نعمت الله صدیقي
مشر د عمر له پلوه داسې او دومره مشر هم نه دی، لکه څنګه چې یې دا د مشرولۍ اکټونه او ځانګړنې خپلې کړي دي، بس خو د خدای ورکړي طبعیت چاره ده، کنه هغه د چا خبره په دومره درنې تنې لا ځان څنګه وړي، ملګري، یاران، استادان، درسونه، کاروبار او فرهنګي هلې ځلې خو یې داسې مصروفیتونه دي، چې نه یوازې مصروفیتونه دي، بلکې په دې ټولو کارونو کې د مشرۍ او مشروټۍ چارې نه ګپ دی او نه د هر چا د وس کار، هغه هم په داسې انداز چې په سلو او زرو کې دې یو هم ستا په اخلاص، رښتینولۍ او دیانت شک نه کوي بلکې ميشر دې بولي، ملګري یې د مشر په کليمې کې د میم او شین ترمنځ (یې) ځکه ورکوي، چې د مشر د اولسوالۍ سرخرود خلک د پوهاند زیار صاحب په حواله چغتایي فارسي ژبې دي او د دوی په پښتو ویلو کې اکثر دا ډول (یې) او یا نری غوندې زير محسوسېږي. دوی پښتو د هغه نورو فارسي یا دري ژبو په څیر نیمچه پښتو نه وايي؛ خو داسې یو نیم ځای که یې وايي د کندهاریو په ژبه “د مور یې شېدې سه” د دوی د خلکو د مړي او ژوندي عجبه اتفاق دی، زموږ دا فرهنګي مشر هلته په کور، کلي کې هم مشر دی او اورېدلي مې دي، چې هلته هم خلک پر ده راټول دي؛ نو چې اوس هم مشر نه ورته وایې سړی پرې بد ښکاري.
د ننګرهار د ورستیو ادبي او فرهنګي هلو ځلو او بدلونونو تر شا که یې د فکر او فن د خورا رښتیني اسلوب اثرات نه وي؛ نو د ځوانو جذبو له انګيرنو او د فعالو ځوانانو رامنځته کول او له استخدامولو څخه یې د چا څه او څه هم انکار نه شي کولای، د ختیځ ادبي بهیر ملګرو شاید د همدغه ظرف او شخصیت شناسۍ له مخې د ټولو ادبي، غونډو، سمینارونو، مشاعرو او لمانځغونډو واګي دته سپارلي وي، پر هیڅ مصلحت، زور او زر یې سترګه نه سوزي، داسې کومه ماضي نلري، چې د راتلونکې وېره دې ترې وشي، دا اوس اوس چې د ادب او فرهنګ په نامه د چاروک وهنې کوم بیزنس ګیم په جم و جوش روان دی، مشر ترې مستثنا ځکه ده، چې یو ځل یې راته په قسميه ویل چې که د ژبې او ادب نسبت ورسره نه کېده؛ نو د ډېرو فرهنګي مکارو ویکي لیکس به مې درته خپور کړی و. په ریاستي حواله له دولتونو سره کار کول کوم غیر فرهنګي عمل نه دی؛ خو په اوسنیو دولتونو کې د پخوانیو دربارنو چمونه یا تقلید کول بېخي کفر دی، او س د ادب او فرهنګ زمان و مکان او دربار هغه نه دی، کوم چې پيړی پيړی پخوا و، خو زموږ ځینې ښاغلي داسې فکر کوي، چې حتی له ادب او فرهنګ سره په نسبت یې سړی شکمن شي، د مشر د څو خاصیتونو څخه مې یو دا هم بیخې ایډیال خاصیت خوښ دی چې د دغه ډول دربار ترکونې او ځانساتنې خیال ورسره دی.
که په لومړي ځل ورسره مخامخ شوې او پېژندګلوي دې ورسره نه وه، د خپل ملایم طبعیت له مخې به درته داسې ښکاري، چې د پخې یارنې شک به درواچوي، هیڅ داسې به احساس نه کړې چې د کلونو یار دې نه دی، خو که معامله برعکس وه، نو پوه شه چې د اکاډمۍاو یا دپوهنتون کوم غړی دې لېدلی دی، ځکه دی دومره هم ځانته عالم نه وايي چې له علومو دې یې هر وخت پر طبعت بوج وي او د نورو ذوقي خلکو مزاجونه دې خشن کړي، بلکې شاعر سړی دی پر همدغه شاعرانه مزاج ژوندی دی.
غصه نه لري یا له ښه مرغه موږ سره دغسې دی، اکثر نورمال وي، کنه د شعر مزاج یا کهتارسس له فشار کم حالت نه دی، چې که سړی پکې په ډېر بې سوره حالت نه وي؛ نو نورمال حالت یې هم چندان حالت نه دی، بې تکلفۍ ښایست ورکړی دی، هر وخت مسک، نرم خو په عین وخت ګرم روغبړ او توده غېږه، جار و قربان یې داسې خاصیت دی، چې سړی یې باید د ټولنیز او کامل سړیتوب لپاره ارمان وګرځوي، سکڼۍ تور لونګین رنګ، پر غټو غمبرو توره وریژي ږېره، وړوکی پکول او څادر، لوړه او دنګه مظبوطه تنه، غوڅې غوڅې خبرې او کله کله پخې او درنې غورې او بیا پسې په بړق بړق خندا یې له شخصیت سره داسې خوند کا چې ته وا طبعیت د ښکلا د تناسب تعریف درته کوي، ځکه ښکلا همدغسې یو موزون او تناسبي ترکیب دی، چې د حسن ارزښت پر بېلا بېلو پیمانو درته اندازه کوي.
سنګین او ارام خوی خو یې داسې دی، چې کلونه کلونه به دې ورسره تېر شي؛ خو د خوابدۍ او زړه بدوۍ شکایت نه درته کوي او نه یې چندانې په ښه زړه درنه اوري، تسبې چې نن و صبا دانشورانه سټایل ګرځېدلی مشر سره بدې نه ښکاري، بلکې قلم ویشنه هم ورسره پالي.
لیکوالي خو مې یې نه ده تر سترګو شوې البته د پوهنتون د چیپټرونو په اړه مې وخت نا وخت داسې خوندور زرګري لیکچرونه څخه اورېدلي چې که لیکوالان يې پرې خبر شول، لیکوالي خو لا څه کوې چې ولاکه لوستوالی ته به یې لا زړه وشي، شاعري هم کوي؛ خو په بنیادي توګه د نظم شاعر دی، له نظمونو یې معلومېږي چې شعر او نظم ته یې په زوره مخه نه دې کړې؛ بلکې شعري او نظمي کیف دی له ځان سره اخیستی او شاعري يې پرې کړې ده، کلونه وړاندې یې کومې د سندرو ملکې ته په مخطبه کتاب هم چاپ کړی و، تر هغې ورسته یې طبعي ده، چې شاعري کړې ده؛ خو لکه چې بیا یې چاته د تجربې تکرار نه کوي.
په ژوند کې مې د ده په څېر نرم او د معقول ذهن خاوندان چې هم د ژوند پر نعمتونو رضا وي او هم د نصیبونو پر ویشنه خوښ وي، ډېر کم لېدلي، ښايي همدا علت وي، چې ژوند راته په داسې خلکو ښکلی او ښکلي خلک راته په داسې ژوند ښایسته ښکاري.
هو!! ضیاالدین همت مل مې د فکر او فن ترڅنګ د ژوند د یو څو تودو او سړو ملګریو څخه ځکه دی، چې که مبالغه یې نه بولئ؛ نو هغه د صاحب شا صابر مرحوم بیت شاید همدا زموږ د څو ملګرو په اړه ښه صدق کوي:
دا یو څو یاران که نه وای زه به نه وای
زما ژوند خو دا یو څو خواږه یاران دي

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *