تاند- د پاکستان پخوانی پوځي دیکتاتور پروېزمشرف وايي، که امریکايي پوځیان له افغانستانه ووتل نو دا هیواد به د پاکستان او هندستان د نیابتي جګړې پر میدان بدل شي.

مشرف له بلومبرګ رسنۍ (ورځپاڼې، ویبپاڼې او تلویزیون) سره په مرکه کې ویلي «که امریکايي پوځیان له افغانستانه ووتل، په دې هیواد کې د نیابتي جګړې تمه ولرئ، یقیناً په دې خبره سل په سلو کې باور وکړئ.»

مشرف په ۱۹۹۹م کال د نوازشریف پر حکومت کودتا وکړه او له ۸ کاله پوځي حکومت وروسته په ۲۰۰۸ م کال له واکه لېرې کړای شو.

د مشرف د واکمنۍ په مهال افغان طالبان، چې له جګړې یې لاس اخیستي وو، په پاکستان کې د پوځ او استخباراتو له لوري په جبر او رضا بیا تنظیم او افغانستان ته واستول شول.

 مشرف په دوبۍ کې په خپل مجلل اپارتمان کې له بلومبرګ سره په مرکه کې وویل چې پاکستان د افغانستان د ۱۷ کلنې کشالې سوله ییز حل غواړي خو ده پر هند تور پورې کړ چې له افغانستان څخه په پاکستان کې د بېلتون غوښتونکو د ملاتړ لپاره کار اخلي.

مشرف له واک څخه تر لېرې کېدو وروسته په مرکو کې په زغرده ویلي چې پاکستان په افغانستان کې له نیابتي ځواک څخه، چې اشاره یې طالبانو ته وه، د خپل لوی ګاونډي هند پر ضد کار اخیستی دی.

مشرف وویل، پاکستان په افغانستان کې د هند نفوذ ویني او هند باید له افغانستانه ووځي.

دی وايي که امریکايي پوځیان له افغانستانه ووځي هند او پاکستان به په دې هیواد کې د سیالیو ډلو ملاتړ پیل کړي او نیابتي جګړه به زور واخلي.

«وضعیت به د طالبانو د واک د مهال په شان شي؛ د شمال ټلوالې او طالبانو ترمنځ به جنګ وي او پاکستان او هند به په نیابتي جګړه کې سره ښکېل وي.»

بلومبرګ وايي، د هند د بهرنیو چارو وزارت د مشرف د څرګندونو په اړه له څه ویلو ډډه وکړه خو هند تل پاکستان د افغانستان او هند په کورنیو چارو کې په لاسوهنې او په دواړو هیوادونو کې د یاغي ډلو په ملاتړ تورن کړی دی.

مشرف په خپلو پخوانیو مرکو کې څو ځلې اعتراف کړی چې پاکستان د طالبانو ملاتړ کوي.

مشرف، چې په خپل هیواد کې په جنایتونو تورن دی، وايي چې په لنډ وخت کې خپل هیواد ته نه ځي.

ده د ځان خلاف جنايي دوسیې په سیاسي انګېزه وبللې.

One thought on “مشرف وايي، که امریکايي پوځیان ووتل، افغانستان به د نیابتي جګړې په میدان بدل شي”
  1. زاغ زندہ باد! پرویز پہ دوبی کی لکہ حکمت خلیل کرزی چی د امریکی او روس پہ تکر باندی خبری کری وایی دہ درکجا ودرختان در کجا؟
    کلہ چی د بھر نیو چارو د وزارت خبری کوو کم لہ کمہ باید پہ کورنیواوبھرنیو دپلماسیو کی پہ کافی اندازہ مھارت ولرو،شخصیت او اھلیت یی ھم دوھم فاکتور دی
    پرویز خان ھم عین سندرہ دہ کوم توپیر نہ لری کلہ لہ یوہ سورکی او کلہ بیا لہ بل سورکی سر را باسی
    لافی دی او مرکزی دی
    معلومیزی چی پرویز مشرف او حامد کرزی حافظہ نہ لری دنن خبرہ یی سبا پہ یاد نہ وی دی متقاعد و زور او رانو خو پہ بھرنے رسنیو کی دیر ی مرکی کری چی یو شمیر پہ انتر نت او خینی یی پہ کتابونو کی لیکل شوی
    تنور گرم دی ھر خوک زغالہ ورولی

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *