تاند—د پاکستان پخواني پوځي واکمن پروېز مشرف اعتراف وکړ چې د ده حکومت افغانستان ته د ګوزار ورکولو لپاره له طالبانو څخه د وسیلې په توګه کار اخیست او ملاتړ یې کاوه.

پاکستاني ورځپاڼې ډان د (ګارډین) په حواله په یوه راپور کې وویل، متقاعد جنرال مشرف د ملېشو (طالبانو) په وسیله په افغانستان کې د نیابتي جګړې د پای ته رسېدو غوښتنه وکړه.

ښاغلي مشرف اعتراف وکړ، کله چې د پاکستان دولتمشر و، پاکستان د افغانستان د پخواني ولسمشر حامد کرزي حکومت ته د ګوزار ورکولو هلې ځلې کولې ځکه چې کرزي د هند ملاتړ کاوه چې پاکستان ته زیان اړوي.

خو مشرف اوس وايي، وخت بدل شوی او اوس پکار ده چې د افغانستان له ولسمشر محمد اشرف غني سره بشپړه همکاري وشي.

د ده په باور ولسمشر غنی په سیمه کې د سولې لپاره وروستۍ هیله ده.

مشرف وویل «د ولسمشر کرزي په موده کې، هو، په دې کې شک نشته، ده غوښتل چې پاکستان ته زیان واړوي او له همدې کبله موږ د دوی (افغانستان) د ګټو خلاف کار کاوه. ښکاره ده چې موږ د خپلو ګټو ساتنه کوله.»

مشرف زیاته کړه«خو اوس ولسمشر اشرف غني راغلی او هڅه کوي چې په افغانستان کې انډول رامنځته کړي. موږ باید له ده سره بشپړه همکاري وکړو.»

مشرف همداراز وویل «ښاغلي غني له واک ته رسېدو وروسته په لومړیو میاشتو کې هڅه وکړه چې له پاکستان سره اړیکې ښې کړي. ده نه یوازې له هند څخه د وسلو د اخیستلو معامله فسخه کړه، بلکې د افغانستان ختیځ ته یې ځواکونه ولېږل چې د پاکستاني ضد عناصرو پر ضد عملیات وکړي. له بلې خوا پاکستان ته د روزنې لپاره د ۶ تنو افغان پوځي زده کوونکو رالېږل د دوو هیوادونو ترمنځ د همکاریو د زیاتولو څرګنده نښه وه.»

مشرف دا هم وویل چې پاکستان په ۲۰۱۰ کال د افغان امنیتي ځواکونو د روزنې وړاندیز کړی و خو پخواني افغان ولسمشر موافقه ونه کړه.

مشرف وویل چې په پاکستان کې هم نیابتي جګړه روانه ده چې هند یې ملاتړ کوي خو دا هم حقیقت دی چې په افغانستان کې د نیابتي جګړې ننګه پاکستان کوي.

ده وویل چې باید دا دواړه جګړې ودرول شي.

طالبان د آی ایس آی له لوري جوړ شول

مشرف د خپلو خبرو په دوام کې وویل چې طالبان له ۲۰۰۱ کال وروسته د پاکستان د استخباراتي ادارې (آی ایس آی) له لوري بېرته تنظیم او په وسلو سمبال شول.

ده د دې علت دا وباله چې د کرزي په حکومت کې د غیرپښتنو او هند پلوو عناصرو واک زیات و.

مشرف تر دې پخوا هم په ځلونو د افغانستان د حکومت په وړاندې د طالبانو جګړه په دولت کې د پښتنو د حضور له کموالي سره تړلې خو عملاً د وسله والو طالبانو جګړې، چې د مشرف په باور د پښتنو له محرومیت سره تړاو لري، تر ټولو زیات پښتانه ځپلي، پښتانه یې له زده کړو، بیا رغونې، پرمختګ او عادي ژونده محروم کړي دي.

ډېری افغان شنونکي د طالبانو روانه جګړه د پښتنو د کمزوره کولو لپاره بولي څو د افغان دولت ستنې کمزورې او محوه شي. له همدې کبله مشرف وايي:

«په زغرده وایم، موږ په یوې ‌ډلې پسې ګرځېدو چې د پاکستان پر ضد د هند د اقداماتو مقابله وکړي. همدلته د استخباراتو کار نتیجه ورکړه. استخباراتو له طالبانو سره تماس ونیوه. بې له شکه دوی په تماس کې ول. او باید هم وای.»

4 thoughts on “مشرف: له طالبانو څخه مو د افغانستان پر ضد کار واخیست”
  1. له پخوا مو باور درلود چې د ببر سرو سپږنو ټاليبانو جنګ جهاد نه بلکې د مشرف د ګټو جنګ دی، ټاليبان د مشرف سپيان دي او د آی ايس آی د په امر افغانان وژني خو آفسوس چې زمونږه ځينو بې شعوره او له حقيقه ناخبره ولس يې هم خبره بدرګه کوله او اوس يې هم طرفداري کوي. الله ج په قرآن پاک کې فرمايلي دي: بسم الله الرحمن الرحيم.
    .وَتَعَاوَنُوا عَلَى الْبِرِّ وَالتَّقْوَىٰ وَلَا تَعَاوَنُوا عَلَى الْإِثْمِ وَالْعُدْوَانِ وَاتَّقُوا اللَّهَ إِنَّ اللَّهَ شَدِيدُ الْعِقَابِ
    الله ج فرمايې تاسې په نيکۍ کې د يو و بل مرسته وکړئ په بديو کې يې مه کوئ..
    خو له بده مرغه چې زمونږ د ولس يوه برخه په پټو سترګو د ټاليب تر شاه دريږي.
    خدایه زمونږ سياسي شعور ژوندی کړې

  2. دوی به کله پوهېږي
    هرڅوک يې د کانډمو په شان استعمالوي خو دوی لا اوس هم خپل ضد ته اړم دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *