تاند- مشرف محکمې ته نه شي حاضرېدای. د ده وکیلان وايي چې نوموړی د زړه پر ناروغۍ او ذهني فشارسربېره ۷ نورې ناروغۍ هم لري.

خو د مشرف د دوسیې څارنوال ناروغي پلمه بولي، وايي چې مشرف ځان په روغتون کې پټ کړی دی.

مشرف روغتون ته تر تګ مخکې ویلي و، که پوهېدای چې د غدارۍ تور به پرې پوري کېږي هیڅکله به پاکستان ته نه و راغلی.

ویل کېږي چې په فېسبوک کې په لکونو جعلي لایکونو مشرف تېرایست او په دې هیله یې پاکستان ته ستون کړ چې خلک یې پراخ ملاتړ کوي او ممکن د انتخاباتو له لارې صدراعظم شي.

دا هم ویل کېږي چې پوځ د مشرف محاکمه ځان ته سپکاوی ګڼي ځکه یې په خپل پوځي روغتون (د قلبي ناروغیو انستیتیوت) کې هغه بستر کړی دی.

د مشرف پر تورونو د غور ځانګړې محکمې د روانې اوونۍ په پیل کې ویلي و چې د دغه روغتون د مشر راپور ته انتظار باسي.

خو د دغه پوځي روغتون مشر په خپل راپور کې ویلي چې مشرف د زړه پر ناروغۍ سربېره اووه نورې ناروغۍ هم لري.

حکومت هڅه کوي چې نوموړی د نوازشریف پر خلاف د کودتا په خاطر د خیانت په تور محکوم کړي خو داسي ښکاري چې پوځ نه غواړي یوه جګپوړي جنرال ته یې سپکاوی واوړي، له همدې کبله مشرف پوځي روغتون ته پناه وړې ده.

2 thoughts on “مشرف د زړه پر ناروغۍ سربېره ۷ نورې ستونزې هم لري”
  1. دادووس له ډاره په روغتون کی ځان پټ کړی ده ولی په هرصورت دا دله اوډارن جنرال باید محاکمه شی اوپه دار وځړول شی ترڅو دپاکستان داستخباراتی اداری اواردو نور ډارن جنرالان په راتلونکی کی له خپل وطن اوخپلو ګاونډیانوسره خیانت اوزیاتی ونکړی

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *