ټول پوهیږو د بحران په دې بهیر کې مو د ولسواکۍ تمثیل نیمګړی دی او تکرارآ مونږ ته آزمویل شوې څیرې د انتخاب له پاره وړاندې کیږي. وروستۍ لسیزه کې مو نظام د جمهوریت په نامه شاهي وو، واک کې د جنګي ډلو د پاتې والي سلسله میراثي بڼه خپله کړه .نیپوتیزم او فساد پکې هغه حد ته ورسید چې د ځینو افرادو بې درکه شتمنیدل اصلا د هغوې له فکري او فزیکي ځواک او وړتیا سره سمون نه خورئ. کاش ولس د یوېې نوې سیاسي الفبا د انتخاب واک او ځواک درلودای.
داسې څوک ېې مشر ټاکلی چې نه پرې سره ټاپه لګیدلې وای نه شنه، نه توره او نه سپینه.د هیواد پرمختګ د انتخاب اصل وای ، نه د کاذب شهرت افراد او ډلې. هغو ملتونو چې د خپلو ملي زعامتونو د پایښت او دوام له پاره نسل په نسل خپل مکلفیتونه پرځای کړي او دا دود ېې د زمان په بهیر کې د پوخوالي اوج ته رسولی، نن سوکاله او بریالي دي. فقر، جنګ ، د سواد نشتوالی او تضاد هغه عمده دلایل دي چې افغانستان کې د یوه پایداره ملي زعامت رامنځ ته کیدل او تسلسل له منځه وړی او په نتیجه کې د تیرو نسلونو په تیره بیا د سیاسي کول درانه پیټي د ننیو پر اوږو بار دي.
د ولسمشرۍ کاندید ډاکتر اشرف غني په وینا ( د اعلیحضرت امان اله خان له دورې نیولې بیا تر نن پورې د افغانستان سیاسي قشر د هیواد عادي وګړو ته بحران زیږولئ. په دغو ۹۴ کاله کې د تسلسل یو فورمول نه دی پیدا شوی، ترڅو نظام دوام ومومي او ماناداره بدلون رامنځ ته شي. که مونږ له همغې دورې تراوسه په دوامداره توګه حرکت کړی وای ، نن به د نړۍ له پرمختللو هیوادونو څخه وو).دا یو څرګند حقیقت ده! که د افغانستان پیچلي سیاسي وضیعت ، کاواکه اقتصادي نظام او پورتنیو واقعیتونو ته وګورو ، نو سم دلاسه د داسې یو مشرتابه او نظام رامنځ ته کیدو ته جدي اړتیا لیدل کیږي چې دغو ننګونو سره د مقابلې توان ولري. زه دا توانمندي او وړتیا د ډاکتر اشرف غني په وجود کې وینم او د هغه بریالي کیدل د افغانستان د پرمختګ له پاره یو ښه فرصت ګڼم.
ډاکتر اشرف غني له خیانته کرکه لري، زورواکي نه مني او د مفسدو عناصرو ورکاوی ېې ارمان ده. خپله فکري پانګه ېې هیواد او انسانیت ته د خدمت له پاره وقف کړې. د روښانې تګلارې او پاکوالي د صفتونو په لرلو، زړور غږیږي.د خپلو سیالانو په څیر متحدالماله انتخاباتي شعارونه نه ورکوي، بلکې د یوه آباد او بریالي افغانستان له پاره د سنجول شوي پلان خبرې کوي، د عمل سړی ده! ډیر تفاوت شته په انسان کې د معنا په لحاظ واړه مشغول دي ځینې ځان ځینې جهان جوړوي زما انګیرنه د ډاکتر صاحب له نظریاتو څخه دا ده چې د یوه سالم نظام د جوړولو کلک هوډ لري. داسې یو نظام چې د فاسدو عناصرو لاس او پښې پکې وتړل شي ، د نورمونو په وضع کیدو او څارنې په اساس به هیڅ مفسد د یوه شفاف سیستم په اډانه کې د تمیدو ځواک و نه لري. د افغانستان د پرمختګ او سوکالي له پاره مونږ ته ښايي چې یوبل ته لاسونه ورکړو او د ډاکتر صاحب په وینا په کوچنیو هویتونو کې خپله بیمه ونه لټوو، ترڅو په دولت اعتبار پیدا شي او بیرته د یوه پیاوړي ملت جوړولو خواته لاړ شو. ټول ټاکنې د ولسواکۍ یو اصل ده چې د رایو تر شمیرنې وروسته د ګټونکي او بایلونکي ترمنځ د جوړجاړي بحث مهم ده، ځکه د بایلونکي پلویان هم د ټولنې یوه برخه وي چې د یو با ثباته او پرمختللي نظام له پاره د هغوي حضور حتمي وي، البته عمومي او فرعي واټونه مالوم وي. د ټولنې په حقایقو پوهیږو، دا چې له یوېې خوا د ټول ټاکنو د سیالیو میدان لویو ائتلافونو ته اړتیا درلوده ، له بلې خوا افغانستان کې د منفي قوتونو له موجودیت او اغیز څخه هم سترګې نه شي پټیدائ.
پر دې سربیره د ډاکتر اشرف غني مرستیالانو، او دې خبرې ته چې نني رقیبان ېې د سبا شریکان دي وګورو نو په ټاکنو کې د بري په صورت کې به ېې د حکومت څیره د حامد کرزي د واکمنۍ د دورو په څیر وي، البته له دې حقیقت نه د هغه سیالان هم مستثنی نه دي. دا موضوع به د معدودو افرادو په مورد د ډاکتر اشرف غني له پاره یوه ننګونه وي او په دې لحاظ له هغه د معجزې تمه نه ده په کار، خو په مدیریت او کفایت ېې پوره باور لرو. ډاکتر اشرف غني چې د هیواد خدمت پرځان فرض او پور ګڼي په خپلو انتخاباتي مناظرو او مرکو کې ولس ته د حقایقو پر بنسټ خپل پلانونه ډیر روښانه بیانوي او تله د هغوې په لاس ورکوي چې څوک د افغانستان د خدمت له پاره غوره ګڼي.
تر ټولو زیات ېې دغو کاري لومړیتوبونو زما پام ځانته اړولی ده : * د کار په لومړۍ اونۍ کې د مسلح قواوو اعلی سرقومانداني رامنځ ته کوو چې د ولسمشر یوه دنده ده. دا بنسټ به د هیواد له امنیتي وضعې په هر اته ساعتونو کې منسجم حساب اخلئ. * دوه کمیسیونونه جوړوو: الف : اعلی اقتصادي کمسیون چې هره اونۍ به زما تر مشرۍ لاندې جوړیږي او هغه کې به د پانګه والو ستونزې حل او تعقیبیږي. هدف مو خلکو ته کار، پانګه وال ته مشروع ګټه او دولت ته عواید دي. تولیدي او صادراتي اقتصاد به مو لومړیتوب وي.
د قانوني اقتصاد په تقویه کولو مافیایي اقتصاد له منځه وړو. د کسپین سمندرګي ته لاس رسی به زمونږ د خوراکي موادو، نفتي او ساختماني توکو اړتیاوې تضمین کړي. چین او ازبکستان سره د اورګاډو د پټلیو غځول مونږ ته حیاتي ده. ب : د عامه شتمنیو کمیسیون چې ټوله عامه شتمني به په اساسي ډول جمع، طبقه بندي او نظارت لاندې ونیول شي. *
په خلیج او شرقي آسیا کې کارموندنه به زما په لومړیتوبونو کې وي. خو یو پنځه کلن ضربتي پروګرام ته اړتیا لرو چې وشو کولی په هرو شپږو میاشتو کې کارګر له غیر حرفوي حالت نه نیمه حرفوي او بیا په حرفوي بدل کړو.لږترلږه کولی شو یو میلیون تنه په منسجم ډول د پاسپورت په اساس شرقي آسیا،خلیج،او عربي هیوادونو ته ولیږو، د دې پرځای چې قاچاقي ولاړ شي. * اوبه زمونږ لویه پانګه ده.
لږترلږه دوه سوه لوې او واړه بندونه باید جوړ کړو. * د اساسي قانون د څیړلو له پاره به یو کمسیون جوړ کړو. شاوخوا (۴۲) نورو قوانینو ته اړتیا شته چې د اساسي قانون پیکر تکمیل شي. د حکومت د کار په څلورم کال به لویه جرګه جوړه شي، ترڅو پر هغو برخو بنیادي فکر وشي، چې د تقنین له لارې نه دي حل شوي. * دښځو روغتیا او شرعي حقونو ته جدي پاملرنه. دوې باید له میراثه محرومې نه وئ. *
د دوه یا درې قوي ملي احزابو د جوړیدو له پاره پانګونه. داسې ګوندونه چې په ټول افغانستان کې حضور ولري او په راتلونکې کې سیاسي زعامت د دوې له طریقه تعین شي. *
د ملي بودیجې څلویښت فیصده به مستقیمآ ولایتونو، ولسوالیو او ښاروالیانو ته وسپارو. په دې توګه د خدماتو د چټکیدو او قانون پلي کیدو زمینه برابره وو. د افغانستان هر ولایت ته له ستراتیژیک نظره وګورؤ. هر ولایت ته باید هدف وټاکو بیا هغه اقدامات ترسره کړو چې هدف ته ورسیږو.هغو ته بودیجوي مثبت ضریب ولرو. *
نن په اوسط ډول یو کیلومتر سړک یو میلیون ډالر ده، مونږ ېې په شپږو میاشتو کې (۱۵۰) زره ډالرو ته ښکته کولی شو او په یوه کال کې سل زره ډالرو ته. د دې له پاره یوه بنیادي طرحه لرم. له ایران سره د نفتي موادو د اړتیاوو په برخه کې لکه قیر، اوږدمهاله تړونونو له پاره موافقي ته رسیدلی شو. *
مونږ کولی شو پنځه سوه زره کورونه په پنځو کلونو او یو میلیون کورونه په لسو کلونو کې جوړ کړو، څو د ځوانانو د هستوګنې ستونزې کمې شي او په عین حال کې د مځکو مافیا له منځه یوسو.
هوکې! د ولسواکۍ په ډیره ابتدايي مرحله کې یو، امنیتي ستونزې مو ګواښئ ، د ټاکنو د سبوتاژ هڅې روانې دي، سرشمیرنه مالومه نه ده، له غرضه د رایو صندوقونو د خوندي پاتې کیدو په اړه شکونه ، په ټاکنو کې د حکومت د مداخلې څرګندې نښانې، درغلۍ او داسې نور دلایل د اندیښنې وړ دئ. خو د انتخاباتو پر ځای بل بدیل نه لرو. اوس نو په کار ده چې مټې راونغاړو او ستونزو سره د مقابلې له پاره چمتو شو. ائ خورو ورو ملګرو ائ همفکرو همسنګرو سره یو شئ وخت د ننګ دئ د خطر وروستنی زنګ دئ.
ښايسته او کره لیکنه ده. خدای مونږافغانانوته خدایي هدايت وکړي چه په ژوند کې خو لږترلږه يوه سمه پرېکړه وکړو.-