غلام احمد بلور

تاند- د عوامي نشنل پارټۍ یوه مخکښ مشر وویل چې د هارون بلور په وژلو کې د طالبانو تحریک نه بلکې کورنیو عناصرو لاس درلود.

غلام احمد بلور، چې د هارون بلور تره هم دی، وویل، د ده وراره په یوه دسیسه کې، چې کورنیو عناصرو پکې لاس درلود، ووژل شو.

د ډان نیوز د راپور له مخې، بلور ټینګار وکړ چې د جولای په ۱۰ نېټه د پېښور په یکه توت سیمه کې د عوامي نشنل ګوند په غونډه کې انتحاري برید د پاکستاني طالبانو له لوري نه دی شوی.

د عوامي نشنل ګوند په انتخاباتي غونډه کې د هارون بلور په ګډون ۲۱ تنه ووژل شول او ۶۲ نور ژوبل شول.

د هارون بلور پلار هم په ورته ډول په انتحاري برید کې وژل شوی و.

غلام احمد بلور، چې اوس ۷۸ کلن دی، ټینګار کوي؛ ګڼ شواهد او دلایل لري چې ورڅخه باتېږي چې د جولای د لسمې حمله تروریستي ډلو نه وه پلان کړې، بلکې یو شمېر نورو په دې حمله کې لاس درلود.

ده ونه ویل چې له نورو څخه یې منظور څه دی خو عوامي نشنل ګوند او د پاکستان ډېر نور ګوندونه په دا ډول پېښو کې د پاکستان پوځ او آی ایس آی په مستقیم ډول نه یادوي ځکه چې پوځ انتقاد او تور نه شي زغملی.

بلور په عین حال کې وویل«موږ له هیچا نه بېرېږو، خپلو سیاسي فعالیتونو ته به دوام ورکړو. ژر به د هارون بلور پر ځای د پېښور د ۷۸ انتخاباتي حلقې (حوزې) لپاره بل کاندید ونوموو.»

د نشنل عوامي ګوند پر غونډې د حملې مسوولیت پاکستاني طالبانو په غاړه واخیست خو ویل کېږي چې د پاکستاني طالبانو په منځ کې مختلفې ډلې شته چې ځینې یې د پاکستان له استخباراتو سره تار لري او په عین وخت کې پاکستاني طالبان د داعش په شان د هرې هغې حملې د مسوولیت منلو ته تیار دي چې بله ډله یې په غاړه نه اخلي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *