د کابل پوهنتون ځینو محصلانو په روژه مبارکه کې د رخصتي لپاره د جوزا پر ۱۹ مه مظاهره وکړه او د خپلې دې غوښتنې د حقانیت لپاره یې عجب جالب پاراډاکسي دلایل وړاندې کړل، ممکن د افغانستان د ډېرو پېچلو مسایلو په ګرداب کې د یو څو تنو د دا ډول مظاهرو، متناقضو غوښتنو او دلایلو ته ډېر شمېر صاحبنظران په بابېزه سترګه وګوري؛ خو ما ته د عامه ذهنیت په نمایندهګې د دې لاریون شا ته له مهاره وتلو بحرانونو توپانونه چیغې وهي.
په دې مظاهره پورې اړوند یو څو مقولو ته سره تم کېږو او په نتېجه کې ګورو چې زموږ ځوان نسل د فکري سقوط په کومه کنده کې پروت دی.
یو، مظاهره؛ په ډموکراټیکو ټولنو کې مظاهره د ډموکراسي تر ټولو غوره مدني تمثیل دی، خو دا ننداره هله مدني و ډموکراټیکه ده چې د قانون په چوکاټ کې وي، له بدهمرغه زموږ په زیاترو لاریونو کې د اساسي قانون د مواداتو پر ضد شعارونه ورکول کېږي او په څرګنده دغه ملي وثیقه تر پښو لاندې کېږي، مثلاً «مرګ پر ډموکراسي» شعارونه ورکول کېږي، په داسې حال چې ډموکراسې د اساسي قانون تر ټولو غوره ارزښت دی، په دغه یاده مظاهره کې هم د تعلیم و تحصیل حق د پایمالېدو هڅه وشوه، په دې مانا چې زدهکړه یو بشري حق دی او د بشر اساسي حقونه زموږ په اساسي قانون کې تسجیل دي، کله چې د روژې په بهانه د بېوخته رخصتي لپاره د یو څو تنو افراطیانو له خوا مظاهره کېږي؛ نو د سلګونو زرو نورو پر تحصیل مینو افغانانو د دغه بشري حق په نقض سره اساسي قانون تر پښو لاندې کېږي.
دوه، روژه؛ روژه د اسلام له پنځو بناوو یوه او تر ګردو غوره عبادت دی چې هر بالغ او روغ مسلمان یې په نیولو مکلف دی، دیني علماء وایي چې د روژې هر عبادت د نورو ورځو تر هغو په څو چنده زیات ثواب لري، دا د نفس د تزکیې او له غریبانو سره د خواخوږي سبب کېږي او دا د مسلمان د شهامت یوه لوړه نښه ده، که موږ د رښتینو مسلمانانو په صفت د خپل محبوب پیغمبر ص پر دې فرمودو ایمان لرو چې «علم پر نر و ښځه فرض دی» او «له زانګو تر ګوره علم حاصل کړئ.» نو واضح پیغام یې دا دی چې اول خو د علم په تحصیل پسې هر څومره ډېر زحمت ایستل تر ټولو ډېر ثواب لري او په روژه مبارکه کې دا ثواب باید څو چنده زیات وګټو، په دې حساب نو که چېرې روژه په قانوني رخصتي کې هم را برابره شي باید د زښت ثواب ګټلو په منظور د نه رخصتي لپاره لاریون ته را ووځو.
درې، رخصتې؛ معمولاً په تعلیمي و تحصیلي چوکاټ کې د خدای ټمبل، نالایقه، بې کفایته، بې مسوولیته، بې تربیې، بې نظمه او یو مخ لااُبالي شاګردان و محصلان ځای بېځایه رخصتیو ته خوشالېږي، له خدایه یوه بهانه غواړي چې له ټولګي، پوهنتون، کتاب، قلم او استاده یې سترګې نیهامې شي، له بدهمرغه چې د څلوېښت کلن جنګ له لاسه زموږ ملي اخلاق، ملي تربیه او ټول دولتي سیسټمونه ګړوب شول، اوس مو د نوي نسل د تباهي لپاره د مسلسلو بېوخته رخصتیو پلمې خورا زیاتې شوې او مزخرف ذهنونه مو ښه پکې خوشاله دي.
څلور، ګرمي؛ د یادې مظاهرې یوه ګډونوال د کابل پوهنتون د ژورناليزم پوهنځي محصل وسیم جان ازادۍ راډیو ته وویل چې له ستونزو څخه یوه یې ګرمي ده چې روژه نیول پکې سخت دي، جالبه خو دا وه چې د خبریال د دې پوښتنې په ځواب کې، چې په ننګرهار، هلمند، کندهار او نورو ولایتو کې به ډېره ګرمي وي که په کابل کې، وویل چې په کابل کې د شپې له خوا ډېره ګرمې وي، دا یې نو طبعاً د لاریونیو له منځه هغه هوښیار کس وو چې رسنیو ته یې را مخ ته کړی و، ټول پوهیږو چې له یوې خوا سږ کال په کابل کې د عمومي اقلیم د بدلون له امله ژمی وچ، په دوبي کې دا دی بارانونه اوري او هوا د پخوا په نسبت ډېره سړه ده او له بله اړخه د کابل شپه معمولاً یخه وي.
پنځه، ډوډۍ؛ د مظاهرهچیانو بل شکایت د لیلیې ناسم شرایط او ناسمه ډوډۍ وه، د راډیو خبریال وویل چې د ډوډۍ مساله خو یوه عمومي یادېدونکې ستونزه ده، ده دا یادونه هم وکړه چې په نوره دنیا کې تحصیل په پیسو خو په افغانستان کې وړیا دی، اما بیا هم محصلان شکایتونه کوي، دا ډېر مهم ټکی دی که رښتیا هم زموږ د دولتي تعلیم و تحصیل معیار لوړ او د شخصي موسسو غوندې په بیه وای، اول خو به یې شاګردان داسې بېاستعداده و لټ نه پاتېدای او بل به یې هیڅکله د ډوډۍ، لیلیې او رخصتیو لپاره بېمنطقه او قانون ضد مظاهرې نه کولای.
شپږ، سیکس؛ او تر ټولو خطرناکه مساله یې همدا د جنسي غریزې یرغل، غوبل، غوغا او غپا ده، «وایي، وهم دې چېرې او درب دې چېرې شو.» د لاریون یو شعار د اسلامي ارزښتو ساتنه وه، وسیم جان په روژه کې د پوهنتون ویلو یو مشکل د ښځو نااسلامي حجاب یاد کړ، ده وویل «له اسلامي شریعت سره دا کومې جینکیانې چې دي دوی نه راځي.»
ژورنالیسټ پوښتنه وکړه چې په افغانستان کې خو ټولې ښځینه محصلینې په حجاب کې راځي تاسې دلته څه مشکل وینئ؟
ده جواب ور کړ: «که چېرې تاسې له نږدې نه کابل پوهنتون وګورئ، دلته وضعیت ډېر خراب دی، په غربي رسنیو، سریالونو او ټلوېزيونونو کې هغه د کابل پوهنتون جینکیانې عملي کوي او راځي، نه پوهېږو چې دا د بهرنیو سفارتونو له خوا دوی ته دا سازماندهي کېږي او یاهم له کومې بلې لارې پیسې اخلي.» د خبریال د دې پوښتنې په ځواب کې چې کله د حیا مساله راځي نو نارینه هم باید حیا وکړي او نجونو ته و نه ګوري، وسیم جان وویل؛ « دولت باید بېل بېل صنفونه جوړ کړي وای، موږ په صنف کې ګډوډ کښېنو، هلته موږ نه شو کولای چې د خپلو سترګو حیا دغه کړو، مجبور یو چې یو بل ته وګورو، سیمینارونه ګډوډ دي او فعالیت ګروپي سیسټم دی، حتمي و ضروري باید له یو بل سره وږغېږي، له یوبل سره وګرځېږي، کردار و رفتار وکړي.»
پایله
په علمي توګه د دې مسالې رواني او ټولنپوهنیز تحلیل و څېړنه زموږ د ټولنې یوه له تر ټولو لویه اړتیا ده، ځکه زموږ ځوانان د بېلابېلو اقتصادي، ټولنیزو او فرهنګي عواملو له مخې د جنسي غریزې د نهاشباع له جدي بحران سره لاس و ګرېوان دي، کله چې یې سیکسي تنده په معقول ډول نه ماتېږي، په نااګاهانه توګه نور مسایل بهانه کوي چې تر ټولو غټه پلمه یې د ښځو د تعلیم په صورت کې د اسلامي ارزښتو پایمالېده دي، دوی ته که د پوهنتون محصلانې په سلو پوښونو کې هم وپېچل شي، دوی به نه یوازې راضي نه شي بلکې جنسي غریزه به یې نوره هم جهنمي شي او که یې چانس برابر شي، د خپلې خور، مور او لور څخه به هم مخ و نه ګرځوي؛ خو په دې لیکنه کې یې د تفصیل مجال نه شته.
مګر دا د معارف او لوړو زدکړو وزارتو مسؤلیت دی چې دغو ستونزو ته د علمي حل معقولې لارې چارې ومومي، البته دا پرابلم تر دې کچې هم ډېر لوړ دی او د غونډ دولت د جدي توجه ضرورت دی؛ خو لاس په لستوڼي زه دا وړاندیز کولای شم چې زموږ تعلیمي او تحصیلي نصاب باید خامخا اصلاح او پر نويو ماډرنو علمي اساساتو عیار شي، زه په مسوولیت سره ادعا کوم چې زموږ په پوهنتوني کریکولم کې د نورو ریشخندي کمزوریو او مطلقو غلطیو تر څنګ افراطیت تسجیل دی او د لوړو زدهکړو وزارت تر لوګو لاندې په رسمي چپټرو کې استادان ټروریزم تدریسوي، په تېره بیا د شرعیاتو پوهنځیو او په پاکستان کې د ټروریزم پالونکو مدرسو تر منځ چندانې توپیر نهشته او د هر پوهنځي له اوله څخه تر اخېر سمیسټر پورې د اسلامي ثقافت په نوم چپټرونه هم لکه د داعشي ترهګرو په مرکزو کې چې جوړ شوي وي؛ زه هم د پوهنتون په نوم د همدغه افراطیت له ځالې څخه په ۱۳۹۲ کال کې فارغ، اوس د همدغه کابل پوهنتون د ماسټري پروګرام د درېیم سمیسټر شاګرد یم او د دې ټول وراسته و علم ضد نظام عیني و ژوندی شاهد یم، که رښتیا مسوول حکومت وي، اول به مې وپوښتي که مې خپلې یادې ادعاوې او تحلیل ثابت نهکړای شوای؛ نو بیا مې دې د نافذه قوانینو په رڼا کې په حتمي سزا ورسوي.
بدلون اوونيزه/دوهم کال/۳۰ مه / پرلپسي ۸۲ مه ګڼه/چهارشنبه/ جوزا /۱۹/ ۱۳۹۵
یار صاحب ډیره مننه ، ښه پر ځای لیکنه وه
الله ج دیی ځمونږ ټولوځوانانو په تیره بیا دپوهنتون محصیلینو ته دنیکی هدایت وکړی
پوهنتون دتحصیل، پوهی اوتجروبو ځای دی، ځوانان باید خپل دغه قیمتی وخت په بیځایه خبرو اوکړونو تیر نکړی
یار صاحب ښه لیکنه ده خو افسوس غوږونه کانه او سترګی ړندی دی ،پوهنتون( پیشنتون ) ته چی ورشی که د کابل دی او که امثالهم هیڅ اخلاقی زدکړه نشته فقط فلمی اکټونه کیږی ، درس هم نشته هسی په نوم یوه اداره لری هغه هم ډیکتاتوری نظام لری د استاد د راضی ساتلو لپاره دوی هر څه کوی که د خپل عزت خبره هم شی هغه اهمیت نه لری ، ځینی استادان د ی چی ترهګر روزی او ځینی نور یی بیا فحاشان روزی ، ددی تر شا د استادانو لاس دی ، یوه اداره خپل اصول لری که څوک تری سرغړونه وکړی د جدی غبرګون سره مخ کیږی خو دلته ، هغه څه نه عملی کیږی چی دوی یې خپلو زدکړیالیانو ته د ټولنی د خدمت لپاره ور زده کوی د غنی د فرمان سره ټول د پیشنتون هیروګان راوتلی وو او دخپلو د حقوقو د دفاع په نوم یی دا بدبخت جاهلان له درسه ایستلی وو او اوس ورته د مظاهرو اشاری کوی هغوی خپل عمرونه خوړلی دی درس نشی ورکولی او دخپل نفوذ په اثر یی غیر مستقیمی مظاهری رهبری کوی
الله تعالي دي درته هدايت وکړي ليکونکي
ستاسو !بدبختو راشنفکرانو د لاسه افغانان او افغانستان دا څلور لسيزي په اور کي سوزي
اوس تاسو لا هم د د خپل ناوړه اعمالو نه توبه نکوي
د افغانستان او افغانانو د ستونزو اصلي لامل تاسو پردي پالي د کمونيزم پاتي شوني او د غرب کنجاړه خواره ياست
تاسو د ټولني ميکروب ياست او تر هغيست چيا ستاسو علاج ونشي
مونږ به لدي کړاوونو او بدبختيو سره لاس او ګريوان يو