فرهاد داوري

لومړی برخه –

سياسي مسايل په انساني ژوند کي محوري ارزښت لري، دا مسايل حاشيه يي ندي، بلکي محوري موضوعات دي چي هر فرد يې تر اغېز لاندي دی، د ټولني هر فرد د سياسي واکمنۍ تر سيوري لاندي ژوند کوي، هيڅ داسي فرد نسته چي سياست دي په مستقيم يا غيري مستقيم ډول اغېز ورباندي ونلري، د سياسي مسايلو د مهموالي له کبله د ټولني غوره افراد هڅه کوي چي په سياست کي ښکېل سي.

د سياست علم د انساني پرمختګونو په پايله کي د پرمختګ په حال کي دی، هغه مهال چي دا علم په انحصار کي و او د هر (چا) علم نه و، دومره پرمختګ يې نه و کړی، خو په اوسني وخت کي چي افکار ور ګډ سول او د هر چا علم سو، په ډېر پرمختګ کي روان دی، دا علم اوس په لويه کورنۍ بدل سوی دی او په ټولو ټولنيزو علومو کي د پراخ او پېچلي علم په توګه ګڼل کېږي. د ټولنيزو علومو پوهان پدې باور دي چي د سياست علمي لوستنه له څو اړخه ستونزمنه ده، يو دا چي پدې علم کي ټوليز اصول نسته، هره ټولنه د سياست لپاره ځانګړي اصول لري، د هري ټولني د خلکو ترمنځ پر اړيکو باندي بېلابېل قواعد واکمن دي، د هري ټولني پر وګړو باندي جغرافيايي او نور عوامل اغېز ښيندي، نو ځکه پدې علم کي کُلي او ټولمنلي اصول لږ دي. له بل پلوه پدې علم کي د کارېدونکو اصطلاحاتو او علمي فرضيو کارونه يو ډول نه ده، په هره سياسي ساحه کي د اصطلاحاتو پر سر ټوليز يوالی نسته.

د دې علم کورنۍ پراخه سوېده، د ژوند زياتي برخي تر لوستني لاندي راولي، په هره کچه چي ټکنالوژي پرمختګ کوي او انساني اړيکي پراخه کېږي په همغه اندازه دا علم پېچلی کېږي، د انسان په ژوند کي د موضوعاتو زياتوالی د دې علم پرمختګ ته لاره هواروي، انسان د صنعتي انقلاب څخه وروسته يوه بل پړاو ته واوښتی او په ژوند کي يې لوی بدلون راغلی، د اختراعاتو په زياتوالي سره انساني ژوند بل رنګ واخيستی، سياسي او ټولنيز فورمونه بدل سول، هغه انسان چي څو پېړۍ مخکي يې ژوند کوی، په زيات توپير سره د ژوند بل پړاو ته واوښتی، ټکنالوژي د انسان ژوند ته داخله سول، ماشين آلات او نور تخنيکي اړخونه پياوړي سول، د انسان په لاس جوړ سوي وسايل ستونزمن کارونه اسانه کړه، هغه انسان چي د ژوند په ساده ستونزو کي به راګېر و، د پرمختګ په راتګ سره له هغو ستونزو راووتی او په ارام فکر سره يې سياسي لوبي پيل کړې، سياست هم پېچلی سو او وروسته د هر چا لوبه نه ګڼل کېدل.

په سياست کي د عامه افکارو د ارزښت په پيدا کېدو سره سياسي مسايلو بل رنګ واخيستی، سياسي قدرت د عامه افکارو تابع سو، ولسي ملاتړ او د خلکو رضايت په سياست کي مهم ټکي سول، سياستوالو هڅه کول چي تر عامه افکارو پوري خپل پيغامونه ورسوي، عامه رضايت تر لاسه کړي او په ټولني کي ولسي ملاتړ خپل کړي، دې چارې بل حالت رامنځته کړ او د اړتيا لپاره يې د پيغام د انتقال او د ولس سره د اړيکي بېلابېل وسايل په کار سول چي وروسته همدې وسايلو زيات پرمختګ وکړ او په عصري ډول رامنځته سول.

د سياستوالو او ولس ترمنځ د اړيکو پياوړي کولو ته اړتيا وليدل سول، نو ځکه ولس او سياستوال هڅه کول چي دا پل ځواکمن کړي، له بل پلوه په ولس کي متحرک عوامل هم پياوړي سول، پر سياست باندي نيوکي او د خلکو نظرونه د قدر وړ وګڼل سول، دې حالت رسنيو او مطبوعاتو ته ښه زمينه برابره کړه، مطبوعاتو د سياستوالو او ولس ترمنځ اړيکي پياوړي کړي او د يوه پل حيثيت يې غوره کړ.

اوسنی وخت چي د ډيموکراسۍ د واکمنۍ وخت دی، سياستوال پر ډيموکراټيکو اصولو باندي سياست کوي، په ډيموکراسۍ کي عامه افکار ځانګړی ارزښت لري، د خلکو ملاتړ او رضايت د سياست د بنسټيزو کرښو څخه ګڼل کېږي، هيڅکله د سياستوالو ځاني ارادې د سياست په اړه تصميم نيونکي ندي، د سياستوالو ارادې د فردي ارادو په توګه ګڼل کېږي، د ټولني تصميم نيونکي ارادې عامه دي، د فردي حالت څخه وتلي دي، د سياست لپاره بنسټيزي کرښي هم د يوې ارادې تابع ندي او نه هم په يوازي ځان دا لوبي کېدای سي. ټولنه په طبيعي ډول د متفاوتو افرادو څخه جوړه ده، په طبيعي ډول د نظرياتو اختلاف او د ليدلورو توپير موجود دی. نو ځکه د عامه ارادو تر منځ مشترکات پر ټولني واکمني کوي، د مشترکاتو پياوړتيا او تطبيق د سياست پر غاړه دي.

په ډيموکراسۍ کي د سياستوالو ترمنځ متقابلي اړيکي موجودي دي، د متقابل پوهاوي پر بنسټ حرکت کېږي، دا اړيکي او پوهاوی د رسنيو د لاري رامنځته کېږي، رسنيو د دواړو خواوو استازي دي، د رسنيو د لاري د سياسي ساحي او ولسي بستر ترمنځ معلومات تبادله کېږي، په حقيقت کي همدا رسنۍ دي چي سياستوال او ولس مخامخ سره کښېنوي او د افکارو، غوښتنو او نظرياتو تبادله کوي، قانع کوونکي دلايل وايي او عامه رضايت رامنځته کوي. په هغه ټولنه چي مطبوعات ښه فعاله وي، هلته د دولت او ملت ترمنځ سؤ تفاهم له منځه ځي او د ټولني د پرمختګ او عامه ګټو د ساتلو لپاره ملت او دولت وږه پر وږه کار کوي، د سياستوالو تر شا ولس ولاړ وي او د سياسي مشروعيت پر بنسټ سياست پلی کېږي.

په ټولنه کي د دولت ريښې هغه مهال پياوړي کېږي او په ولسي بستر کي د سياسي اعمالو لپاره هغه مهال ځای پيدا کېږي چي ولسي رضايت رامنځته سي او سياسي قدرت د ولس په خوښه او ګټه استعمال سي، دا چاره يوازي هغه مهال کېدای سي، کله چي سياسي اړيکي پياوړي وي او د ملت او دولت ترمنځ اړيکي په شفاف ډول رامنځته سي. دولت او ملت دواړه داسي درېيمګړو بنسټونو ته اړتيا لري چي په بې پري ډول او په حقيقي شکل ستونزي او پرمختګونه روښانه کړي، په بې پري ډول تر عامه افکارو پوري معلومات ورسوي او له حقايقو څخه يې خبر کړي، دولت هم دېته اړتيا لري چي د ولسي برخي څخه کره معلومات تر لاسه کړي، د خلکو نيوکي، غوښتني او اعتراضونه په سمه توګه واوري، په خلکو کي د خپلو پيغامونو غبرګونونه تحليل او تجزيه کړي.

دا چاره يوازي د مطبوعاتو په پياوړتيا او د رسنيزو وسايلو په زياتوالي سره کېږي، په ډيموکراسۍ کي رسنۍ په سياست کي مهم ځای لري او د سياستوال پام يې ځانته اړولی دی، د سياستوالو زيات ټينګار د رسنيو پر اغېز او پياوړتيا باندي دی. دا جوته خبره ده چي په ډيموکراسۍ کي هغه سياست او سياسي سازمان بريالی دی چي رسنۍ او ژورناليستان يې په څنګ کي ولاړ وي، د رسنيو سره همږغي د سياست برياليتوب دی، د سياست د تطبيق لپاره رسنۍ مهم مرستندويه وسايل دي. هغه سياستوال چي د رسنيو پر رول باندي باور لري او رسنۍ په ټولنه کي د مهم فکټور په توګه ګڼي، هغه د عامه رضايت سره سم سياسي قدرت پلی کولای سي او د ټولني د عيني او ذهني شرايطو سره سم سياسي کرښي ټاکلای سي.

رسنۍ د سياست ژبه ده، دا ژبه هغه مهال په سمه توګه کارول کېږي، کله چي ښه اړيکي ورسره موجودي وي، کله چي رسنۍ د سياستوالو سره په څنګ کي ودريږي، له يوې خوا د دولت او ملت ترمنځ اړيکي ټينګيږي او له بلي خوا عامه افکار د سياستوالو په ګټه جوړيږي، نو ځکه سياستوال بايد رسنۍ تر خپل اغېز لاندي راولي او د رسنيو سره ښه اړيکي برابري کړي. د رسنيو سره د سياستوالو او عامه اړيکو د لوبغاړو د اړيکو لپاره څو ټکي مهم دي چي دا ټکي بايد په پام کي ونيسي، هره رسنۍ داخلي پاليسي لري او د خپل حيثيت د ساتلو لپاره بايد پلويان ولري.

سياسي لوبغاړي بايد ټولني ته پيغام ولري او د روان حالت په اړه روښانتيا رامنځته کړي، سياسي لوبغاړي پيغام ورکوونکي دي، دا پيغام بايد د حقايقو پر بنسټ ولاړ وي، تر څو ملت باور ورباندي وکړي، د ملت د باور په پايله کي ولسي ملاتړ خپل کېږي او د سياست د پلي کولو لپاره فکري بستر جوړيږي. سياسي لوبغاړي رسنيو ته پيغام ورکوي، دا پيغام بېلابېل ډولونه لري چي يو ډول يې د مطبوعاتي اعلاميو ترتيبول او بيا رسنيو ته استول دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *