تاند: د ولسي جرګې معترضې نوماندانې چې اوونۍ وړاندې د ارګ او سپیدار ماڼۍ له مخې وشړل شوې اوس یې د سترې محکمې مخې ته پرلت وهلی دی.

دا تقریبا ۱۲ معترضې نوماندانې وایي، که یې د ټاکنیزو شکایتونو اوریدو ته ځانګړې محکمه جوړه نه شوه، عام محضر کې به ځانته اور واچوي.

له دې ډلې یوه معترضه فرزانه فرهمند وایي، ستره محکمه دې یا د دوی شکایتونه وڅیړي یا دې تذکیرې ترې واخلي او افغانستان نه دې یې وباسي، ګني دوی به ځان ته اور واچوي.

ډیوه نیازۍ بیا وایي، پولیسو ورسره ښه سلوک نه دی کړی او څو ځله یې له معترضانو سره له زوره کار اخیستی دی.
دغو میرمنو درې میاشتې وشوې چې د ولسي جرګې پایلو کې ورسره د بې عدالتۍ له ادعاو سره اعتراض پیل کړی دی.

دوی وایي، د ولسي جرګې د بریالیو کسانو له لیسته یې په زور او فساد نومونه ایستل شوي دي.
دغو میرمنو له دریو میاشتو راهیسې تر اوسه له پرلت واخله د نه خوړلو اعتصاب او شونډو ګنډلو پورې مدني اعتراضونه وکړل خو وایي تر اوسه یې چا غږ نه دی اوریدلی.

تیره اوونۍ د دوی خیمو ته نږدې پولیسو ځانمرګی بریدګر ونیو او معترضانې یې د ارګ او سپیدار له مخې پورته کړې خو اوس دوی د سترې محکمې مخه نیولې او د خپلو اسنادو برخه کې څیړنه غواړي.
ټولنیزو رسنیو کېـحکومت پلوه کسان دغه میرمنېـښې نه یادوي خو څارونکي بنسټونه وایي، حکومت باید د دغو میرمنو غږ واوري.
د ازادو او عادلانه ټاکنو د بنسټ مشر نعیم ایوبزاده همدا خبره کوي: ( که د دوی غږ وانه وریدل شي دا به بحران او فاجعې نه کمه خبره نه وي.)

خو ارګ بیا بیا د دغه اعتراضونو په غبرګون ویلي، دوی سره چې هر څه شوي دي د ټاکنو کمیسیون کړي او ارګ د ټاکنو معامله کې لاسوهنه نه کوي.

د ارګ دا دریځ په داسې حال کې نیولی چې تر دې وړاندې امرالله صالح، حبیب الله احمدزي او کریم خلیلي تور پورې کړی و چې ځینې وکیلان له ارګه ولسي جرګې ته بریالي شوي دي.

One thought on “معترضې نوماندانې حکومت ته؛ که غږ مو نه اورئ ځانته اور اچوو”
  1. ګرانو خویندو!
    هیله ده دا شوم عمل تر سره نه کی چی دواړی به مو خطاء شی په ضمن کی زموږ او ستاسی او ټول وولس همدغه ببدبختی بس ده چی نورو اورونه را ته بل کړی دی نو خپله به ځانته اورونه نه بلوو
    لاړی شی شاباس په کوم علمی – ښوونځیز – اداری- اجتماعی – فرهنګی سنګر کی د خدمت لستوڼی را ونغاړی که رشتیا د خدمت نیت او انګیزه ولری
    نن ورځ افغانستان د نړی له نا آرامو او ناسوکاله هیوادو له ډلی څخه شمیرل کیږی خو د نړی لومړی درجه هیواد دی چه د ځان وژنی کچه پکی تر ټولو هیوادو ټیټه ده بناً هیله ده چی دا منفی څپی مو له وجود څخه پاکی او شیطان یا پارلمان ولاحول کی د خلګو خبره

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *