تاند- ټاکل شوې ده چې نن /یکشنبه/ مشورتي لویه جرګه د ولسمشر حامد کرزي په وینا او د یوه پرېکړه لیک په خپرېدو پای ته ورسېږي.

پرېکړه لیک به د پنځوسو کمېټو د مشرانو د راپورونو له اورېدو وروسته خپور شو.

که څه هم د ټولو کمېټې غړي له امریکا سره د امنیتي موافقې، او له ۲۰۱۴ وروسته په افغانستان کې د شاوخوا پنځلس زره نړیوالو ځواکونو له پاتې کېدو سره موافقه ښيي خو د ځینو کمېټو غړي د جرم په صورت کې د امریکایانو له لوري د خپلو پوځیانو د محاکمه کېدو او د افغانانو د کورونو د تلاشۍ په برخو کې ملاحظې لري.

تر پرون ناوخته پوري د یو شمېر کمېټو کار بشپړ شوی و.

ټاکل شوې ده چې د مشورتي لویې جرګې له پرېکړې وروسته د موافقې مسوده ملي شورا ته وړاندې شي.

خو د امنیتي تړون په اړه شکونه وروسته له دې زیات شول چې ولسمشر کرزي وویل، که مشورتي لویه جرګه او ملي شورا یې تصویب هم کړي، دی به یې تر انتخاباتو مخکې لاسلیک نه کړي.

امریکا ویلي چې باید تر نوي میلادي کال مخکې دا موافقه لاسلیک شي څو دغه هیواد او په ناټو کې متحد هیوادونه یې خپل پوځي پلانونه تنظیم کړای شي.

په مشورتي لویه جرګه کې د غزني یوه استازي او د دغه ولایت والي موسي خان اکبرزاده د جرمني خبري اژانس ډي پي اې ته وویل:«موږ تراوسه پوري د مسودې له ۲۶ مادو په ۲۱ کار بشپړ کړی دی او په افغانستان کې د امریکايي پوځیانو د محاکمه کېدو په شمول مو په ځینو مادو کې بدلون راوستی دی. ښکاره خبره ده، که امریکايي پوځیان چې جرم کوي نه محاکمه کېږي خو موږ غواړو چې دوی په افغانستان کې محاکمه شي.»

خو د ځینو نورو کمېټو غړیو او مشرانو ویلي چې دوی په یوه خوله د موافقې د مسودې ټولې مادې بې جنجاله تصویب کړي دي.

د دوی په وینا پأر مسودې یو کال کار شوی او د افغانانو ټولې غوښتنې پکې ځواب شوي دي.

پرون د مشورتې لویې جرګې مشر صبغت الله مجددي هم ورته خبره کړې وه.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویندوی ویلي چې هیواد یې په امنیتي موافقه کې بدلون نه مني.

د لویې جرګې شاوخوا دوه نیم زره برخوال په ۱۷ برخو کې په ۵۰ کاري کمېټو وېشل شوي دي.

4 thoughts on “مشورتي لویه جرګه د اختلافاتو په ترڅ کې نن خپل کار پای ته رسوي”
  1. که افغا نان هر څه وای امر یکا به خفل هدف ته ځان رسو وی او داخرت ځواب به دافغا نستان جهادی مشران او طالبان وای څکه که ددوی اشتبا هات نه وی دحکمتیار راکټونه دمسعود کبر او نږاد فر ستی او دطالبانو ظلم او وهل ۰۰۰ ولی به امر یکا را تله او ولی به داسی کیدل اوس دی جهاد ی رهبرا ټیفر او ګندنه خر څوی او طالبان دی چندی او وظیفی ټو لوی ۰۰۰ والسلام مولوی محمد شفیق

  2. هغه د جا خبره ، واي د ديرو كار غانو يوه لوته دارو ده، اوس د راتولو شويو تولو گدون والو د دري وزني بحثونو نتيجه دا شوه چي دامريكا د بهرنيو چارو د وزارت يوه اعلامي يي دارو شوه، چي په پرمايشي او تراشل سوي ترون كي هيسه قسم بدلون ورته د منلو ور نده

  3. په افغانستان کې د لویدیځ سمارقي او بې رسالته مطبوعاتو دا څو ورځې ښه ځانونه ستړي کړل، په ریښتیا یې هم پیسې حلالې کړې.
    مګر دې ته چا اشاره ونکړه چې په څه ډول به د دې قرارداد ګټه عام ولس ته ورسیږي د کابل د جنګی جنایتکارانو، قاتلانو او فسادیانو جوړ حکومت په موجودیت کې. د امریکې او افغانستان تړون لومړی پلوي یم خو چې ګټه هر افغان انسان ته ورسیږي نه چې دځمکې د مخ تر ټولو بدنام او کړغیړن حکومت ژوند اوږد کړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *