د مصر خارجه وزیر د ترکیې د ولسمشر طیب اردغان په هغه خبره غبرګون ښودلی چې ویلي یې دي محمد مرسي په خپل مرګ نه دی مړ بلکې هغه وژل شوی دی.

سمیع شکري ویلي، اردغان نامسوولانه خبره کړې ده او دا ډول څرګندونې یې د غندنې وړ دي.

اردغان د محمد مرسي کلک ملاتړی او نږدې ملګری و او د مرسي تر مرګ وروسته یې بیان ورکړ چې نوموړی شل دقیقې محکمه کې د زنکدن حالت کې پروت و خو مصري چارواکو ونه ژغوره.

دا په داسې حال کې ده چې د بشري حقونو نړیوال سازمان هم د مرسي د مړینې په اړه د پلټنو غوښتنه کړې تر څو معلومه شي هغه وژل شوی که په خپل مرګ مړ شوی دی.

خو د مصر حکومت پر ملګرو ملتونو هم تور پورې کړی چې د مرسي مرګ ته سیاسي رنګ ورکول غواړي

د مرسي په اړه ۲۰۱۸ کال کې د بریټانیا پارلماني پلاوي خبرداری ورکړی و چې نوموړی د ځیګر او شکرې په ناروغۍ اخته دی او کله هم په زندان کې مړ کېدای شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *