downloadپه مصر کې د محمدمرسي پر دولت له پوځي کودتا وروسته د دغه هېواد حالات ورځ تر بلې مخ په ځوړ روان دي. خو دغه حالات وروسته له هغه کړکېچن شول، چې له یوه لوري د محمدمرسي د بند موده د پنځه‌لسو نورو ورځو لپاره وغځول شوه او له بل لوري پوځیانو پرېکړه وکړه، څو د اخوان‌المسلمین پلویان، چې په پراخو لاریونونو یې لاس پورې کړی و له سړکونو، ډګرونو او ښارونو څخه لرې کړي.

د دغې پرېکړې پر وړاندې د مرسي او اخوان‌المسلمین پلویانو مقاومت وکړ، چې په پایله کې یې ګڼ شمېر کسانو ته مرګ‌ژوبله واوښته.

د مصر رسمي سرچینو د وژل شویو کسانو شمېر شاوخوا ۲۵۰ تنه ښودلی پداسې حال کې، چې د اخوان‌المسلمین ګوند د وژل شویو کسانو شمېر له ۲۲۰۰ تنو زیات په ډاګه کړی دی.

د مصر وروستيو نښتو او تاوتریخوالو په اړه اساسي پوښتنه دا ده، چې د دغو تاوتریخوالو لامل څه دی؟ آیا بهرني هېوادونه هم پدغه تاوتریخوالي کې لاس لري؟ که چېرې هو د دغو هېوادونو غوښتنې څه دي؟

د اخوان‌المسلمین بریا

وروسته له هغه، چې په ۲۰۱۱ زېږدي کال کې په مصر کې د حسنې‌مبارک دولت پر وړاندې پاڅون پیل شو د ټولنې بېلابېلو غړو پدغه پاڅون کې ونډه درلوده. په لومړیو کې د اخوان‌المسلمین ونډه کمه وه؛ خو د پاڅون په ځواکمنېدو سره اخوان‌المسلمین هم د مخالفت ډګر ته ودانګل تر هغه، چې د پاڅون په درشل کې د دغه ګوند سیاسي برخه حق او عدالت رامنځته شوه.

په لومړیو کې یاد ګوند د واک ترلاسه کولو په موخه هڅې رد کړې وې؛ خو د مصر په پارلماني ټاکنو کې دغه ګوند پراخ ګډون وکړ، چې په پایله کې یې بریا هم ترلاسه کړه. له پارلماني ټاکنو څخه وروسته دغه ګوند د اساسي قانون په جرګې کې هم بریا او ډېرې څوکۍ خپلې کړې. بالاخره په ولسمشریزو ټاکنو کې که څه هم د دغه ګوند لومړی نوماند خیرات‌الشاطر د پوځ په ګډون د یو شمېر ډلو ټپلو د مخالفت په پایله کې د نوماندۍ له حق څخه محروم شو؛ خو محمدمرسي وتوانېد د دغه ګوند نوماند په توګه ډېرې رایې خپلې او د مصر ولسمشر په توګه وټاکل شي.

اخوان‌المسلمین ګوند په ۱۹۲۸ زېږدي کال کې د حسن‌البنا له لوري د اسلامي فکر پر بنسټ رامنځته شوی، چې تر دې‌مهاله له ګڼو ستونزو سره مخ شوی او دغه ستونزې د منحل‌کېدو تر بریده رسېدلي دي.

د محمدمرسي په بریا سره دغه ګوند هڅه وکړه، چې د هېواد ټولې چارې په خپل واک ولري او تر ډېره بریده قوانین د اسلام مطابق و اوسي.

د اخوان‌المسلمین پر وړاندې مخالفت

د محمد مرسي دولت پر وړاندې د کورنیو او بهرنیو مخالفتونو لاملونه په لاندې توګه شمېرل شو:

لومړی: که څه هم محمدمرسي له خپلې بریا څخه وروسته وویل: «دی د ټولو مصریانو ولسمشر دی» چې موخه یې قبطي عیسویان، سېکولر او نور ډلې وې؛ خو دغه ګوند په پارلماني، د اساسي قانون جرګې او بالاخره په ولسمشریزو ټاکنو له پرله‌پسې بریاوو څخه هڅه وکړه، چې ټول څه په خپل واک کې ولري او د اسلام اساساتو پر بنسټ د ډېری قوانینو تعدیل هڅې پیل کړي. د دغو هڅو په پیل سره سېکولر ډلو د دولت پر وړاندې مخالفت پیل کړ.

سېکولرانو لدې وېرې خپل مخالفت پیل کړ، چې ټول څه به یوازې د اخوان‌المسلمین د غوښتنو پر بنسټ تر سره کېږي او دغه چاره به د دې لامل شي، څو پر دوی د فعالیت ساحه تنګه او حتی د ورځنیو چارو پرمخ بیول به ورته ستونزمن شي.

دویم: په مصر، ټونس، لیبیا او … هېوادونو کې د پخوانیو واکمنو له نسکورېدو سره تر ډېره بریده اسلام‌پالې ډلې واک ته ورسېدې. په لومړیو کې لوېدیځو هېوادونو په ځانګړي توګه امریکا داسې نه وه انګېرلې، چې پدغو هېوادونو کې دې اسلام‌پالي واک ته ورسېږي. خو واک ته د اسلام‌پالو په رسېدو سره تر ډېره بریده د امریکا ګټې له خطر سره مخ شوې.

امریکا د دې لپاره، چې وشي کولای له یوه لوري خپل او له بل لوري د اسراییل ګټې خوندي شي د اسلام‌پالو پر وړاندې یې خنډونه پیل کړل او دغه خنډونه او مخالفتونه په کور دننه د یو شمېر ډلو ټپلو په مرسته پر مخ وړل کېدې.

درېیم: محمدمرسي واک ته په رسېدو سره په ډاګه کړه، چې له ټولو بهرنیو هېوادونو سره به د مصر اړیکې پر خپل ځای پاتې وي. لدغو څرګندونو څخه د محمدمرسي مشخص هدف له اسراییل سره د کمپ ډېوېډ تړون و. دغه تړون په ۱۹۷۳ زېږدي کال کې د امریکا ولسمشر جیمي‌کارټر په منځګړیتوب د مصر ولسمشر انور سادات او د اسراییل ولسمشر مناخیم بګین ترمنځ په سپینه‌ماڼۍ کې لاسلیک شوی، چې له مخې یې مصر اسراییل په رسمیت وپېژاند او دواړو هېوادونو سوله وکړه.

په لنډمهاله کې محمدمرسي او د اخوان‌المسلمین دولت اسراییل لپاره کومه ستونزه نه وه؛ خو په اوږدمهاله کې به دغه دولت د اسراییل لپاره ستر سرخوږی جوړ کړی و. سره له اوسه د دغه سرخوږي څرک لګېدلې و او هغه له غزې سره د مصر د پولې پرانیستل و. اسراییل د دې لپاره، چې وشي کولای لدغه سرخوږي څخه ځان خلاص کړي؛ د اخوان‌المسلمین دولت پر وړاندې مخالفت پیل کړ.

څلورم: په مصر کې د اخوان‌المسلمین واک ته په رسېدو سره د خلیج څنډو هېوادونو (سعودي عربستان، قطر، عرب متحده امارات، عمان، کوېټ او بحرین) له دوو اړخونو څخه خطر احساس کړ:

الف: د عربي نړۍ مشري؛ اوس‌مهال د عربي نړۍ مشري سعودي عربستان پر غاړه لري، چې په وروستیو دوو کلونو کې قطر یې پر وړاندې سیالي پیل کړې ده. په مصر کې د اخوان‌المسلمین واک په غځېدو سره تر ډېره بریده دغه مشري د مصر په برخه شوې وی؛ ځکه محمد مرسي پدې موخه خپلې هڅې پیل کړې وې او له شاوخوا دېرشو کلونو څخه وروسته د مصر ولسمشر په توګه پاکستان او ایران ته یې سفرونه درلودل. دا هغه څه و، چې د خلیج څنډې هېوادونو ته د منلو وړ نه و.

ب: د مصر له پاڅون څخه وروسته پدغه هېواد کې ولسي دولت رامنځته شو؛ هغه دولت، چې د خلکو د رایې په پایله کې رامنځته شوی و او خلکو د خپل برخلیک په ټاکلو کې مستقیمه ونډه درلوده. پدغه هېواد کې د اخوان‌المسلمین واک په دوام سره تر ډېره بریده د خلیج څنډې هېوادونو اوسېدونکي، چې شاهي نظامونه پرې واکمن دي هم د خپل دولت پر وړاندې پارېدلي وی، چې په پایله کې به یې شاهي دولتونه پر ولسي دولتونو بدل شوی وي. دا هم هغه څه دي، چې عربي شیخانو او شاهي کورنیو ته د منلو وړ ندي.

پنځم: اخوان‌المسلمین د حکومت‌والۍ په برخه کې تجربه نه درلوده، چې له همدې امله ونه توانېدل د دغو ګواښونو پر وړاندې ودرېږي او بالاخره د پوځ له کودتا سره مخ شو.

پایله:

په مصر کې د اخوان‌المسلمین دولت نسکور شوی او د دغه ګوند پلویان په پراخه کچه خپلو لاریونونو ته دوام ورکوي. پورتنیو پنځو لاملونو ته په پام سره داسې نه برېښي، چې دغه ګوند دې وکولای شي یو ځل بیا واک ترلاسه کړي.

اوس‌مهال د دغه ګوند پر وړاندې تر ټولو ستر خطر د لنډمهاله حکومت نوې طرحه ده. د مصر لنډمهاله دولت پدې هڅه کې ده، څو اخوان‌المسلمین ګوند منحل کړي. په مصر کې د اخوان‌المسلمین پراخ نفوذ ته په پام سره که چېرې حکومت دغه طرحه پلي کړي تر ډېره بریده به مصر نوي کړکېچ ته دننه شي، چې کابو کول به ستونزمن وي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *