تاند نیوز ډیسک: پاکستان کې د افغانستان لوی سفیر عاطف مشعل خبرداری ورکړی چې د مذاکراتو مېز ته د افغان حکومت له ورګډولو پرته د سولې خبرې نتیجه نه شي ورکولی.

مشعل د پاکستان په کوربه توب د مري سولې افغاني غونډې په اړه ویلي، څو ورځې وړاندې دغې ترسره شوې غونډې ته ورغلی و، خو دا ګډون یې غیر رسمي وو.

نوموړي زیاته کړې، دغې غونډې ته د افغان حکومت رسمي پلاوی نه دی ورغلی خو دوی د سولې د هرې هڅې هرکلی کوي.

عاطف مشعل ویلي، افغانستان کې دا مهال منتخب حکومت دی او د سولې هر ډول خبرې به د افغان ولس له ملاتړ پرته هیڅ نتیجه ونه لري.

مشعل ویلي، د دوحې په مذاکراتو کې افغان حکومت ته د طالبانو په خوښه ځای نه دی ورکړل شوی، خو بیا هم د امریکايي او افغان چارواکو تر منځ د معلوماتو تبادله کېږي او دواړه لوري د سولې په یوه ګډه تګلاره روان دي.

دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان د وروستۍ افغاني غونډې په اړه له دې کبله شکونه زیات شوي چې ولې اسلام اباد د سولې غونډې ته افغان حکومت او طالبان ونه غوښتل او یوازې خپل پخواني ملګري مجاهدین یې سره په یو ټغر راټول کړي وو.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *