د ولایتي شوراګانو یو شمېر معترض وکیلان ادعا کوي، چې د ټاکنیزو سایټونو په اندازه په ټاکنو کمېسیون کې هم درغلۍ وشوې او د نورو وکیلانو رایې د مشخصو کاندیدانو په ګټه حساب شوې دي.

((په (صفر) او (یو) عدد د رایو پایلې ډېرې تغیر شوې دي. له ما سره داسې اسناد او شواهد شته، چې ښیي د یو کاندید ۴۲ رایې ۴۲۰ او ۱۲ رایې ۱۱۲ شوې دي. د ولسمشرۍ ټاکنو په پرتله ولایتي شوراګانې کاملاً هېرې شوې دي. شکایتونو کمېسیون دې نن دغو اعتراضو ته جدي پاملرنه وکړي، چې ولس یې په خپلواکۍ باوري شي.)) د حقوقو پوهنځي استاد محمد ناصح

یوه سرچینه وایي، ولایتي شورا ته یوه داسې وکیله هم بریالۍ شوې چې ۳۰۰ رایې یې وړې وې، خو د یو بل کاندید رایې ورته حساب شوې او اوس د خپل ولایت له ټولو وکیلانو زیاتې رایې لري.

ولسمشرۍ ټاکنو ته ډېره توجه ددې لامل شوه، چې ولایتي شوراګانې له پامه وغورځول شي، خو د شکایتونو کمېسیون چارواکو په وینا، د شکایتونو څېړلو ننی بهیر په پایلو اغېز لرلی شي.

شنونکي وایي، په ټاکنیزو کمېسیونونو کې د ولایتي شوراګانو د مشخصو کاندیدانو لپاره هماغومره درغلۍ وشوې لکه په عمومي سطحه چې په یو شمېر ټاکنیزو سایټونو کې ولیدل شوې.

حقوقپوه عثمان کامران وایي، د ټاکنو کمېسیون د تقلب کوونکو سلګونو کارکوونکو جانبدارانه هڅې ددې باعث شوې چې د یو شمېر وکیلانو رایې مشخصو کاندیدانو ته حساب شي: ((نن باید د شکایتونو د څېړلو کمېسیون دې موضوعاتو ته جدي پام وکړي. د شکایتونو د څېړلو ټوله پروسه دې د کاندیدانو د ناظرینو، رسنیو او مدني ټولنو استازو په مخکې وڅېړل شي.))

د افغانستان د دیموکراتو حقوقپوهانو د ټولنې مشر کبیر رنجبر وایي، دا چې د شکایتونو د څېړلو ټوله پروسه ښکاره نه ترسره کېږي، نو د درغلۍ امکان پکې زیاتېږي: ((شکایتونو کمېسیون د قانون په اساس مکلف دی، چې ټوله پروسه د رسنیو، مدني ټولنو او کاندیدانو د استازو په حضور کې ترسره کړي،  یوازینۍ دغه شفافه پروسه به د ولایتي شوراګانو معترض کاندیدان قانع کړای شي.))

د حقوقو استاد محمد ناصح محور سره په مرکه کې په ټاکنیزو کمېسیونونو تور پورې کړ، چې د ولسمشرۍ ټاکنو په لالچ کې یې ولایتي شوراګانې په ټولیز ډول له یاده واېستې.

ښاغلی ناصح د خپلوۍ او روابطو په اساس د ټاکنیزو کمېسیونونو د کارکوونکو ګمارنه د تقلب اصلي ریښه بولي: ((داسې نښې ډېرې دي چې دغه کارکوونکو د مشخصو کاندیدانو په ګټه فعالیتونه کړي دي.))

د کابل د ولایتي شورا معترض نوماند محمد اشرف غیرت محور سره په خبرو کې ټاکنو کمېسیون په درغلۍ تورن کړ: ((د پغمان په اوریاخېلو او د احمد شاه بابا مېنې په دریو سایټونو کې د ناظرینو د لست کاپي له ځانه سره لرم، چې ۸۶ او تر ۱۰۰ رایې پکې لرم، خو اوس په سایټ کې زما یوه رایه هم نشته. خپل شکایتونه مې ثبت کړي، خو د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون په خپلواکۍ باوري نه یم.))

خو د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون ویاند نادر محسني دغه تورونه نه مني او وایي، نن (شنبه) به خپل کار د قانون په اساس پیلوي او حق به حقدار ته سپاري.

په ټاکنیزو شکایتونو کې په یوه صندق کې له ۶۰۰ ډېرې رایې، په یوه قلم نښې شوې رایې او د ناظرینو له لاسلیک پرته مرکز ته راوړل شوي صندقونه د شکایتونو لوی موارد دي او نن به د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون له لوري په علني غونډو کې وڅېړل شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *