خبریال (لشکرګاه) په هلمند ولایت کې معلولانو، چې د هلمند د پريس کلب مخې ته د احتجاج په توګه راټول شوي ول، رسنيو ته وويل چې یو کال کېږي چې معاش نه دی ورکړای شوی.
دوی وايي رياست ته يې پيسې راغلي خو دوی ته د تېر يو کال راهيسې معاشونه نه دي ورکول شوي.
چارواکي بيا وايي چې د ماليې وزارت له امر سره سم به دوی ته د معاشونو د ورکړې لړۍ پيل کړي.
معلولين او معيوبين په داسې حال کې د خپلونغدي حقونوغوښتنه کوي چې د چارواکو په خبره په دې ولايت کې د روانوجګړو او نا امنيو له امله ورځ تربلې د هغه کسانو په شمير کې زياتوالی راځي چې د بدن غړي له لاسه ورکوي.
معترضو معلولانو ویل چې دا مهال له ګڼو اقتصادي ستونزو سره مخامخ دي او د تيرکال تنخواوې يې تر اوسه پورې نه دي ترلاسه کړي او چارواکي هغه کسانو ته معاش ورکوي چې ورسره شخصي اړيکې لري.
د دوی په خبره چې څوڅو ځله يې ولايت مقام او ځينو نورو ادارو ته د دې ستونزې د حل لپاره مراجعه کړې خو تر اوسه پورې يې شکایتونو نتیجه نه ده لرلې.
له بلې خوا په دې ولايت کې د کار او ټولنيزو چارو رئيس په دې برخه کې درغلي نه مني او وايي چې له دوی سره ټول ۶ زره معيوبين او معلولين راجستر دي چې ۲ کسانو ته د بانک کارتونه ورکړل شوي دي.
هغه وايي چې اوس د ماليې وزارت ته په تمه دي څو د پيسو د ويش مرجع ورته په ګوته کړي.
د نوموړي په خبره د دې کسانو د تيرکال نيمايي پيسې راغلې دي چې د ماليې وزارت له امر وروسته به يې د لسو ورځو په اوږدو کې په يادو کسانو وويشي.