سبا د عا شورا ورځ ده اما په افغانستان کې، د ځوانۍ او فرهنګ په کور کې رشتیا عاشورا ده؛  دعاشورا له پاسه عاشورا، په واقعي مانا عاشورا!

شهید پتیال تر حضرت امام حسین هم ډېر مظلوم و ځکه: نه ده، نه یې دوستانو، نه یې کورنۍ او نه یې یارانو، هیچا هم د چا په وړاندې د جنګ اعلان نه وو کړي؛ د هغه د شهادت لپاره هېڅ پلمه نه وه؛

 د هغه ترور زموږ د زمانې د تر ټولو کړغېړنترین جنایت فصل پرانیست.

هېڅوک، هېڅ حق نلري چې د یوه انسان یو څاڅکی وینه هم توی کړي خو زموږ د دغه پاک شهید خونخواران په هېڅ توګه د بخښلو نه دي ځکه دوی د دغه لوی جنایت، قساوت او خباثت لپاره آن د دوی په خپل نا انساني کتاب کې هم کوم جواز او فتوا نه درلوده، دوی د درېیمې زریزي تر ټولو احمقترین او رذیلترین یزیدان دي.

د شهید پتیال قاتل د یزید د تاریخي جنایت ريکارډ مات کړ؛ افغانستان به د خپل تنکي، ښایسته او ډېر مظلوم حسین دا قاتل او دا یزید هېڅکله ونه بخښي؛ دا یزید او بل هر یزید به آن د جهنم په دروازه کې هم معاف نه کړي.

د دې یزید مخه باید ونیول شي که نه د پتیال ملي خاندان به ایالتپه کړي.

موږ به د خپل حسین د ویني پور هېڅ یزید ته ور پرې نږدو.

د پتیال د سپېڅلو وینو په تقدس قسم او زموږ زمانه دې شاهده وي چې دا د افغانستان د پتمنې مور د حلالونو زامنو او د پتیال د زخمي وروڼو نه ماتېدونکی عزم دی.

0 thoughts on “مظلوم حسین خو ولاړ، مګر یزید مه پرېږدئ! / محمدیار یار”
  1. د پتیال شهادت خورا خواشینی کړم. ټولو لیکوالو، شاعرانو او فرهنګیانو ته پکار ده چې د پتیال قاتلان وغندي او د کندهار ولایت ته لازمه ده چې د ښار هماغه واټ شهید پتیال ونوموي چې دی پکې شهید شو.

  2. Pakhatnoo mara kigi sa ba wakaroo, rawikhidal monga pashtano ke na shta monga weda yoo da bal las doday ta nast yooo, der khoshala yoo monga ham pa donya ke jownd kawoo. ey ba ghirata pashtanoo kala ba rawekhigi tasoo

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *