عمر د الله تعالی لوی نعمت دی، باید ښه استفاده ورنه وشي.
وخت او عمر په تېرېدو دی، نن په سبا، سبا په بل سبا په همدې ډول کلونه تېرېږي.
هر انسان باید پوهه تر لاسه کړي، چې دنیوي او اخروي ژوند ته پرې خدمت وکړي.
د انسان عمر باید د هغې د پوهې او عقل په نظر کې نیولو سره مقایس او پرتله شي نه د عمر په لحاظ .یعنې ځینې کسان د عمراو ځینې بیا د پوهې په لحاظ مشران دي، د پوهې مشرتوب څو مرتبې د عمر د مشرتوبه بهتره دی.
که چېرې یو کس ۱۵ کلن وي، خو پوهه او استعداد یې د ۳۰ کلو کس په اندازه وي، په حقیقت کې ددې عمر باید ددې د پوهې پر مقیاس په نظر کې ونیول شي. او که چېرې د یو کس عمر د ۳۰ کلو وي، خو پوهه یې د ۱۵ کلوکس په اندازه وي، په حقیقت کې دا ۱۵ کلن دی.
زموږ ځینې مشران دي، چې د عمر په لحاظ مشران او سپین ږيري دي، خو د پوهې په لحاظ کشران ورته ویلای شو. عمر بې ځایه تېرول پورته مفهوم لري.
د انسان ژوند د کار، خدمت، پوهې او تحول لپاره دی.
اسمایلز وایي: (د انسان ژوند د کړنو له مخې شمېرل کېږي، نه د کلونو له مخې.)
مشرتوب او مشري باید د پوهې پر بنسټ مستحقو کسانو ته ورکړو، نه دعمر، واسطو، پیسو او يا د ځینو القابو پر بنسټ.
یوه ورځ مې په یوه ارګان کې د یو کس نه پوښتنه وکړه: مشران چېرته دي؟ هغه وویل: د پوهې پر معیار مشران غواړې او که د عمر پر لحاظ، هغه چې سپین ږيري دي اویا لوړ لوړ القاب لري، دوی دعمر په لحاظ مشران دي او د علم په نظر کې نیولو سره دوی کشران دي.
د دې د خبرو په اوریدلو په دې پوه شوم، چې د پوهې لپاره معیار پالنه او معیار ټاکنه د عمرپورې اړه نه لري، بلکې د پوهې پورې اړه لري.
د الله تعالی څخه غواړم، چې زموږ په ملک کې هم د پوهې لپاره یو ښه معیار وټاکل شي.