ملا معتصم اغا جان

تاند، دوشنبه، د حوت ۱۹مه: د طالبانو د وخت د مالیې وزیر ملا معتصم اغا ټینګار کړی چې د ټاکنو په اساس رامنځته شوی نظام باید ټولې پروسې پر خپل وخت ترسره کړي.

ملا معتصم اغا موازي حرکتونه د ملي او حیاتي او مهمو پروسو د خنډ او ځنډ عوامل وبلل او زیاته یې کړه د ولسمشر تر لوړې وروسته باید سولې ته لاره پرانیستل شي.

معتصم اغا جان چې په ټاکنو کې یې د ولسمشر غني د ټیم ملاتړ کړی او هغه یې د سولې په اړه مصمم رهبر بللی و، نن د ولسمشر غني د بیا ځل انتخاب وروسته د لوړې مراسمو ته ورغلی دی.
ولسمشر غني نن ماسپښین درې بجې د لوړې مراسم پر ځای کوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *