تاند- د پېښور چاپ مشرق ورځپاڼې د پولیسو د چارواکو په قول راپور ورکړ چې د دغه ښار د صدر سیمې ته نژدې د افغانانو په یوه ښوونځي کې په ښکاره زده کوونکي «جهاد» ته هڅول کېږي.
د ورځپاڼېئ له مخې ګوره قبرستان ته نژدې په سید جمال الدین افغان ښوونځي کې د ښوونکو له لوري زده کوونکي تشویق کېږي چې د بهرنیانو پرضد«جهاد» وکړي.
د پولیسو یوه چارواکي سیف الله رسنیو ته وویل، څو ورځې مخکې وسله والو موټرسایکل سپرو د ټاون په چنار روډ (واټ) کې پر یوه خصوصي روغتون (ایم ایس ایف) د لاسي بمونو برید وکړ چې په نتیجه کې یې د روغتون ساتونکی ټپي شو او ودانۍ ته یو څه زیان واوښت.
د ده په وینا له دې پېښې وروسته پولیسو د څېړنو په ترڅ کې د معلوماتو پراساس په ارباب روډ کې مېشت افغان زده کوونکی حامد د رمضان زوی ونیوه. نوموړي د تحقیقاتو په لړ کې پولیسو ته وویل، ګوره قبرستان ته نژدې د افغانانو په یوه ښوونځي کې ځیني ښوونکي د رخصتۍ په مهال زده کوونکي جهاد ته هڅوي او دا هم ورته وايي چې په پېښور کې پر بهرنیانو بریدونه وکړي.
د پولیسو چارواکي سیف الله د نیول شوي افغان له قوله ادعا کړې چې نوموړي د خپلو استادانو په تشویق په ټاون کې پر خصوصي روغتون د لاسي بمونو برید کړی و.
د پاکستان په مدرسو کې له تېرو څه باندې دېرشو کلونو راهیسي زده کوونکي په افغانستان کې «جهاد» ته هڅول کېږي او د راپورونو له مخې په ډېرو مدرسو کې حتي پوځي زده کړې هم ورکول کېږي خو په وروستیو کې د پاکستان له لوري روزل شویو د جهاد مخه د جهاد روزنځای ته اړولې ده.
د پېښور پولیس وايي چې د سید جمال الدین افغان ښوونځي دوه استادان یې هم نیولي خو دوه نور افغانستان ته تښتېدلي دي.
پولیس د نیول شویو ښوونکو نومونه تاج الدین حقاني او صبا ګل ښودلي دي. د پولیسو په وینا دا کسان له کومې څرګندې سخت دریځې ډلې سره تړاو نه لري بلکې یوه نوې ډله ده چې په پېښور کې بهرنیان په نښه کوي.
چی دبل کورورانه وی خدای به دی خپل کور په خپله وران کړی
..مه کوه په چا چي وبه شي په تا