حیات ګردېزی

تاند- مشهور ولسي سندرغاړی حیات ګردېزی د نن /پنجشنبه/ زړه د سکتې په اثر وفات شو.

د یو شپېته کلن حیات ګردېزي، چې د افغانستان د هنرمندانو د ټولنې مشر هم و، ناببره پر زړه حمله راغله او وروسته له دې چې روغتون ته ورسول شو، همالته یې سا پرې کړه.

حیات ګردېزی په ۱۳۳۳ لمریز کال د پکتیا ولایت په احمد اباد ولسوالي کې دنیا ته سترګې رڼې کړي او په اتلس کلنۍ کې یې موسیقي مخه کړه.

ده به په پیل کې په شوقي ډول په حجرو او مجلسونو کې سندرې ویلې خو د۱۳۵۰ لسیزې په وروستیو کې د افغانستان ملي راډیو تلویزیون ته معرفي شو.

خبریال بارکوال میاخېل د حیات ګردېزي د هنر په اړه وايي:«تر خان قره باغي وروسته حيات ګردېزى  يو له هغو سندرغاړو څخه وو، چي په ولسي سندرو کې يې ډېر نوم موندلى و او د خلکو زړه يې ګټلى و. حيات محلي او ولسي موسيقۍ ته پخپل خواږه ږغ سره حيات ور وباخښه »

حیات ګردېزی د ژوند په وروستیو کلونو کې په دې نارواضه و چې حکومت د پخوا په شان د هنرمندانو ژوند ته پام نه کوي.

ده په ۲۰۱۱ م کال په یوه مرکه کې وویل:« په افغانستان کې ګڼ شمیر داسې هنرمندان شته چې د خپل عمر په وروستي پړاو کې دي، له موډه لویدلي، نه یې څوک راډیو ته بولي، نه تلویزون او نه هم کنسرتونو ته.»

ګردېزي څو وارې د کنسرتونو له لارې ګټلې پیسې په نادارو هنرمندانو ویشلي دي .

سبا /جمعه/ به د ارواښاد ګردېزي جنازه د کابل په عیدګاه جومات کې د ده د هنر د مینه والو په ګډون ادا شي.

6 thoughts on “مشهور سندرغاړی حیات ګردېزی وفات شو”
  1. الله تعالی دې وبښي، حيات ګردېزي رښتيا هم د موسيقي په برخه کې ډېر کار کړی دی، خو دا چې زموږ په ټولنه کې سندرغاړوته لکه څنګه چې لازمه ده، هغسې يې قدرداني شوې نه ده.

  2. الله تعالی دی وبښی مینوال ته یی دی زړه له کومی تسلیت وړاندی کوم
    انسان ته باید ته انسانیت په حیث ولیدل شی نه ته هغه مسلک په سترګه

  3. خدای دی وبښی مینوال ته یی دی زړه له کومی تسلیت وړاندی کوم
    انسان ته باید ته انسانیت په حیث ولیدل شی نه ته هغه مسلک په سترګه

  4. Allah de wobahi, Janat e Ferdows warta ghuarem.
    Deer khapa shom,
    khoga umar che teregee dregha dregha
    de woba pa seer bahegee dregh dregha

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *