قضائیه قوې لومړی مقام وګاټه – د شفافیت نړیوالې ادارې خپل رپوټ کې د افغانستان عدالت فساد کې ښکیل نه، بلکې ډوب وباله…
سترې محکمې طبق معمول د لوړې ادارې رپوټ رد کړ- کېدای شوای قاضیان، محرران د شفافیت نړیوالې ادارې پر ضد لاریونو ته را وتلي، د شعارونو قیامت راټیټ او د زنده باد و مرده باد دوړې پورته کړې وای.
دغه اداره یې د یوه او بل هېواد تر استخباراتو پېیلې، د افغانستان پر ضد پر توطئو تورنه کړې او د کفر و الحاد د ټاپو او فتوا ګانو باړونه چلولي وای.
که څه هم د هرات، ننګرهار مدافعو محکمو دغه رپوټ د اسلام ضد او رپوټ ورکوونکي د اسلام دښمنان وګڼل. خو په ټوله کې یې د زغم یو مثال او بېلګه را منځ ته کړه – که نه د واره یې د محکومیت پرېکړه ور کولای شوای.
له دې څرګندېږي چې زموږ ټولنه او سرکاري ادارو کې د زغم ظرفیت مخ په لوړېدو دی – ددغه ظرفیت لوښی د بهرنیو اړخونو په اړه له پخوا ستر او پراخ ختلی، خو که کومې کورنۍ رسنۍ دغسې رپوټ ورکړی وای، د وخته به د څارنوال او پولیس له پلټنو، نیولو او ترټلو سره مخامخ او د ترهګرو لست کې شامل شوې وای.
سترې محکمې دا ومنله چې مشکلات شته، خو د شفافیت نړیوالې ادارې رپوټ غلط دی. البته د مشکلاتو څرګندتیا نشوای کېدای، چې افشا کېدو یې ملي ګټو ته زیان را اړولای شوای… ؟
یوه کامیډین د مشکلاتو جمع په مشکلاتاتو را ایستې وه – د مشکلاتاتو دغسې ډبله جمع هماغه بډې او کرپشن دی چې د شفافیت نړیوالې ادارې را پورته کړی او سترې محکمې منلی دی.
پر مشکلاتو د سترې محکمې اعتراف په حقیقت کې پر مشکلاتاتو اعتراف دی، مشکلاتات څرګند دي – که زه ونه وایم، ګوډه پښه مې وایي ـ دا خبره د یوې وزې ده چې غره کې شپانه ګوډه کړې او ورته ویلي و چې پرده یې وکړي، خاوند ته ونه وایي…
وزې په نرمه غاړه او زغم ورغبرګه کړه: … که زه ونه وایم ګوډه پښه مې وایي…
د سترې محکمې ګوډه پښه په واز کومي خپل مشکلاتات ډنډوره کوي.
د وخت قاضي چې خپله ناقانونه د قضا پر مسند ګونډه وهلې وي، د عدالت او انصاف هېلې څرنګه ریژېدلای او ټولنه د فساد او کرپشن خوسا ډنډ کې له ډوبېدو ژغورلای شي ـ چون کفر از کعبه خیزد کجا ماند مسلمانی…
لکه چې ګورو د افغانستان قضا د انصاف او عدالت د تامین پر ځای خلکو ته عذاب ګرځېدلې، یواځې د حکومت خدمت او چوپړ ته استخدام شوې ده.
د کامیډین په خبره مشکلاتات هغه مهال اوارېدای شي چې منځ ته یې ور ولوېږې – مانا ځان په مشکلاتاتو کې ډوب کړې، لکه څرنګه چې سترې محکمې ځان په دغسې مشکلاتاتو کې ډوب کړی دی. په دغسې یوه عمق کې سړي ته د مشکلاتاتو څرنګوالی او د له منځه وړو درک لګېدای شي، نو که غواړئ مشکلاتات له منځه یوسئ، منځ ته یې ور ولوېږئ ـ به دریا غلط و با موجش در آویز.
ګویا د افغانستان قضا ستراتیژیک عمق ګوري چې د کرپشن اټومي پانګې خوندې کړای شي…
د افغانستان سرکار په اړه چې میډیا او کومه اداره د نیوکې پړپړه را پورته کړي، د واره یې رد او لکه ستره محکمه توطئه او د قضا د تخریب هڅه وبولي…
پوښتنه دا ده چې د نړیوال شفافیت ادارې د افغانستان له قضا سره څه د سر سترګه خوړلې چې پر تخریب او توطئو ته یې درېدلې ده – له سترې محکمې سره ددغه ادارې تربګني څه کېدای شي…؟
خو که له همدغو ادارو د چارو د پرمختګ کوم ټکی اوري، اوونۍ او میاشتې سرکاري رسنۍ پرې شخوند وهي، دلته د دغو ادارو رپوټ سل په دوه سوه کې رښتینی او سوچه پېژني…
د قضائیه قوې فساد دومره ګند او چټل بریښي چې د نړیوال شفافیت له ادارې وړاندې ډکي پکې وهل شوي، بوی یې نړۍ پر سر اخیستې…
هغه حکومتونه او ادارې چې سالم انتقاد او مستند رپوټ توطئه او تخریب پېژني د سمون او اصلاح لوری نشي موندلی – دلته یواځې د ستاینو سکه چلېږي – ددغه تور بازار اقتصاد د غوړمالیو داسې هوس او اشتها را پاروي چې د حقیقت پېژندنې پر سترګو یې پریړې پردې غوړولې او د جوع البقر ناروغي را منځ ته کوي.
له محور ورځپاڼې په منننې.
ننګیال صیب که خفه کیږي نه خپل پخوانی قلم دې له لاسه ورکړی