د افغانستان تاریخ ته که کتنه وکړو نو د یرغل ډېری پېښي به ووینو خو په دې یوه کې یې هم دوښمن په دې نه دی توانېدلی چې خپل افکار او خپل ناوړه کړنې په دې هېواد کې پلي کړي، هرومرو د یوې لوي ماتي سره سره یې خپل هر څه له لاسه ورکړي او په تور مخ له افغانستانه وتلي دي.

   خو اوس اوس امریکا په افغانستان کې د پوځي یرغل تر څنګ تر ډیره بریده کلتوري، فکري او عقیدوي یرغل هم کړی دی.

  افغانستان کې د پوځي یرغل پر وړاندي د افغانانو دریځ روښانه دی، او دوی هم اوس په دې پوهېدلي چې افغانان په پوځي یرغل هیڅ کله ماتې نه خوري، او که تاریخ ته کتنه وکړي نو په دې به ډاډ من شي چې هیڅکله ماتې نه خوري.

   اوس دې خبري ته د ټولي نړۍ پام ور اوښتی او دا ځل یې په افغانستان او عراق کې د یرغل او اشغال توپير دا دی، چې لویدیځ د خپل پوځي یرغل تر څنګ په سیمه کې، د فکري او کلتوري یرغل لپاره نوي لوبغاړي (ایران او هند) په دنده ګومارلي، تر څو د دوی تر پوځي یرغل لاندي هېوادونو کې په فکري او کلتوري لحاظ بدلون رامنځ ته کړي.

چې دا ډیره د اندېښنې وړخبره ده، ځکه چې د هرهېواد هویت د هغه هېواد په فکري، عقیدوي او کلتوري ځانګړتیاوو کې نغښتي وي، که اوس اوس افغانستان ته ډيره ځیر شو نو هرو مرو به د کلتوري، فکري او عقیدوي یرغل نښانې و وینو.

خو ویره دلته ده چې که چېري هغه موخي چې امریکا غواړي د کلتوري یرغل له لاري لاس ته راوړي نو دا به لېري نه وي چې افغانستان به په یو غیر اسلامي هېواد بدل شي.

اوس امریکا په دې هڅه کې ده چې د مطبوعاتو په عرف کې د لویدیځ د قانون سره سم د بیان آزادی په نوم افغانستان کې فکري ټکرونه رامنځ ته کړي چې دا به د دوی د پرمختګ یو لوی ګام وي او په دې سره به د دوی د پوځي یرغل ماتې وژغورل شي.

د دې تر څنګ چې د دوی پرماتي به خاوري واوړي د دوی هغه ناوړه کړني چې له افغان وکړو سره يې د این او آن په نوم کړي دي هغه به پټي شي او افغانان به په خپلو کې سره بیا د تل په شان وا چوي.

او د افغان وګړو فکر، کلچر، عقیده، اخلاق … په هغه چوکاټ کې وساتي چې د هغه هېواد له ملي او دیني هویت سره ورته والی ولري، که چېري موږ افغاني رسنیو ته وګورو نو دا ټولي به د ایران او هند په لاس کې ووینو.

د بیلګي په ډول:

اوس مهال د افغانستان په مشهورو ټلویزونونو کې هندي ډرامې نندارې ته اېښودل کیږي چې دغه ډرامې افغاني ټولنه د تباهۍ په لوري بیایي، ځکه چې د فکري پيغام وړاندي پکې د یني پیغام نغښتی دی چې دا زموږ پر راتلونکي نسل ډير ناوړه اغیز کولای شي، هم د فکري او هم د دیني اړخ له خوا چې دا به ټولنه له ماتي سره مخ شي.

په پای کې دومره وایم چې پوځي یرغل به ناکامه شي او چاره یې هم کېږي، خو موږ باید فکري، عقیدوي او کلتوري یرغل ته ډيره پاملرنه وکړو، ځکه چې په اوږد مهال کې به مو ډير څه رانه واخلي.

5 thoughts on “مطبوعات او کلتوري یرغل /حکمت الله نورزى”
  1. نورزی صاحب ډیره په ځای لیکنه د کړیده . که څه هم مونږته لازمه ده چی د نړی هیوادونو سره ښی اړیکی ولرو خود هغوی کلتوری یرغل ته باید دير ویښ اووسو. تاسو په لیکنه کی د هندی ډرامو ته اشاره کړیده ،دی ډراموچی مونږ کوم ځای ته رسولی یو اونوربه موکوم ځای ته ورسوی، دی ټکی وضاحت لپاره د مطع الله تراب شعر داکړی کاپی بولم هغه وایی:

    …..لباس کلتور اوتمدون مو په پتلون واوښتو- ستر عورت مو ترپنډیو ترزنګون واوښتو
    بعضو لستونی تراوږو او چا ترستونی یووړل – د مغرب ګرمو هواګانو تری پړونی یووړل …..

    1. نورزی خا نه په ا یت شریف کښې راغلې دې اتامرون النا س با البر وتنسون انفسکم ترجمه ایا تاسې امر کوی خلګ په ښو کا رو او تا سې هیر کړیدې خپل خا نونه هیله ده چې ته پخپله مهر با نې وکړې لومړی ته خپله په هندا ره کې وګورې

  2. دا خواره کی مزده مو ر ا یسار کړی خو څوک نوري صیب ته هېڅ هم نه وايي چې د پا سکتان او ایران یې نوم قدرې نه دی یا دکړی. که ددوي یرغل اسلامي او روادی؟

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *