ویل کیږي چې و لسمشرۍ ته نوماند ښاغلی عبدالله عبدالله اوس پر کورنیو سرچینو برسیره د باندنیو باخبره سرچینو (رویټرز خبري اژانس ، روان زیږدیز کال د اپریل نهمه، د بریتانیا فیننشل ټایمز معتبره ورځپاڼه داپریل لسمه) له اړخه هم دا خبره اوریدلي چې ډیری افغان اولس یوځل بیا مخ ځيني اړولی، اوپه ټولټاکنو کې احتمالې بری د سیال کاندید ښاغلي اشرف غني په برخه دی، خورا پریشانه او لالهانده کړی یې دی.
اوس نو له هیچا پټه نه ده،چې د نیابتي جګړي په ترڅ کې، د ټوپک د شپیلۍ په زور منل سوي سیاست وال کرار کرار په اولسونوکې خپل زور واکی سیاسي موقف بایلي، په بله وینا له شر و فساده او کورنۍ جګړي ستړي افغانان، هغه که بېسواده دي اویا باسواده نور نو د چا د زور او زرو هغومره پروا نه لري، څومره چې په جګړه یېز تفکر باورمند او تنومند اماتور سیاسي اکټوران یې تمه لري.
همدایې وجه ده چې عبداله عبداله او د نظار شورا فکري خط ته متمایل معامله ګر او جګړه پال سیاسیون په دې تکل کې دي، تر څو یووار بیا د فساد، چور اوتالان، خېل پالني او اجتماعي بې عدالتۍ سیاست په اصطلاح د« مقاومت» تر سیوري لاندي د پنځو کلونو لپاره نورهم وغځوي.
لیکن دادی د افغان کهول زیاتره اولسونو په یوه غږ د پردي ټوپک اوخپل ټوپکسالار د خوښي خلاف( هغه که د کابل په حکومت کې مقاومتی ملیونران یا زورور دي اویا د همدې حکومت سرزوري وسلوال مخالفین د افغان د خاوري په سمه او غر دي) دحمل دمیاشتي پر ۱۶ دښي لاس د اشاري ګوته پخپله خوښه تکه شنه کړه اود خپلي رایي په کارونه یې د جګړه مار او ټوپکمار لاره وغندله، پایله یې د اماتورو، معامله ګرو او جګړه پالو څیرو دخوښي خلاف وبریښیده.
په بله وینا دلږ و ډیرسیاسي شعور څخه برخمن افغان اولس د اوسني عصر د غوښتنو سره سم، د نړیوال کلي له نرخه خبر او په همدې کلي کې د خپل هیواد د درینیمو لسیزو سیاسي کړکیچ و هوارولو ته ژمن، ریالیست، کارپوه، افغان سیاستوال ته چې نه یې لاسونه په وینو سره دي، نه مخامخ په نیابتي جګړه کې ښکیل اونه په شر و فساد تورن دی، د خپلي رایي وړ وباله.
له بله اړخه هم ښاغلی عبدالله عبدالله اوهم ځیني نورد بې کفایتۍ، فساد،تشنج او مقاومتي خط لیوال سیاستوال دا هیروي، چې د نوموړيو په فکري خط کې ټولو افغانانو ته په یوه سترګه کتل،د روابطو پرځای ضوابطو ته ژمنتیا، ملي ګټي،ملي روغه جوړه،ملي وحدت، افغاستان جوړونه، او…ځای نه لري، بې له شکه داسي حاکمیت د پنځو کالو لپاره خو څه، ان د پنځو ورځو لپاره هم ، نه عام افغان کهول مني او نه د کابل ودروازو ته څیرمه تیارسئ ولاړ وسلوال مخالفین.
تر دې وراخوا په تیرو کابو دیارلس کلونو کې نړیواله ټولنه، په تیره غربي نړۍ د عبداله عبداله او د هغه د خرپ او ترپ مقاومتي ملګرو له کار و پیکارڅخه پوره خبرتیا لري، داهیڅ منطق نه مني چې اروپایې مالیه ورکونکي او یا هم منتخب سیاستوال دي یووار بیا په فساد کې ښکیلو، جګړه پالو یا په اصطلاح پر افغان «مقاومتي سیاستوالو» باور وکړي او یا دې کړيو اقتصادي ژمنو ته ځانونه پابند وښیې!
پدې کې شک نه سته، چې په هر چل ول سره چې ممکنه وي ، معامله ګر عبدالله عبدالله او همګټي انډیوالان به یې خپل بخت یووار بیا وازمایې، که وکولای سي، ټولټاکني دوهم پړاوته ورټیل وهي، تر څو هم خپل ځان اوهم دواک لیوالو په فساد او درغلیو کې ښکیلو انډیوالانو لپاره یې د خټو پزي جوړي کړي او په حکومتي سروالۍ کې پاته سي.
که داسي وسي پایله به یې غالبآ د مغرضو ګاونډیانو، سیمه یېزو او نړیوالو افغان دښمنه طاقتونو په خوښه خدای مکړه یوه بله، تر بل هر وخت خطر ناکه کورنۍ جګړه وي، چې دتیرو جګړو په پرتله به خورا پراخه او ورانونکې وي.
نوځکه دا تر بل هر چا وړاندي، دا افغنستان د اوسني ولسمشر حامد کرزي، د ولسمشرۍ مخکښ کاندید اشرف غني ، دهغه انتخاباتي ټیم، ورسره افغان او افغانستان ته ژمنو سیاستوالو، افغان روڼ اندو او ګرد افغان اولس پوري تړلي، چې د رای پاڼو په راټولولواو شمیرلو کې د درغلیو اوهرډول جعلکاریومخه ونیسي. او پري نه ږدي ګران افغانستان یووار بیا د جګړو په لمبو کې لولپه سي!
۱۱ اپریل ۲۰۱۴ـــ ستاکهلم
nice,nice,nice
پدې کې شک نه سته، چې په هر چل ول سره چې ممکنه وي ، معامله ګر عبدالله عبدالله او همګټي انډیوالان به یې خپل بخت یووار بیا
وازمایې، که وکولای سي، ټولټاکني دوهم پړاوته ورټیل وهي، تر څو هم خپل ځان اوهم دواک لیوالو په فساد او درغلیو کې ښکیلو انډیوالانو لپاره یې د خټو پزي جوړي کړي او په حکومتي سروالۍ کې پاته سي.
حقانیا ر صا حب تا سو او ستا سو پر ډول نور په پوهه سنبال افغانان دې الله راته ژوندې لرې. د داود خان او دده دمعصومې کورنۍ دې الله شها د ت قبول کړې.کمونیستان او ددوی پر ډول نور دبهرنیانو لاس پوڅې او غلامان دې الله تباه او بر با د کړې.ځکه د ګران هیواد دتباهۍ لومړې عا ملین همدغه کمونیستان دې. حقانیار صا حب ډیره ښه لیکنه مو کړیده، یوه نړۍ مننه