مضمون که هر ډول وي د شاعرۍ ایینه ګڼل کیږي.که په چینه کې ځان ګورې ؛ اوبه به دې تصویر در ښکاره کړي. چینه، تصویر نه درښکاره کوي؛ ځکه چينه ظرف ده .او اوبه یې مظروفې دي.اوکه شاعري لولې ،له مضمون نه يې خوند اخلې ؛هسې خو بې له مضمون نه شاعري نشته .میرزا غالب خپل دوست ته لیکلي و: شاعري معنا افریني ده قافیه پیمایي نه ده . که څوک مضمون دشاعرۍ ایینه نه ګڼي ، ممکن دظرف اومظروف په تشخیص نه وي پوه شوي.

   مضمون افریني په شعر کې دمانا او ماهیت سره ټړلې اړیکې لري.ځکه چې مضمون د(ضم) په ریښه دی. ضم یو ځای کولو او ګډولو ته ویل کیږي.افرین د(افری) په ریښه دی چې په فارسي کې افریده (پیداکول) هم له همدې صیغې څخه راوتلې کلمه ده.

     په فرهنګ عمید کې مضمون ته (معنی مطلب) لیکل شوي دي.نو په ټوله کې مضمون افریني هغه څه ګڼلای شو چې ښه او نوې منځپانګه ولري. په ځانګړي توګه : په مضمون کې مضمون پیدا کول مضمون افریني ده.

   دهندي سبک دشاعرانو ترمنځ دا هنر ډیر رایج دی.لکه دکاظم خان شیدا په لانې بیت کې:

شګفته کړه لکه لمرتندی هرچاته

چې په تله دې سیا پوش تمام جهان شي

     په پورته بیت کې عمومي پیغام اخلا ص دی . همدغه ددې بیت مضمون دی.مګر دوهم مضمون شاعرانه دعوه ده چې د یو فطري علت لپاره یې استدلال راوړی دی.هغه داسې چې دلمرپه تلو ټوله نړۍ په فطري توګه تیاره کیږي.مګر شاعر دعوه کوي او وایي چې دلمر په تلو ټول کاینات د ویر تور لباس اغوندي. ویر او خفګان یوبیل مضمون دی.

     په ټوله کې مضمون افریني په دری ډول ښودلی شو.په لومړي ډول یې خبرې وشوې.چې په مضمون کې مضمون پیدا کول دي.

     دوهم ډول یې:پوره نوی مضمون پیداکول دي.لکه د فورفیسور راز محمد راز په دې بیت کې نوی والی:

ټول وجود مې لکه درخته زخم زخم

دشیشو جینۍ کوي کاڼې خبرې

یا دمصطفی سالک په دې بیت کې نوښت:

چا داغلي زړه قیامت شپيلۍ وهله

زړه مې جګ له هدیرې لکه ریدی شو

اویا هم د نوید زیري دمضمون نویوالی:

ته لکه هنداره اوزه پړک داستا

ته په لمر کې ښه يې اوزه سیوري کې

   دپورته بیتونو په نوي والي سربیره، يو ډول نازکي او باریکي ، موجوده ده.او هم پکې ، په جوړښتیزه حواله اهمه تجروبه شته ده؛ کومه چې د مشرقي شاعرۍ مزاج دی.دمشرقي شاعرۍ لویه ځانګړنه د لفظ او مانا ترمنځ اړیکې دي.یا دلفظ او مانا تر منخ داخلي وحدت تعقل وي.

   دپورتنیو بیتونو په پامنوي سره دشاعر دمضمون قوت او پیا وړتیا په دې کې ده چې دخپلې پنځونې لپاره یونوی مضمون پیدا کوي اوبیا ددې مضمون داظهار لپاره مناسب الفاظ ،دلفظ او مانا له اړیکو څخه کاراخلي .مثلأ : راز په خپل بیت کې وجود له ونې سره تشبیه کوي .چې وجهه یې زخم دی.اوبیا جینۍ دښیښې په څير ښودل اود هغې خبرې کاڼې ښودل يو ډیر ښه تضاد دی.او د زخم، کاڼي ،درختې ترمنځ داخیلي وحدت تعقل دی چې یو بیل مضمون پيدا کوي.

د راز په بیت کې ښیښي دنازکۍ په مانا دي. خو د(کاڼې خبرې) اصطلاح د دونې د وجود سره مشابه کول ځکه ښه دي چې اکثره ، ونه په کاڼو ویشتل شوې ده.په شاعرۍ کې زخم له شونډو ،خال ،غاټول… سره تشبیه شوې او یایې رابطه ورسره درلوده .مګر دلته زخم دونې له زخم سره نوی والی لري.

   دوهم بیت کې سالک صیب له استعارې او تشبیه دواړو څخه کار اخیستی دی.چې دابیخي دنه منلو خبره ده .

   دقیامت شپيلۍ یوه ولسي اصطلا ح ده.زمونږ په سیمه کې کله چې ښځې دیوه کور دغم انځور کاږي نو وایي کوريې نه و سم قیامت و. دلته دغه کور د قیامت سره مشبه کول یو ډیر پرځای شباهت دی ، ځکه دقیامت په ورځ کې هرسړی دځان په ویر اخته وي.

همداسې ولسي اصطلاحات د خوشال بابا په شاعرۍ کې ډیر پیدا کيدونکي دي.

   خودسالک شپیلۍ د اسرافیل شپیلۍ ده.چې په ویده زړونو کې احساسات راژوندي کوي.مګردوهمه مصره کې (زړه مې جګ له هدیرې ) یو بالکنا یه استعاره یا مکنیه استعاره ده.دمکنیه استعارې خواص دادي چې:مستعارله (مشبه)ذکر کوي.اومستعارمنه(مشبه به) ذکرپکې نه وي راغلی.ولې دمستعار منه متعلقات او لوازم پکې ذکروي.چې په پورته بیت کې(له هدیرې جګیدل دي) موجود دي.

یعنې په اخرت داسرا فیل په شپیلۍ ،مړي له قبرونو راپورته کيږي. چې د( مړي )(مستعارمنه) ذکر پکې نه دی شوی ؛خو (زړه ) مستعار له دی. چې په بیت کې يې ذکر راغلی دی.او دمستعارمنه لوازم (متلعقات )   چې له: هدیرې جګیدل دي. ذکرپکې شته . نو په دې لحاظ ورته مکنیه استعاره وایو. اوبیا همدغه زړه له ریدي سره تشبیه شوی دی. (لکه ) دتشبیه ادات دی.

دزیري صاحب په بیت باندې ډیرې خبرې کیداشي ، ځکه چې یو صوفیانه مضمون دی.اوهم پکې دلفظ او مانا اړیکو یو نوی مضمون پیدا کړی دی.

   درییم ډول :په یوه زاړه او وراسته مضمون کې اجتهاد یا نوښت کول دي.اویا پکې نوې تجروبه رامنځته کول دي.

   عربو کره کتونکو ویل:شاعر کولای شي نوې پیښه را واخلي اوتیره پیښه انځور کړي.تاریخ ته مخه کړي ،ولسي کیسو ته مخه کړي …البته داسې یې انځورکړي چې لوستونکی یې درک ګړي چې نوې پيښه ده .همدغه مضمون افریني ده .

   مثلآ:مصطفی سالک دغه صوفیانه مضمون چې دکلاسیکې دورې شاعرانو او داسې نورو تکرار کړی دی، دمثال په توګه دخوشال بابا بیت را اخلو:

په هرڅه کې ننداره دهغه مخ کړم

چې له ډیرې پیدایي نا پدید شو

خوشال بابا

همدغه شوهدي نظریه چې خوشال بابا ارایه کړې ده ؛ سالک صاحب داسې مضمون افریني کړې ده:

دا دوحدت خبره تشه شاعري هم نه ده

ګني نو ولې په هرمخ کې ښکاریدله جینۍ

سالک

او یا داغونه چې په شاعرۍ کې یې ډیر ذکر راغلی دی. چا دغاټولو،چا دخالونواو چا دستوروسره یې تناسب ورکړی دی؛ مګر مصطقی سالک داسې نوښت پکې را وستی دی:

دداغونو مې څه شمار دی

چې جامه يې زر زري ده

سالک

یا دصاحب له مضمونه چې شیدا تجروبه اخیستې ده، داسې دی:

د وام عشق میخواهی مکن به وصل امیزش

که اب زندګی هم مکنه خاموش اتش را

««   ««

څه علاج وکړم درنځ روغه عالمه

وژني ما لکه شعله اب حیوان هم

دغه زوړ روایت ته تجدید را وستل او یا تجروبه پکې کول مضمون افریني ده.

   د مضمون افرینۍ په اړه فضل میر خټک په تجلیاتو قاموس کې لیکي:دا ډیره زړه تنقیدي اصطلاح ده ،مطلب یې دا دی چې یو زوړ فرسوده اوبیابیا اغږول شوی مضمون دتشبیه ،استعارې او مبالیغې په زور په نوي انداز کې بیان او پیش کړای شي ، داسې یې د حقیقت نه ډیرلرې وتمبوي. دا یو ه غلطه شاعرانه دعوه شې چې دصحیح ثابتولو لپاره یې لکه:

دحسن تعلیل شاعرانه استدلال راوړي.چې څو ک ورته صحیح او درست نه شي ویلای.

فیض احمد فیض وایي: که چيرته یوشاعر باالکل نوی او نا اوریدلی مضمون پیداکړي ، نو دې ته مونږمضمون افریني نه شو ویلای؛ مګرکه چیرته په یوه زاړه او وراسته مضمون کې لږ تفصیل یا په نوي بڼه یا په لږ بدلون را وړل شي نو دې ته مضمون افریني ویلای شو.

د اذادۍ راډیو په مجله کې اسدالله غضنفر له احسان الله درمل سره مرکه کړې وه . درمل دمضمون افرینۍ په نوي والي تاکید کړی دی.

دپورتنیونظریوپه اختلاف یوازې دومره وایوچې ادب په فردي توګه دنظرتمیلات په خپله لا محدوده غیږه کې نه ځایوي؛بلکې په کلي درک اومشاهدې،تجروبې له مخې فیصله کول اړین اوضروري دي.هسې خو په بدیع کې په ځینو صنعتونو اډانه هم لرو چې په هغو کې دری صنعتونه د پورتنیو نظریو سره یو څه مطابقت لري.دمثال په توګه داقتباس صنعت کې د حمید مومند مضمون علي خان داسې ارایه کړی دی:

له هغه مخه څوک څرنک بوسه واخلي

چې يې مخ دی دامو پیو پیروی

حمید مومند

اننګي يې په بوسه باندې زخمي شوه

د امو پیو پیروی دی که نه دی

علي خان

او یا توارد: چې په نا پامۍ کې یو شاعر دبل شاعر مضمون وړاندې کړي.

دښه پيژندلولپاره همدغه بسنه کوي چې دوه شاعران په یوه زمانه کې یو مضمون یا خیال ،فکر وړاندې کړي .دغه مضمون داسې يې وړاندې کړي چې دواړه دشعریت په لحاظ پوره وي.او په اقتباس کې معیار داده : چې دپخواني شاعر څخه اوسني شاعر ښه ترسیم کړی وي.

   د پورته استدلالونو په بنا ویلای شوچې مضمون افریني په نوی والي سربیره په مضمون کې مضمون پیداکول اوپه یوه زاړمضمون کې نوښت او تجروبه کول دي.

اخځلیکونه:

۱-فرهنګ عمید،عمید،حسن،کتابخانه یې امید ایران،irebooks.com

۲- نوی عربي شعر،پسرلی،اجمل،مومند خپروندویه ټولنه،جلال اباد۲۰۱۲.

۳-دحمید اوشمس الدین پرتلیز جاج،تابان،لیاقت،

۴-فضل میر:فضلیات(پښتو ادبي اصطلاحات)حیات بوک ډیپو۱۹۹۹ میلادی ،پيښور.

By میر

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *