پوځ کې هغه اتل او زړور سرتېري دي چې تل یې سر په لاس کې نيولی او د دښمن په لوري منډې وهي. دوی هغه څوک دي چې د نورو خلاف چې له ځانمرګي تښتي دوی د ځانمرګي په لور منډې وهي، هغه په غېږ کې اخلي او له انګړ يې بهر غورځوي، خو له بده مرغه چې نن همدا پوځ د چارواکو له لاسه له ستونزو سره مخ دی.

که د ملي پوځ پلوي ونشي، ارزښت ورنه کړل شي، ستونزې يې اوارې نه شي او له هر پلوه يې ژوند ته پام ونه شي، نو ولسمشر او ولسکشر دواړه دې پوه شي چې د دوی د دې ناپامۍ ګټه به يوازې او يوازې دښمن ته رسېږي او بس.

پوځ تل د دولت له مخالفينو سره مخامخ جګړه کوي، تاسيسات ساتي، د ولس دفاع کوي او تل يې قربانۍ ورکړې دي، خو له بده مرغه چې له تلف کېدو وروسته بیا د دوی کورنۍ در په در ګرځي، نه يې دولت په غم کې وي او نه يې څوک چيغه اوري، موږ د پوځ ډېری سرتيري ولیدل چې له معيوبیت وروسته يې سوالګري پيل کړه، موږ د سرتېرو ډېرې کونډې ولیدې چې چا يې پلو لیدلی نه و خو د خپل اتل د له لاسه ورکولو وروسته يې د يوې مړۍ ډودۍ له پاره هر چاته لاس اوږد کړ، خو دولت يې يوه ورځ هم پوښتنه ونه کړه چې د اتل سرتېري کونډه او يتيمان يې څه خوري او څه څښي، کور يا خېمه د اوسېدو له پاره لري کنه، ایا وطن پالنه همدې ته وايي؟

زموږ په ډېرو حملو کې چې په دولتي ادارو کېږي له هر لوري مخالفين په ګټه کې دي، دوی هم په حملو کې سرتېري او عام خلک وژني، هم دولتي تاسيسات په ټپه دروي، د دوی تر ټولو لویه ګټه بیا داده چې په دولت کې له فساد او نه عدالت هم ګټه اخلي، دولت کميسيون وټاکي پرته له دې چې عدالت پلی کړي، داسې کسان هم بند ته لېږي چې هغوی په پوره مېړانه جنګېدلي وي، خو زور او زر نه لري، په واسطه مقرر شوی نه وي او تل يې په خپله دنده کې مېړانه ښودلې وي، ان تر دې چې د دندې له کبله يې د خپلې لور په واده کې هم برخه اخيستې نه وي.

له بلې خوا په پوځ کې ژبنی تعصب دومره لوړ شوی دی چې ډېری سرتېري د همدې ژبني تعصب له کبله د اردو ليکې پرېږدي او د مخالفينو ليکو ته اوړي، دلته اوس يوازې زورواکي چلېږي، ولسواکي تش شعار او تش په نوم ده، ډېری سرتېري د ړندو سترګو د تعصب ښکار شوي دي، که دې چارې ته پاملرنه ونه شي، له خورا لویو ستونزو سره به مخ کېږو.

نو ولسمشره! ولسکشره او هر بل چارواکيه، همدا پوځ دی چې تاسې ژوندي ياست، همدا پوځ دی چې ستاسې واکمني چلېږي، نو هيله ده د اتل سرتيري ژوند ته پام وکړﺉ او عدالت پلی کړﺉ.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *