ساحل منګل- له نن سهار راهیسي د مصر امنیتي ځواکونو د دغه هیواد د نصر ښارګي له رابعه چوک او د قاهرې پوهنتون له مخې د محمد مرسي د پلویانو د ایستلو او د هغو د ځپلو لپاره په زرغرګاډو عملیات پیل کړي دي.

ویل شوي چې امنیتي ځواکونو د محمد مُرسي د پلویانو د ځپلو لپاره له پوره وحشته کار اخیستی دی. راپورونه وايي چې د امنیتي ځواکونو په حمله کې لږترلږه یو نیم سل تنه وژل شوي دي.

خو د اخوان المسلمین ګوند وايي چې د وژل شویو کسانو شمېر سلګونو تنو ته رسېږي.

په همدې حال کې د مصر موقت ولسمشر د یوې میاشتې لپاره په هیواد کې بیړنی حالت اعلان کړ.

محمد البرادعي استعفا وکړهد مُرسي پلویان په خپل هیواد کې د لومړني منتخب ولسمشر د لېري کېدو پر خلاف له څو میاشتو راهیسي اعتراضونه کوي.

د یوه بل خبر له مخې د ولسمشر مرستیال محمد البرادعي له خپلې دندې استعفا کړې ده.

د قاهرې پوليسو د النهضه ميدان په خپل کنترول کې راوست

لومړنی خبرد نن سهار

د مصر پوليسو نن اعلان وکړچې د النهضه ميدان یې د پخواني ولسمشر له ملاتړ لار يون کوونکو څخه پاک کړی او په خپل کنترول کې یې راوستی دی .

د العربيه خبري اژانس د مصر د روغتيا وزرات له قوله ليکلي چې په ننيو مظاهرو کې يو کس وژل شوی او شل تنه نور ټپيان دي .

د مصر تلويزون دهغو وسلو ويډوګانې هم خپرې کړې چې د لاريون کوونکو څخه نيول شوې دي او همدارنګه د محمد مرسی د هغو ملاتړکوونکو عکسونه هم خپاره کړل چې لاسونه ېې شاته تړلي وو.

د مصر دولت په يوه خبرپاڼه کې دا هم ويلي چې د محمد مرسی له لرې کيدو راهيسې ۱۵۰ لاريون کونکي وژل شوي دي.

د مصر امنيتي ځواکونو د چهار شبنې په ورځ د محمد مرسی د لار يو ن کوونکو د لرې کولو په موخه پراخ عمليات پيل کړل چې تر اوسه پورې یې د لاريون کوونکو دوه کمپونه ړنګ کړي او دغه عمليات لاهم دوام لري.

One thought on “مصري ځواکونو د مُرسي سلګونه پلویان وژلي”
  1. د لاریوالو سره د عسکرو چلند نه د برادعی دموکراتیک کرکټر ښه مالومیدای شي، وګورئ لویدیځوال د نوبل ستره جایزه هغه هم د سولې هغه څه ډول کسانو ته ورکوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *