تاند- د کرکټ نړیوالې شورا د پنجشنبې په ورځ اعلان وکړ چې مشهور روزونکی ډف وټمور به د افغانستان، آیرلنډ، سکاټلنډ او متحده عربي اماراتو له ټیمونو سره د کرکټ د نړیوال جام سیالیو ته د تیاري په برخه کې مرسته وکړي.

ټاکل شوې ده چې د کرکټ د پنځوسو اورونو یا یو ورځنۍ نړیوالې سیالۍ راتلونکی میلادي کال په استرالیا او نیوزیلنډ کې وشي.

وټمور به، چې پخوا د کرکټ د نړیوالې شورا د بشپړو غړیو هیوادونو لکه بنګله دېش، پاکستان او سریلانکا د ټیمونو روزونکی پاتې شوی، د افغانستان،  آیرلنډ، سکاټلنډ او متحده عربي اماراتو له روزونکو او لوبغاړو سره مرسته کوي چې د ۲۰۱۵ کال نړیوالو سیالیو ته ځانونه تیار کړي.

0 thoughts on “مشهور روزونکی وټمور افغان ټیم نړیوال کپ ته چمتو کوي”
  1. وایټمور یو د پیاوړو روزونکو څخه دی الله دې وکړي چې افغان لوبغاړی ترې خه ګټه پورته کړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *