تاند، شنبه، د میزان ۲۰مه: د طالبانو سیاسي شنونکي، لیکوال او فعال نظر محمد مطمین پر ټولنیزو رسنیو ادعا کړې ده چې د جمعې تر لمانځه وروسته پرې وسله وال برید شوی دی، خو دی ترې روغ وتلی دی.
نوموړي ویلي، په خوشال خان مېنه کې کور ته پر لاره و چې یو کس ډزې پرې کړې دي او په تېښته بریالی شوی دی.
خو د کابل امنیه قومندانۍ ویاند فردوس فرامرز تاند ته وویل، تېره ورځ په خوشال خان سیمه کې داسې کومه پېښه نه ده شوې.
دا لومړی ځل نه دی چې په کابل کې مېشت طالبان ادعا کوي چې وسله وال بریدونه پرې شوي دي، تر نظر محمد مطمین وړاندې فیض محمد ځلاند ویلي وو چې کانټیننټل هوټل ته نږدې پرې د برید هڅه شوې ده، دغه راز بل طالب فعال خیرالله شینواري هم ادعا کړې وه چې د احمدشاه بابا مېنې په شاوخوا کې له وسله وال برید څخه روغ وتلی دی او اوس نظر محمد مطمین داسې اوازه خپره کړې د چې دی له برید څخه روغ وتلی دی.
بلخوا د قطر طالبانو ته نږدې سرچینه وايي، دغه کسان طالبانو ته د ځان ډېر وفادار ثابتولو او ورنږدې کولو په تړاو ورته ادعاوې کوي.
دا سرچینه وايي، کله یې چې له نظر محمد مطمین سره له پېښې تر خبرېدو وروسته تماس ونیو، هغه ورته وویل، چې هیڅ نه دي شوي دا یو تاکتیک و چې کارول شوی دی.
SALAMOALIKUM WATANWALOO TAH;
MOTMAEEN SAHIB YOU ARE ONE TALIB/YOU ALWAYS WRITE ONE WAY;
IF YOU CHOICE ONE GOOD WAY,NOBODY WILL KILL YOU.
PLEASE READ;
http://WWW.TOLAFGHAN.COM
pa nareenono kee esaar woles;
by mokhtaram ABDULWAKHEED WAKHEEDY.
AFTER THINK AND DO ACT,
YOU KNOWS AFGHANS NEED PEACE, THANK YOU