تاند- د پاکستان د کورنیو چارو وزیر اعلان وکړ چې د دغه هیواد د پخواني پوځي ولسمشر پروېز مشرف پرخلاف د غدارۍ یا خیانت پر دوسیې به سر له سبا /دوشنبې/ غور پیل شي.

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر چودري نثارعلي خان نن په یوه خبري غونډه کې وویل: د جون په شپږویشتمه نېټه د سترې محکمې په سپارښتنه پلټونکي پلاوي د نوومبر په شپاړسمه حکومت ته د خپلو څېړنو راپور ولېږه.

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر په وینا حکومت د راپور له ارزونې وروسته پرېکړه وکړه چې د متقاعد جنرال مشرف پرخلاف دې د قانون د شپږم بند پراساس د غدارۍ دوسیه جوړه شي.

ده دا هم وویل چې حکومت به سبا د سترې محکمې رييس ته یو لیک ولېږي او په ترڅ کې به یې غوښتنه به وکړي چې د مشرف د قضیې د څېړلو لپاره یو درې کسیز کمیسیون جوړ کړي.

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر د مشرف په وړاندې د حکومت د اقدام د دفاع په ترڅ کې وویل چې اوسني حکومت په خپله پنځه میاشتنۍ دوره کې داسي هیڅ کار نه دی کړی چې د غج اخیستو ښکارندوی وي.

تحقیقاتي ډله به د مشرف د ۲۰۰۷ میلادي کال د نوومبر د درېمې نېټې د اقداماتو په اړه شواهد راټول کړي.

سترې محکمې د مشرف د ۲۰۰۷ میلادي کال د نوومبر د درېمې نېټې اقدامات غیرقانوني بللي او هغه یې له غدارۍ سره مترادف ګڼلي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *