د مشورتي لویې جرګې د وروستۍ ورځې شېبه په شېبه حال –

تاند- مشورتي لویې جرګې له امریکا سره دوه اړخیز امنیتي تړون تایید کړ او له ولسمشر کرزي څخه یې وغوښتل چې د روان میلادي کال تر پایه مخکې دا موافقه لاسلیک کړي او ملي شورا ته د تصویب لپاره واستوي.

په پرېکړه لیک کې ویل شوي چې امریکا په افغانستان کې په هیڅ نوم زندان او توقیف ځای نه شي لرلی خو په مشروط ډول د امریکايي پوځیانو له لوري د افغانانو د کورونو له تلاشي سره موافقه شوې ده.

د جرګې برخوالو غوښتنه وکړه چې د تړون د مادو د تطبیق او په افغانستان کې د سولې د راوستلو لپاره دې د تضمین په خاطر یو پاراګراف زیات شي.

په پرېکړه لیک کې غوښتنه شوې چې د ترهګرۍ او د دې پریدیدې د ملاتړ سم تعریف دې وشي.

د بامیان استازي غوښتنه کوي چې امریکا دې یوه اډه په بامیان کې جوړه کړي او هلته دې د افغانستان امنیتي ځواکونه وروزي.

په پرېکړه لیک کې غوښتنه شوې چې د جرم په صورت کې دې امریکايي پوځیان تروسه وسه د افغانستان په داخل کې د امریکايی محکمو له لوري محاکمه شي.

امریکا دې په هیڅ صورت حق نه لري چې په افغانستان کې اتومي، بیالوژیکي یا بل ډول وسله په افغانستان کې وازمويي.

د کرزي د وینا په مهال ځینو کسانو د مخالفت ږغونه پورته کړل. ځینو کسانو وغوښتل چې د هغوی خبرې قطع کړي مګر کرزي وویل دا جرګه ده باید حق ورکړای شی چې اختلاف نظر څرګند کړي.

ده د جرګې له برخوالو وغوښتل چې ایا د جرګې پرېکړه لیک او له امریکا سره امنیتي موافقه مني، څه باندې ۹۰ فیصدو لاسونه پورته کړل.

ولسمشر کرزي وویل

کرزی وايي، له کله چې له امریکا سره د مشورتي لویې جرګې د جوړولو پرېکړه شوې، د افغان امنیتي ځواکونو مرګ ژوبلې کمې شوي. ده غوښتل ووايي چې امنیتي ځواکونو او ملکیانو وژنې پر افغان دولت د امنیتي تړون د لاسلیک کولو لپاره د فشار لپاره زیاتې شوې وې.

کرزی وايي، د افغانستان سوله اول د امریکا اوبیا دپاکستان په لاس کې ده. دا خبره په اسنادو کوي

کرزي بیا بیا په دې ټینګار وکړ چې که امریکا د سولې د راوستلو تضمین ورکړي حاضر دی چې امنیتي موافقه لاسلیک کړي.

کرزي یو وار بیا دانتخاباتو خبره وکړه، ویې ویل چې امریکايي چارواکو په خبرو کې ورته ویلي و چې انتخابات بل پړاو ته ځي او بل پړاو شپږ میاشتې ځنډېږي. د ده په وینا له دغو خبرو ورته دسیسه ښکاري.

کرزي په لومړۍ وینا کې ویلي و چې د ولسمشرۍ دوولس کلنې تجربې ورښودلې چې که امریکا وغواړي فوراً سوله راوستلی شي.

کرزي بیا بیا وویل چې سر له همدې ننه باید د افغانانو د کورونو تلاشي ختمه شي. امریکا باید حق ونه لري چې په افغانستان کې جګړه وکړي. ده وویل:«موږ پوه شه، طالب پوه او جګړه مو پوه شه. دوی دې په خپلو اډو کېژ واړوي.»

مجددي خبرې کوي

مجددي پر کرزي ځینې نیوکې وکړې، او ویې ویل چې له ولسمشره وعده غواړي چې قرارداد ژر لسلیکوي. او که یې ونه کړ، استعفا کوي او دا به د کرزي لویه اشتباه وي.

مجددي وویل که کرزي زما په خبرو عمل کړی وای دا مشکلات به نه پیدا کېدل.

ده وویل کرزی د ده خبرې اوري خو په ټولو عمل نه کوي.

د غونډې په پای کې مجددي له کرزي وغوښتل چې موافقه ژر تر ژره لاسلیک کړي او که یې کرزی لاسلیک نه کړي له وطنه وځي.

کرزی سټېج ته وروخوت بیا یې خپله خبره تکرار کړه، ویې ویل:«که د افغانانو پر کورونو برید وشي ، قرارداد لغوه دی»

خو مجددي ورته وویل:«ته قرداد لاسلیک کړه، موږ له امریکایانو سره پوهېږو.»

مجددي اصرار وکړ چې ولسمشر دې وعده ورکړي چې موافقه به ژر لاسلیکوي.

11 thoughts on “مشورتي لویه جرګه: امنیتي موافقه دې ژر تر ژره لاسلیک شي”
  1. دا مجددي لکه چې د امریکا لخوا په دې سپینه ږیرې امریکاېې حورې لوبولي دي چې داسې ګرم دی.

    د مور شیدې مو شه، موږ هم ورته خوشبینه شو، خو د مجددي غوندې ګرم او مست نه یو

  2. صبغت اله مجددی وای چه ښاغلی کرزی دي تړون ژر لاسلیک کړی، که نه نودافغانستان څخه وځم.
    زه صبغت اله مجددی ته وایم چه ته اوستا ټوله کورنی افغانستان ته دمهاجرپه صفت راغلی وه، او دمهاجرت په دغه دوران کی موافغانستان د ډیروبدبختیواوکړاونو سره مخ کړه، حتی تر دي چه اوس دي زمونږګران وطن په امریکایانو خرڅ کړه، نور به درته څه نه وایم خو دومره درته وایم چه واپس خپل پلارنی وطن ته ولاړ شه پدی کی به دي خیر وی، اوکه خپل عربی وطن دي نه پریږدی نودغه په جاسوسی کی چه ورسره اخته یی (امریکا) ته ولاړ شه.
    ستاسی په دغه خرابه عقیده مجاهدین پخوا هم پوهیدل مګر اوس مو عقیده بیخی څرګنده شوه.
    په دغه بوډا توب کی ستا عقیده هم سمه نشوه،
    د ښاغلی کرزی خبری دافغانانو په خیر دی، ټول افغانان باید دښاغلی کرزی دخبرواطاعت وکړی، نه دمجددی په شان وطن فروش اوبی عقیدی انسان.
    دخدای په امان

  3. Karzai hokhiar dai, po mujadidi yee tool pra watchawala. Oos no jang ham khatmigi, aw afghanistan ba yaw secular abaad Afghanistan shi. Khu Islam ba zaeef wi. Islami khilafat Khub po Afghanistan ki nakama sho.

  4. اسلام عليكم
    كرا نو دوستانو
    أفغانستان زموز او ستا سو كد كور دي
    ساتنه او خد مت اي د هرافغان فرزدي

    را سي جي تول سره يو سو
    نور دجنك او بر بادي سه لأس وا خلو
    دخفل ميلا ت او اذاد أفغانستان
    او را تلو نكي نسل له فا ره تعليم آبادي
    او روشا نه زوند غم وخو رو
    او ده فر ديو لأس دخفل كرا ن هيواد أفغانستان نه نور با ند او خونسا كر و
    احمد شاه صيديقي ده يوموتي او اذاد أفغانستان فه هيله. تل دي وي أفغانستان

  5. د مولوی محمد شفیق خبره د تائید وړ ده، کرزی یو چلاکه او د پریګمټیک فلسفي منوونکي سړي دي.

  6. We afghans strongly condemn who is opening afghans door to look for Pakistani trained terrorist in our home . Who migrant mujadidy forcing president karzai to sign agreement . Mujadidy can go to his own country Middle East or his trainer CIA were he brought to afghans genocide .

  7. We afghans strongly condemn who is opening afghans door to look for Pakistani trained terrorist in our home . Who is migrant mujadidy to
    forcing president karzai to sign agreement . Mujadidy can go to his own country Middle East or his trainer CIA were he brought to afghans genocide .

  8. گرانو وطن والو دہ ھر سہ نہ مخکی باید دی تہ وگورو چی کلہ نہ دہ امریکا سرہ دہ تڑون خبری شوروع شوی نو امنتی پیشی ھم کم شوی لہ دی نہ مونژ تہ معلومیژی چی ٹولہ لوبہ امریکا جوڑہ کڑی.
    مونژ افغانانو تہ پہ کار دہ چی دہ خپل وطن لپارہ کار وکڑو. او دہ افغانستان گٹو تہ پہ نظرسرہ فیصلہ وکڑو. او زہ پہ خپل رایہ دہ کرزی صاحب دی خبری سرہ موافق یم چی کہ امریکا وغواڑی پہ افغانستان کی امن راشی نو کولی شی چی جنگ تہ پای ٹکی کیژ دی.

  9. صافی جانه مهربانی وکړه خپل نظر په پښتو ولیکه زه خو پدی جنجالی ط هیڅ پوه نه شوم دایی لا کومه ژبه ده . پښتو د نژدی 70 ميليونو انسانانو مورنۍ ژبه ده او ځان ته خپله الفبا لری . د انترنت له لاری کولای شی خپله مورنۍ ژبه په خپل کمپیوتر کی را وله . بریالی اوسی

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *