تاند- د پاکستان پخواني پوځي واکمن پروېزمشرف وویل، که داسي خبر وای چې د غدارۍ تور به پرې لګېږي نو خپل هیواد ته به نه و راغلی.

مشرف د پاکستان ایکسپریس نیوز خصوصي تلویزیون ته وویل:«په دې مې فکر نه و کړی چې پر ما به د خیانت تور لګېږي.»

ده دا هم وویل چې له ځان سره یې سمه پرېکړه نه وه کړې چې پاکستان ته ستون شو.

محکمې مشرف د قانون د سرغړونې په خاطر په خیانت تورن کړی او د جنورۍ په لومړۍ نېټه یې د خپل تور د سپینولو لپاره جلب کړی دی.

له مشرف څخه وپوښتل شول چې که له حکومت سره د یوې معاملې پراساس له هیواده ووځي نو ایا تیار دی چې دا کار وکړي؟ ده وویل؛«په دېرو ځایونو کې دا خبره کېږي، څوک یو څه او څوک بل څه وايي، څوک وايي چې لاړ شه، زه نه غواړم په دې اړه څه ووایم… خو داسي کار به ونه کړم چې خلک ووايي وتښتېدم ځکه زه داسي نه یم روزل شوی. وبه ګورم چې ما ته څه وړاندیز کېږي.»

ده دا هم وویل چې غواړي ازاد واوسي، په خپله خوښه د لیکچر ورکولو لپاره بهرینو هیوادونو ته سفر وکړای شي او بېرته خپل هیواد ته راشي.

مشرف هیله څرګنده کړه چې محکمه به له عدالته کار واخلي.

تر دې مخکې مشرف د ځان پرخلاف د غدارۍ د تور په اړه ویلي و چې دا تور له ده سره د دښمنۍ پراساس لګول شوی دی.

مشرف فرانس پریس خبري اژانس ته ویلي و چې د دې تور په خاطر ټول پوځ خوابدی دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *