنیز نظام مو پر مخ روان دی، نو د ولس په عزت باید د یوې ټولنې مشر پوه شي او خپل احترام د کشرانو په شفقت کې پیدا کولای شي.

په یوې ډېرې لویې دشتې کې چې خک نه وي، هلته به نظام نه وي، نه به مشر وي او نه به کشر وي، نه به احترام وي او نه به شفقت وي.

د هندوانې زړی دی، چې لویه، غټه او پخه هندواڼه ترې لاس ته راځي، که زړی نه وي، نو هندواڼه نشته.

د امو زړی دی، چې وکرل شي، لویه ونه شي او په منونو منونو امونه ترې لاس ته راځي.

تاسو خو هندواڼه او امونه خورئ، خو د پیدایښت، خوند، رنګ او د مزې برکت یې یوازې او یوازې زړی دی. همدا زړي دي چې میوې ترې لاس ته راځي.

رښتیا هم په کورنیو کې دمشرانو د عزت او احترام عوامل یې خپل اولادونه او کورنۍ دي، که دوی مشران دي، نو د کشرانو برکت دی.

استاد الفت وايي: ( ته نه یې خبر چې په یوه دانه او په یوه څاڅکي کې عالمونه پراته دي. څه شی چې ته وړوکی ګڼې هغه لوی دی، ته ونه لویه ګڼې هغه په یوه زړي کې ده، تاته زړی وړوکی معلومیږي، په هغه کې لویه ونه ځای شوې ده، دغه غټه هندواڼه چې ګورې کال ته نشي پاتې کېدای او عمر یې ډېر لږ دی. دغه د هندواڼې کوچنی زړی تا ته هر کال تازه هندواڼې درکوي، د زړي قیمت له هندواڼې نه لږ نه دی.)

هو! د مشرتوب او کشرتوب تر منځ دغه شان تړاو شته دی او هېڅ کوچنی ټول عمر په یو حال نه پاتې کیږي، نننی کوچنی د سبا ورځې مشر دی او د نن ورځې مشر به بله ورځ نه وي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *